امنیت

افغان جنرل وایي، 'ایران زمونږ دښمن دی'

د نصیر صالحي لخوا

افغان امنیتي ځواکونه د می په ۱۹ مه د طالب وسله والو نه د فراه ښار کنټرول بيرته د اخيستلو نه وروسته ګشت کوي. ځایي چارواکي وایي، چې د دغه وسله وال بريد پلان ايران جوړ کړی وو. [حمید خان/ای ايف پي]‌

افغان امنیتي ځواکونه د می په ۱۹ مه د طالب وسله والو نه د فراه ښار کنټرول بيرته د اخيستلو نه وروسته ګشت کوي. ځایي چارواکي وایي، چې د دغه وسله وال بريد پلان ايران جوړ کړی وو. [حمید خان/ای ايف پي]‌

هرات -- جنرل نورالله قادري، چې د افغان ملي پوځ د ۲۰۷ ظفر کور کمانډر دی، وویل، ایران د افغان حکومت په وړاندې دوه مخې پالیسۍ لري: دا څرګندوي چې د افغانانو ښه دوست دی، ليکن په حقیقت کې هغه یو دښمن دی.

قادري سلام ټايمز ته وویل، "مونږ یو خارجي دښمن لرو، او مونږ په ډيرو برخو کې مبارزه کوو." "مونږ د ایران سره ۲۹۰ کیلومټره اوږده پوله لرو،او هغه داسې هېواد دی چې مونږ یې دوست ګڼو، خو د دې برعکس، ایران زمونږ دښمن دی."

د ګڼ شمير مسلو په لړ کې، قادري دا بيانونه د طالبانو لپاره د ایران د دوامدار ملاتړ له کبله ورکړل.

د آمريکې پر ضد انتقام

ځایي شنونکي او چارواکي وایي،‌ ایران په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي.

د هرات ګورنر محمد آصف رحیمي د فبرورۍ په ۲۱ مه د پخواني طالب وسله والو سره وروسته له هغه ستړي مه شي کوي کله چې هغوی د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (ټاپي) ترمنځ د طبيعي ګيس پایپ لاين په مراسمو باندې د برید کولو نه انکار وکړو.‌ [سلیمان]

د هرات ګورنر محمد آصف رحیمي د فبرورۍ په ۲۱ مه د پخواني طالب وسله والو سره وروسته له هغه ستړي مه شي کوي کله چې هغوی د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (ټاپي) ترمنځ د طبيعي ګيس پایپ لاين په مراسمو باندې د برید کولو نه انکار وکړو.‌ [سلیمان]

د خلکو د سولې غورځنګ د جولای په ۲۵ مه په کابل کې د ایران سفارت خانې نه بهر يوه خيمه ولګوله چې ایران وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې پروسې سره مرسته وکړي. [بسم الله وطن دوست/فیسبوک]‌

د خلکو د سولې غورځنګ د جولای په ۲۵ مه په کابل کې د ایران سفارت خانې نه بهر يوه خيمه ولګوله چې ایران وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې پروسې سره مرسته وکړي. [بسم الله وطن دوست/فیسبوک]‌

په هرات صوبه کې د سیاسي چارو یو شنونکی، محمد رفیق شهیر، سلام ټایمز ته وویل، "د ایران حکومت په طالبانو باندې نفوذ لري او هغوی د افغانستان په لویدیځ زون کې استعمالوي." "ایران په فراه صوبه کې د ايران او د مغربي هيوادونو، په ځانګړې توګه د آمريکې، تر منځ د سختې دښمنۍ له کبله لاس وهي."

