ديپلوماسي

څارونکي د آمريکې په اړه د عمران خان د سپارتي دریځ ستاينه کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ملاتړی په اسلام ‌آباد کې د جولای په ۲۶ مه د پي ټي آی مشر عمران خان پوسټر ته نژدې ولاړ دی. [عامر قريشي/ای ايف پي]

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ملاتړی په اسلام ‌آباد کې د جولای په ۲۶ مه د پي ټي آی مشر عمران خان پوسټر ته نژدې ولاړ دی. [عامر قريشي/ای ايف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان، چې ژر به د پاکستان راتلونکې وزيراعظم جوړ شي، ژمنه کړې چې د آمريکې سره به "متوازن اړیکو" ته وده ورکړي.

آمریکا له هغه وخت راهيسې د پاکستان په لومړني متحدینو کې ده کله چې هيواد په ۱۹۴۷ کې آزادي ترلاسه کړه، خو په تيرو دريو عشرو کې د دواړو هیوادونو اړیکې ښه نه دي پاتې شوي.

د ډان د راپور له مخې، خان په پاکستان کې د آمریکې نګران سفیر جان ایف هوور ته د چهار شنبې په ورځ (د اګست په ۸ مه) وویل، "زموږ حکومت به د آمريکې سره اړیکه ونیسي چې دا تعلقات زيات متوازن او باوري کړي. مونږ د آمريکې سره سوداګريز او اقتصادي تعلقات ډير زيات مهم ګڼو."

خان په دې ټینګار وکړو چې د دواړو هېوادونو د ګټې لپاره به سفارتي تعلقات ښه کړي او بدلون به په کې راولي.

د بهرنیو چارو سيکريټري تهمینه جنجوعه (ګس اړخ ته) او د آمريکې سفیره ايلس ویلز په اسلام آباد کې د جولای په ۲ مه له يوبل سره لیدنه کوي. د جون په ۳۰ مه ویلز د پاکستان څخه وغوښتل چې په افغان طالبانو باندې زيات فشار راولي چې د سولې پروسې سره یوځای شي. [د پاکستان حکومت]

د بهرنیو چارو سيکريټري تهمینه جنجوعه (ګس اړخ ته) او د آمريکې سفیره ايلس ویلز په اسلام آباد کې د جولای په ۲ مه له يوبل سره لیدنه کوي. د جون په ۳۰ مه ویلز د پاکستان څخه وغوښتل چې په افغان طالبانو باندې زيات فشار راولي چې د سولې پروسې سره یوځای شي. [د پاکستان حکومت]

خان د جولای په ۲۶ مه په ټيلي ويژن باندې په يو بيان کې دا خبرې وروسته له هغې وکړې کله چې د هغه پارټۍ په عمومي انتخاباتو کې بريا ترلاسه کړه، "موږ د آمریکې سره داسې تعلقات غواړو چې دواړو هیوادونو ته ګټه رسوي، دا متوازن تعلقات وي، او که الله وغوښتله، نو موږ به د دې متوازن اړیکو لپاره هڅه وکړو."

خان بار بار په خپل کمپاين کې وويل چې پاکستان نه شي کولی چې د آمريکې سره د تعلقاتو نه بغير مخ پر وړاندې لاړ شي.

په دې برخه کې، د آمريکې انتظاميې هم وویل چې دا هيله لري چې د پاکستان د نوي حکومت سره کار وکړي.

د آمریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جولای په ۲۷ مه په يو بيان کې وويل، "لکه څنګه چې د پاکستان منتخب مشران یو نوی حکومت جوړوي، آمريکا د هغوی سره د کار کولو لپاره د موقعو په لټه کې ده چې په جنوبي ايشيا کې د امنیت، ثبات او سوکالۍ موخې ترلاسه کړي."

چیلنجونه شتون لري

که څه هم پاکستاني شنونکو د آمريکې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د خان د ژمنې هرکلې کړی، خو چيلنجونه شتون لري.

