سياست

پاکستانيان هيله مند دي ځکه چې عمران خان د لومړي وزیر اعظم په توګه وټاکل شو

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

عمران خان، د پاکستان نوی وزیر اعظم، د جولای په ۲۵ مه د انتخاباتو نه يو څو هفتې مخکې په خپل کور کې ښودل شوی دی. [د عمران خان رسمي/ فیسبوک]

عمران خان، د پاکستان نوی وزیر اعظم، د جولای په ۲۵ مه د انتخاباتو نه يو څو هفتې مخکې په خپل کور کې ښودل شوی دی. [د عمران خان رسمي/ فیسبوک]

اسلام آباد -- د پاکستان زياتره خلک هيله مند دي ځکه چې د تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان د جمعې په ورځ (د اګست په ۱۷ مه) د هیواد د راتلونکي وزیر اعظم په توګه وټاکل شو.

د قومي اسمبلۍ غړو د پاکستان تحريک انصاف د مشر لپاره ۱۷۶ ووټونه واچول او ۹۶ ووټونه يې د پاکستان مسلم ليګ نواز مشر، شهباز شريف، په حق کې واچول.

د ووټونو نه وروسته، د اسمبلۍ ډیرو غړو د کرکټ پخواني سټار ته مبارکي ورکړه.

هغه د ووټونو نه وروسته وويل، "زه نن ورځ د خپل قوم سره ژمنه کوم چې موږ به هغه تبديلي [بدلون] راولو د کومې لپاره چې دا قوم کوشش کوي." "موږ به په دې هیواد کې د هغه خلکو سخت احتساب وکړو. د هغه خلکو چې دا هیواد يې لوټ کړی دی، زه ژمنه کوم چې زه به د هغوی په وړاندې کار وکړم."

قانون جوړونکو د اګست په ۱۷ مه د ۱۷۶ ووټونو سره عمران خان د وزيراعظم په توګه وټاکلو. [پاکستان تحریک انصاف/ ټویټر]

قانون جوړونکو د اګست په ۱۷ مه د ۱۷۶ ووټونو سره عمران خان د وزيراعظم په توګه وټاکلو. [پاکستان تحریک انصاف/ ټویټر]

هغه وويل، "هغه پيسې چې خلکو لوټ کړي دي، زه به يې بيرته راوړم -- هغه پيسې چې پکار وه چې د روغتيا، ښوونې او د اوبو لپاره استعمال شوي وې، د خلکو جيبونو ترې ډک شول."

خان به د شنبې په ورځ (د اګست په ۱۸ مه) حلف اخلي.

خان د هېواد په سیاسي تاریخ کې د یو نوی دور سره مخ دی ځکه چې پاکستان یوازې په دويم ځل په سوله ايزه توګه د واک منتقلي بشپړه کړه، او نوي جمهوري ځواکونه -- د ښځينه او ځوان ووټ ورکوونکو په شمير کې زیاتوالی -- به په راتلونکې پالیسیو او فيصلو کې مهم رول ولوبوي.

لوی چيلنجونه

د خان حکومت د مختلفو چيلنجونو سره مخامخ دی چې په دې کې د آبادۍ او افراطیت زياتوالی شامل دي.

په وروستیو کلونو کې د وسله والو ډلو په وړاندې د مبارزې نه وروسته په پاکستان کې امنیت ډير ښه شوی دی، خو شنونکو خبرداری ورکړی چې پاکستان د افراطیت اصلي لاملونه له منځه نه وړي، او وسله وال اوس هم ستر بریدونه ترسره کولی شي.

پاکستان د پيسو د بیلانس د زياتيدونکي بحران سره مخامخ دی او کارپوهان فکر کوي چې د دې زياتيدل به دا مجبوره کړي چې په پنځو کالو کې د انټرنيشنل مانيټري فنډ نه د قرضې دويم قسط ترلاسه کړي.

په عين حال کې، پاکستان په ايشيا کې د زیږون ترټولو لوړه کچه لري، چې هره يوه ښځه درې ماشومان لري، او شنونکي وايي چې تر څو چې د آبادۍ د کميدو لپاره زيات ګامونه نه وي پورته شوي، د هیواد طبیعی سرچینې -- په ځانګړې توګه د څکلو اوبه -- به د خلکو لپاره کافي نه وي.

شنونکي وايي، که چيرې چارواکي د اوبو د کمي مسله په چټکۍ سره حل نه کړي، نو پاکستان د ماحولياتي تباهۍ سره مخامخ کيدی شي.

په پای کې، د ملکي حکومتونو او وسله والو ځواکونو ترمینځ خرابې اړيکې د جمهوريت او پرمختګ په لاره کې يو خنډ ګڼل کیږي.

نوي لارې په ګوته کول

څارونکي به وګوري چې څنګه به خان خپل دور پيل کړي، خو هغه څرګنده کړې ده چې څنګه به هغه ځينې مهمې مسلې حل کړي.

خان ژمن دی چې د متحده آیالاتو سره "متوازن اړیکو" ته وده ورکړي.

خان د جولای په ۲۶ مه په ټيلي ويژن باندې په يو بيان کې دا خبرې وروسته له هغې وکړې کله چې د هغه پارټۍ په عمومي انتخاباتو کې بريا ترلاسه کړه، "موږ د آمریکې سره داسې تعلقات غواړو چې دواړو هیوادونو ته ګټه رسوي او دا متوازن تعلقات وي، او که الله وغوښتله، نو موږ به د دې متوازن اړیکو لپاره هڅه وکړو."

نوی وزير اعظم ژمنه لري چې د افغانستان سره تعلقاتو ته وده ورکړي او په پرانیستي سرحدونو او آزاد تجارت باندې يې زور ورکړو.

هغه وويل، افغانستان په تېرو څو لسيزو کې د جنګ او تاوتريخوالي له امله ډېر زيات ځپل شوى دى او پاکستان چمتو دى چې د جنګ لخوا د ځپل شوي قوم لپاره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بس الله دی هغه وکړی چی د مسلمانانو پکښی خیر وی

ځواب

مونږ تمه لرو چې عمران خان به په خپلو وعدو پوره کولو کې کامياب شي ځکه چې هغه د څه کار کولو جذبه لري او د دغه جذبې په بنياد هغه په خيبر پښتونخوا کې حکومت وکړو او کامياب شو.

ځواب