ټولنه

پاکستاني او افغان ځوانان د یو بل د آزادۍ ورځ لمانځي

د محمد آهل لخوا

د پاکستان د پولې ساتونکي د تورخم په پوله باندې افغان ماشومانو او امنیتي ځواکونو ته د اګست په ۱۹مه مبارکي ورکوي چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځي. [محمد آهل]

د پاکستان د پولې ساتونکي د تورخم په پوله باندې افغان ماشومانو او امنیتي ځواکونو ته د اګست په ۱۹مه مبارکي ورکوي چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځي. [محمد آهل]

پیښور -- سږ کال د پاکستان او افغانستان د آزادۍ د ورځې جشنونه -- د اګست په ۱۴ مه او ۱۹ مه په ترتیب سره -- د ګډ جشنونو او د ورورلۍ د مينې سره ترسره شول.

په تورخم پوله باندې جشنونه د خوشحالۍ نه ډک ول، په داسې حال کې چې د پولې دواړو غاړو ته امنیتي ځواکونو يو بل ته مبارکي، ګلونه او خواږه ورکړل.

د خپلو کمانډرانو د لارښوونو په رڼا کې، پاکستاني سرحدي ساتونکو خپلو سیالانو ته د اګست په ۱۹ مه مبارکي ورکړه، په داسې حال کې چې افغان ماشومانو، چې روايتي جامې يې اغوستې وې او د افغانستان جهنډې يې لرلې، د ملي سندرو سره ګډا وکړه.

ورته جشنونه د اګست په ۱۴ مه په پوله باندې ترسره شول، کله چې افغان امنیتي چارواکو خپل پاکستاني سیالانو ته ګلونه او وچې میوې د تحفې په توګه ورکړې.

پاکستاني او افغان ځوانان د اګست په ۱۹ مه په پېښور کې د یو بل د خپلواکۍ ورځ په ګډه لمانځي. [محمد آهل]

پاکستاني او افغان ځوانان د اګست په ۱۹ مه په پېښور کې د یو بل د خپلواکۍ ورځ په ګډه لمانځي. [محمد آهل]

د پاکستان امنیتي ځواکونه د اګست په ۱۹ مه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله باندې افغان ماشومانو او امنیتي ځواکونو ته مبارکي ورکوي. [محمد آهل]

د پاکستان امنیتي ځواکونه د اګست په ۱۹ مه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله باندې افغان ماشومانو او امنیتي ځواکونو ته مبارکي ورکوي. [محمد آهل]

په پيښور کې، پاکستاني ځوانان د اګست په ۱۹ مه د افغانانو سره يو ځای شول او په کوڅو کې يې جشنونه ترسره کړل، او د "پاکستان زنده باد؛ افغانستان زنده باد" چيغې به يې وهلې.

يو څو ورځې وړاندې، افغان ځوانانو د افغان او پاکستان جهنډې پورته کړې او د پښتو سندرو سره يې ګډا وکړه، په داسې حال کې چې پاکستان د اګست په ۱۴ مه د آزادۍ ورځ ولمانځله.

د ګاونډي هیوادونو تر مینځ خلا کمول

د پولې دواړو خواوو ته اوسیدونکي خوشبین دي چې د خير ښيګړې دا څرګندونې به د دواړو هیوادونو ترمنځ خلا کمه کړي او دوی به یوځای کړي.

د افغانستان د چيف ايګزيکيټيو عبدالله عبدالله ویاند، حکمت صافي، پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستانيان او افغانان دواړه په تاریخي او مذهبي توګه له يو بل سره نږدې اړيکي لري، او دواړه هیوادونه د يو بل درد محسوسوي."

هغه وویل: "مونږ دې ډول جشنونو ته هرکلی کوو، خو دا به ډیره د خوشحالۍ موقع وه که چيرې په غزني او کابل کې وروستۍ پیښې نه وې رامنځته شوې." هغه د افغانستان په غزني صوبه کې د طالبانو د څو ورځو اوږد ظلم او په کابل کې په تعليمي مرکز باندې د داعش برید ته اشاره وکړه. په دغه مرکز کې زده کونکو د يونيورسټۍ د امتحان لپاره زده کړه کوله.

هغه وويل، که څه هم په سیاسي کچه د کابل او اسلام آباد تر مینځ کړکيچ شتون لري، خو په پیښور کې د افغانانو او پاکستانیانو ګډ جشنونه په ډاګه کوي چې سیاست د پښتنو رښتینې اړیکې نه شي متاثره کولی.

هغه وويل، "زموږ تاريخ او قربانۍ به موږ ته د جدا کېدو اجازه را نه کړي." "موږ د یوې وینې اولاد يو او له یو بل سره مینه لرو."

حاجي پرويز، چې يو افغان سوداګر دی او په پيښور کې يو سوپر سټور لري، په باب پيښور پل، چې د "سلفي بريج" په نامه مشهور دی، باندې د پاکستان او افغان جهنډو ته اشاره وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه ډیر خوشحاله یم چې ما وليدل چې افغانان او پاکستانیان دواړه یو ځای جشنونه ترسره کوي."

هغه وويل، "د حکومت په کچه د سیاسي زباني شخړو سربیره، د دواړو هیوادونو اوسیدونکي نږدې تعلقات لري او د یو بل لپاره زياته مینه او احترام لري."

وحيد الله، چې په پيښور کې يو افغان زېږيدونکی ټیکسي ډريور دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "وګورئ ... موږ څومره خوشحاله يو -- افغانان او پاکستانيان." "موږ له خپلو حکومتونو څخه غوښتنه کوو چې خپلې وړې مسلې حل کړي او د دواړو هیوادونو په رغولو کې مرسته وکړي."

په سم لوري ګام

پروفیسر اعجاز احمد، چې په پیښور کې د افغانستان او پاکستان د مسلو ماهر دی، وویل، په پوله باندې ګډ جشنونه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډالو تبادله به په اړیکو باندې مثبت اثرات ولري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا یو وړوکی مثبت عمل دی،خو د اختلافاتو او خلا د ختمولو د لرې کولو لپاره ډیرو اقداماتو ته ضرورت دی." "خلک په داسې حالاتو کې په ريښتيا سره حالات بدلولی شي."

په پیښور کې سينير امنیتي شنونکي، بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، وویل، د افغان او پاکستاني خلکو او سرحدي ساتونکو ترمنځ اړیکه او د خير ښيګړې تبادله ښه خبره ده، خو دواړه حکومتونه باید په سیمه کې د سولې په بيا بحالۍ باندې تمرکز وکړي، چې دا یوازې یوځای ترلاسه کيدې شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د راتلونکو غوره اړيکو لپاره، دا نوښتونه د يوې وسيلې په توګه کار کولی شي، خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړيکو باندې د اوږد مهاله اثراتو او د دوامداره تاوتريخوالي د کمولو لپاره زياتو اقداماتو ته ضرورت دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500