احسان الله ټيپو محسود، چې په اسلام آباد کې يو ژورنالیسټ دی او د نړیوالو خپرونو لپاره د امنیتي اړیکو په اړه راپورونه ورکوي، وویل، "په واشنګټن کې به د چین په وړاندې د پاکستان تحریک انصاف د رجحان په محتاط ډول بياکتنه کيږي."

محسود نوټ کړه، بل خوا، خان په خپل لومړي خطاب کې د دوه اړخیز درناوي په بنياد د امریکې سره د اړیکو غوښتنه وکړه، چې دا يو داسې موقف دی چې د انتخاباتو نه مخکې د امريکې په اړه د هغه د تنقيد خلاف دی.

رئيس احمد، چې په کراچۍ کې یو سیاسي شنونکی دی، د آمريکې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د خان د ژمنې ملاتړ وکړو.

احمد پاکستان فارورډ ته وویل، "په راتلونکي حکومت کې د پاکستان په بهرنۍ پاليسۍ کې د بدلون به په پراخه کچه هرکلې وشي، خو دا اقدام به ستونزمن وي." "عمران په خپل خطاب کې يو مثبت او پرمختللی موقف څرګند کړو. دا يو ښه فال دی."

احمد وويل، "پاکستان هم د تروریزم او اورپکۍ له امله ځپل شوی دی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه تعلقات او همدارنګه د ګاونډي هيوادونو لکه د افغانستان او هند سره ښه تعلقات په سیمه کې سوله راوستې شي."

افغانستان يوه لویه مسله ده

د شنونکو له مخې، په افغانستان کې جګړه په دې وروستيو کې د آمريکې او پاکستان ترمنځ د اړیکو د خرابوالي اصلي وجه ده.

احمد وويل، "د پاکستان او آمريکې تر منځ د ښه اړيکو لپاره لاره د افغانستان نه تيريږي." "او عمران د پاکستان په پوله باندې د وسله والو ډلو د شتون په اړه خبرې ونه کړې."

افغان او آمریکایي چارواکو بار بار په طالبانو تور لګولی چې دوی د وژونکي بریدونو لپاره په پاکستان کې پټنځايونه استعمالوي. اسلام آباد دا ادعاګانې رد کړي او ادعا کوي چې پاکستاني وسله والې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د افغانستان په سرحدي سیمو کې پټ دي.

د جنورۍ په میاشت کې، واشنګتن د پاکستان لپاره امنیتي مرستې معطل کړې ځکه چې دا په خپله خاوره کې د تروريستي ډلو سره په مبارزه کې ناکامه شو.

د جون په میاشت کې، د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف)، چې د پیسو مینځلو پر ضد يوه نړيواله څارونکي موسسه ده، پاکستان په "خړ ليسټ" کې شامل کړو ځکه چې دا د "ستراتیژیکي نیمګړتیا" له امله توان نه لري چې د پيسو مينځلو او ترهګرۍ سره د مالي مرستې مخه ونيسي.

عمران خان د جولای په ۲۶ مه په خپل خطاب کې د افغانستان سره په ښه تعلقاتو باندې ټينګار وکړو او د پرانیستي سرحدونو او آزاد تجارت وړاندیز يې وکړو.

د هغه دې بيانونو سیاسي شنونکو ته اميد ورکړی چې خان به په سیمه کې سوله راولي، په پولو باندې به تاوتریخوالی کم کړي او سوداګرۍ او د پولې دواړو غاړو تګ راتګ ته به وده ورکړي. که څه هم، اندیښنې شته چې نوی حکومت به د پاکستان د قوي پوځ له کبله توان ونه لري چې د افغانستان په اړه یوه خپلواکه پالیسي جوړه کړي.

اعجاز خان، چې په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکی او په پیښور يونيورسټۍ کې د يو ډپارټمنټ پخوانې غړی دی، وویل، د خان بيانونه په هغه کوششونو تمرکز کوي چې د افغانستان او هند په اړه ګټور پوزيشن ترلاسه کړي او د پاکستان امنیتي پالیسۍ ته وده ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل چې د پاکستان او آمریکې تر مینځ اړیکې یا د نورو هېوادونو ترمنځ اړیکي "د ورکړې راکړې يوه دوامداره پروسه" ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500