داد الله قانع، چې د فراه د صوبايي شورا غړی دی، وویل،‌ د ایران حکومت کوشش کوي چې د طالبانو سره د مرستې له لارې د آمريکې مفاداتو ته زيان ورسوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "په فراه صوبه کې د بخش آباد د پلان شوي ډيم جوړول او د ایران پر ضد د آمريکې بندیزونه دا معنی لري چې تهران خاموشه پاتې کيدې نه شي.‌

هغه وويل، چې په فراه کې د ایران د لاسوهنې یوه لاره دا ده چې دا طالبانو ته اجازه ورکوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په پوله باندې چيک پوسټونه ونیسي.

د اوبو کمې د شخړې سبب ګرځي

شنونکي وایي، چې ایران د هيواد مشرقي صوبو ته د اوبو په برابرولو کې هم دلچسپي لري، او وېرېږې چي په راتلونکې کې به د بخش آباد ډيم د دغه صوبې لپاره يو خطر وي.

ايراني چارواکو، د صدر حسن روحاني په شمول، په تيرو کې ویلي ول چې په ګاونډي هيوادونو کې، د افغانستان په ګډون، د ډيمونه جوړيدل د منلو وړ نه دي.

شهیر وویل، د ایران حکومت د خپلو مشرقي صوبو ضرورتونه د بخش آباد ډيم د جوړيدو د مخنیوي لپاره د جواز په توګه استعمالوي.

هغه وویل، "اوبه د ایران لپاره یوه مهمه موضوع ده. په تير وخت کې، افغانستان دومره قوي حکومت نه لرلو چې د اوبو خپلې زيرمې يې خوندي کړي وې."

هغه وویل، "خو، اوس چې د افغان حکومت د اوبو په لومړي پروجيکټونو باندې کار کوي، نو دا د ایران لپاره یوه ډېره حساسه مسئله ده... د ایران مشرقي سيمې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دي، او د اوبو د کمي له امله ډير احتجاجونه پیل شوي دي."

د جولای په وروستيو کې، خلکو په کابل کې د ایران د سفارت خانې نه بهر د دريو ورځو لپاره احتجاجي ناسته وکړه.

د دغه غورځنګ غړو د سفارت خانې نه بهر یوه خيمه ولګوله او د سفارت خانې په سيمټي دېوالونو یې یو شمېر بينرونه ولګول.

په یو بينر لیکل شوي ول، "د ایران خلکو! ستاسو حکومت په افغانستان کې وسله ډالو ته وسلې ورکوي."

په یو بل پوسټر لیکل شوي ول، "د ایران خلکو! زمونږ اوبه ستاسو ژوند ژغوري، خو ستاسو حکومت زمونږ ژوند اخلي."

ايران پاکستان په نښه کوي

"ايران د پاکستان سره همډبل ګيم کوي."

په وروستیو مثالونو کې، ایران د بلوچستان ساحلي سیمو ته بجلي بنده کړې ده او يو شمير کسان وايي چې دا د پاکستان لپاره د تهران يو پيغام دی. په نتيجه کې اړي ګړي په ځايي خلکو کې د ایران رژیم پر وړاندې غوسه رامنځته کړې ده، او په سیمه کې يې سوداګرۍ ته زيان رسولی دی.

سره له دې چې څلور واړه هيوادونه د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هندوستان (ټاپي) ترمنځ د طبیعي ګيس پایپ لاین پروجيکټ په اړه موافقه لري، ایران همدارنګه پلانونه لري چې د دې پروجيکټ مخه ونيسي او دې ته زيان ورسوي.

ايران په دوامداره توګه د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول د پراکسي جنګ لپاره پاکستاني شيعه ګان استخداموي. راپورونه ښیي چې د ۱۲،۰۰۰ پورې پاکستاني او افغان شیعه ګان په سوريه، منځني ختیځ او په نورو سيمو کې د جنګ لپاره د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول په زينبيون بريګيډ او فاطميون ډويژن کې استخدام شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نه ايران دښمن نه دی

ځواب

ايران دښمنان لري

ځواب

مهرباني وکړئ د ټولو ګاونډيانو د امن لپاره ښه کار وکړئ.

ځواب