سياست

خان د وزير اعظم په توګه په خپل لومړي خطاب کې د پرمختګ او د کرپشن سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې

د ضياء الرحمان لخوا

سړي په راولپنډۍ کې د یو دوکان نه بهر ناست دي او ټيلي ويژن هغه وخت ګوري کله چې وزير اعظم عمران خان د اګست په ۱۹ مه قوم ته خطاب کوي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

سړي په راولپنډۍ کې د یو دوکان نه بهر ناست دي او ټيلي ويژن هغه وخت ګوري کله چې وزير اعظم عمران خان د اګست په ۱۹ مه قوم ته خطاب کوي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

اسلام آباد -- سیاسي شنونکو او پاکستانیانو د وزير اعظم عمران خان لخوا قوم ته د لومړي خطاب په اړه د ګډ رد عمل اظهار وکړو. هغه دغه خطاب د حلف اوچتولو نه وروسته وکړو.

خان د یکشنبی په ورځ (د اګست په ۱۹ مه) په ټيلي ويژن باندې يو جامع خطاب وکړو، چې د کرپشن د ختمولو او د بشري پراختيا لپاره يې د اصلاحاتو اعلان وکړو.

هغه د یوې ګهنټې نه زياتې خبرې وکړې او هغه نه يوازې د اسلامي فلاحي رياست د جوړلو لپاره د خپل کمپاین د ډیرو ژمنو بار بار وضاحت وکړو بلکې د هغه ستونزو، لکه د ماشومانو جنسي تیري او د اقلیم بدلون په اړه يې هم خبرې وکړې چې په تير وخت کې د پاکستان وزيراعظمانو د دغه مسلو په اړه خبرې نه دي کړي.

د نومونو ښودلو نه بغير، هغه ژمنه وکړه چې د ګاونډي هیوادونو سره به د پاکستان اړیکو ته وده ورکړي، او په بلوچستان صوبه او د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې به په قبايلي سیمو کې امنیت ښه کړي.

په کراچۍ کې د پاکستان تحریک انصاف پلويان د اګست په ۱۹ مه جشن کوي، په داسې حال کې چې وزيراعظم عمران خان د قوم لپاره د خپلو ترجيحاتو وضاحت کوي. [ضياء الرحمان]

په کراچۍ کې د پاکستان تحریک انصاف پلويان د اګست په ۱۹ مه جشن کوي، په داسې حال کې چې وزيراعظم عمران خان د قوم لپاره د خپلو ترجيحاتو وضاحت کوي. [ضياء الرحمان]

هغه وويل، "موږ سوله غواړو، ځکه چې پاکستان تر هغه پورې پرمختګ نه شي کولی تر څو چې امن نه وي بحال شوی."

خان وويل، هغه د ځان لپاره د کورنيو چارو وزارت ساتلی دی، ځکه چې هغه په شخصي توګه د مني لانډرنګ او د کرپشن په وړاندې د ګامونو څارنه کوي.

هغه د پرمختللي ټيکس سیسټم غوښتنه وکړه او د شتمنو خلکو څخه یې غوښتنه وکړه چې د ضرورت مندو خلکو د ګټې لپاره زيات ټيکس ورکړي. که څه هم، هغه دا ونه ویل چې څرنګه به هغه په ځانګړي توګه په شتمنو خلکو باندې زيات ټکسونه پلي کړي.

هغه وويل، پاکستان به د بهرنۍ قرضې د کمولو لپاره د سادګۍ کمپاين پيل وکړي. د دې کمپاين د پیلولو لپاره، خان د اقداماتو اعلان وکړو چې خپل بجټ او د هیواد بجټ کم کړي، چې په دې کې د وزير اعظم د دفتر د کارکوونکو شمير د ۵۲۴ نه تر ۲ پورۍ راکمول شامل دي.

هغه وويل، "زه به د دريو کوټو په کور کې پاتې شم چې مخکې د پوځي سيکريټري کور و." هغه زياته کړه، چې د وزيراعظم رسمي استوګنځی به يونيورسټي شي.

هغه وويل، "زه به د کرپټ خلکو سره مبارزه کوم. يا خو به دا هېواد ژوندې پاتې شي، او يا به کرپټ خلک ژوندي پاتې شي."

د خان په نورو خبرو کې په مالي، تعليمي او د روغتيايي پاملرنې په برخو کې اصلاحات شامل دي. هغه په بهرني هيوادونو کې په پاکستانيانو باندې غږ وکړو چې د هیواد په بيا رغولو کې، د عدلیې په ښه کولو کې، په پنجاب صوبه کې د خیبر پښتونخواه د پولیسو ماډل په پلي کولو کې او د اسلام آباد نه واک صوبو ته په منتقل کولو کې مرسته وکړي.

ښه ژمنې اميد رامنځته کوي

د خان وعدو په ډېرو پاکستانيانو باندې اثر وکړو.

په اسلام آباد کې سیاسي شنونکي او ژورناليسټ، سبوخ سید، پاکستان فارورډ ته وویل، "خان په هغه ټولو مسلو بحث وکړ چې عام [وګړي] ورسره هره ورځ مخامخ کیږي." "دا یو جامع بيان و."

د کراچۍ يونيورسټۍ طالب علم، غوث الدین علی، وویل، ما داسې محسوس کړه چې خان په مستقیم ډول خلکو ته خطاب کولو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ هیله لرو چې هغه به خپلې وعدې پوره کړي ځکه چې هغه د هېواد د ټولو مسلو په اړه خبرې وکړې."

عمار ګريرو، چې په کراچۍ کې یو ژورنالسټ دی او د چاپیریال د مسلو په اړه راپور ورکوي، وویل، هغه د خان ستاينه وکړه ځکه چې هغه د اقلیم بدلون، ککړتیا او د هغه کوششونو، چې موخه يې پاکستان تر ټولو شين هيواد جوړول دي، په اړه خبرې وکړې.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان د چاپیریال د ډيرو چيلنجونو سره مخامخ دی چې د انساني روغتیا او ژوند لپاره جدي ګواښونه لري."

هغه وويل، د وزيراعظم په توګه په خپل لومړي بيان کې د چاپېريال د مسلو په اړه بحث "اميد رامنځته کوي چې نوی ټاکل شوی حکومت به د چاپېريال مسلې په جدي توګه حل کړي."

تنقيد کوونکو د 'کمزوري' امنیتي پلان په اړه انديښنې څرګندې کړې

البته، د اپوزیسشن پارټۍ مشرانو او نورو شنونکو په خپلو بيانونو کې په خان تنقيد وکړو ځکه چې هغه په خپل بيان کې د ترهګرۍ او اورپکۍ په اړه د بحث کولو نه ډډه وکړه.

په کراچۍ کې د پاکستان پيپلز پارټۍ پارلمنټيرين غړي، سعید غني، پاکستان فارورډ ته وویل، "خان د تروریزم په پیښو کې د ۷۰،۰۰۰ پاکستاني وژونکو په اړه یوه خبره هم ونه کړه."

رفیع الله کاکړ، چې په کويټه کې یو سیاسي شنونکی او د روډس سکالر دی، وويل، د هغه په بيان کې د امنیت پلان موجود نه و.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "خان یوازې تروریزم ته سرسري اشاره وکړه."

"هغه د عمل ملي پلان د پلي کولو په اړه خبرې وکړې، خو دا یوازې د تروریزم سره د مبارزې لپاره یو عارضي پلان و. دا کافي نه ده چې د تروریزم د څو اړخیزه ګواښ سره په دې ډول مبارزه وکړې شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500