پیښور -- د هیواد په نورو برخو او په ټوله اسلامي نړۍ کې د خلکو په شان، د پېښور اوسېدونکو د لوی اختر د لمانځلو لپاره تیاری پيل کړی دی. لوی اختر به په پاکستان کې د چهار شنبې په ورځ (د اګست په ۲۲ مه) ترسره شي.
اوسيدونکي د څاروو، ميښو، بيزو، ګډانو، سيرلو، ګډو او نورو څارويو د اخيستلو لپاره د څاروو بازارونو ته ځي چې د چهټۍ په ورځ قرباني واخلي.
د پیښور یو اوسيدونکي، عزیز الرحمان، پاکستان فارورډ ته وویل، "زه ليوالتيا لرم چې د څاروو قرباني وکړم او خپله مذهبي فریضه پوره کړم. ما يو بيزه په ۰۰۰، ۲۰ روپۍ ( ۲۰۰ آمريکايي ډالره) اخيستې ده او د اختر د لومړۍ ورځ انتظار کوم چې دا قرباني کړم."
د رحمان له مخې، لوی اختر مسلمانانو ته يوه موقع ورکوي چې غریبانانو ته د قربانۍ غوښه ورکړي او د الله رحمت ترلاسه کړي.
د پیښور یو بل اوسیدونکي، مشتاق احمد، هم وویل چې هغه خوشحاله دی چې دا چهټي ولمانځي.
هغه وويل، "مونږ به نه يوازې د لوی اختر په لومړۍ ورځ غوښه ويشو، بلکې موږ به د شپې د خوراک لپاره غريبانانو ته هم بلنه ورکوو."
هغه زياته کړه، "د اختر په ورځ، خلک له یو بل کره ځي او ميلمانه ترلاسه کوي چې يو بل ته مبارکي ورکړي، او زه به هم يو څو کورونه ته لاړ شم."
[اشفاق يوسفزۍ د پيښور نه د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې.]