تروريزم

پاکستان ژمنه لري چې د ترهګرۍ د تمویل 'د خړ ليسټ' نه د وتلو لپاره عملي پلان تيار کړي

د جاويد محمود لخوا

چارواکي وايي چې پاکستان ګامونه پورته کوي چې د مني لانډرنګ او ترهګرۍ سره د مالي مرستې مخه ونيسي. په دې تصوير کې، د پیسو پلورونکي په اسلام آباد کې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۱۲ مه د پيسو د بدلولو په يو دفتر کې پاکستانۍ روپۍ او آمریکايي ډالرې شماري. [عامر قريشي/ای ايف پي]

چارواکي وايي چې پاکستان ګامونه پورته کوي چې د مني لانډرنګ او ترهګرۍ سره د مالي مرستې مخه ونيسي. په دې تصوير کې، د پیسو پلورونکي په اسلام آباد کې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۱۲ مه د پيسو د بدلولو په يو دفتر کې پاکستانۍ روپۍ او آمریکايي ډالرې شماري. [عامر قريشي/ای ايف پي]

کراچۍ -- د پاکستان حکومت په دې موخه د یو پلان جوړولو ژمنه لري چې د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف) دغه هيواد په تور ليسټ کې د شاملولو نه منع کړي. ايف ای ټي ايف د پیسو مینځلو پر ضد د څار يوه نړیواله موسسه ده.

د مالي چارو نګران وزیرې، شمشاد اختر، د اګست په ۲ مه د نيشنل ايکزيکيټيو کمیټۍ په يوې غونډه کې وویل، پاکستان ټول ممکنه ګامونه پورته کوي چې د ايف ای ټي ايف کاري پلان عملي کړي او د همغږۍ د ښه کولو له لارې د ترهګرۍ سره د مالي مرستې او د پیسو مینځلو په وړاندې مبارزه وکړي.

په یوې اعلامیه کې وویل شول چې ډیرو ښکيل ادارو ځانګړي يونټونه جوړ کړي چې په اغيزمنه توګه د دې پلان پلي کول يقيني کړي.

په اسلام آباد کې د ستراتيژيکي مطالعاتو د انسټيټيوټ د يو راپور له مخې، د ۲۶ نکتو کاري پلان د جون ۲۰۱۸ نه تر سپتمبر ۲۰۱۹ پورې د ۱۵ میاشتو په موده باندې مشتمل دی. د دې نه وروسته به ايف ای ټي ايف د پاکستان د هڅو بیا کتنه وکړي.

حسين لوایي، چې د پاکستان د سټاک ايکسچينج پخوانې چيرمين دی، د جولای په ۷ مه د کراچۍ عدالت ته راځي. هغه د سميټ بينک لميټډ، چيرته چې هغه د نايب چيرمين او د نورو عهدو په توګه کار کړی و، له لارې د میلیاردونو روپو په مني لانډرنګ کيس کې تورن دی. [جاويد محمود]

حسين لوایي، چې د پاکستان د سټاک ايکسچينج پخوانې چيرمين دی، د جولای په ۷ مه د کراچۍ عدالت ته راځي. هغه د سميټ بينک لميټډ، چيرته چې هغه د نايب چيرمين او د نورو عهدو په توګه کار کړی و، له لارې د میلیاردونو روپو په مني لانډرنګ کيس کې تورن دی. [جاويد محمود]

ايف ای ټي ايف د جون په ۲۷ مه پاکستان په خپل خړ لیسټ کې شامل کړو او دا يې څرګنده کړه چې د هیواد مالي سیسټم د مني لانډرنګ او ترهګرۍ سره د مالي مرستې په مخه نیولو کې د "ستراتیژیکي نیمګړتیا" له امله د نړیوال مالي سیسټم لپاره يو خطر دی. [فايل]

ايف ای ټي ايف د جون په ۲۷ مه پاکستان په خپل خړ لیسټ کې شامل کړو او دا يې څرګنده کړه چې د هیواد مالي سیسټم د مني لانډرنګ او ترهګرۍ سره د مالي مرستې په مخه نیولو کې د "ستراتیژیکي نیمګړتیا" له امله د نړیوال مالي سیسټم لپاره يو خطر دی. [فايل]

د مالیې وزارت له مخې، دا پلان تراوسه پورې نه دی خپور شوی.

د ترهګرۍ سره د مالي مرستې پر وړاندې مبارزه کول

ايف ای ټي ايف د جون په ۲۷ مه پاکستان په خپل خړ لیسټ کې شامل کړو او دا يې څرګنده کړه چې د هیواد مالي سیسټم د مني لانډرنګ او ترهګرۍ سره د مالي مرستې په مخه نیولو کې د "ستراتیژیکي نیمګړتیا" له امله د نړیوال مالي سیسټم لپاره يو خطر دی.

په خړ ليسټ کې نور هيوادونه لکه ایران، شمالي کوریا، ایتهوپیا، سربیا، سريلانکا، ټرینینډيډ، ټوبيګو، سوریه، یمن او تیونس شامل دي.

د اسد الله خان، چې د آی ايس آی ايس ریسرچ فیلو دی او دغه راپور يې ليکلې، له مخې، ايف ای ټي ايف په پاکستان ټينګار کړی چې د ترهګرۍ سره د مالي مرستې خطر معلومول، ارزونه او نظارت ښه کړي. د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د کيسونو په وړاندې اصلاحي اقدامات پورته کړي،په غير قانوني توګه د پيسو د لیږلو خلاف قانون پلي کړي او د هغه کسانو په تګ راتګ باندې کنټرول ترلاسه کړي کوم چې د ترهګرۍ سره د مرستې لپاره نقدې پيسې وړي.

په نورو سپارښتونو کې د وفاقي او صوبايي حکومتونو د ادارو ترمنځ همغږي ښه کول، د څارنوالانو او عدلیې لپاره ملاتړ زیاتول، او د نامزد شویو وسله والو په وړاندې مالي بندیزونه پلي کول شامل دي.

په دغه راپور کې ويلی شوي چې پاکستان له مخکې نه د ايف ای ټي ايف د اندیښنو د لرې کولو لپاره کار کوي.

په دغه راپور کې ويلی شوي، حتی په خړ ليسټ کې د شامليدو نه مخکې، پاکستاني څیړونکو د ۱،۳۰۰ نه زيات د غیر قانوني حواله او د پیسو مینځلو کيسونه رجسټر کړې ول.په دې راپور کې د مارچ په مياشت کې د پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د ادارې يو اعلان ته اشاره شوي وه.

پاکستان په صوبو کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په ادارو کې د ترهګرۍ سره د مالي مرستې د مخنيوي لپاره د تحقیقاتو يونټونه هم جوړ کړل او په نوي قانون باندې کار کويچې خیراتي ادارې، غیر دولتي او غیر انتفاعي سازمانونه د قانون لاندې راولي.

د ترهګرۍ د تمویل سره په جدي توګه مبارزه کول

مبشر مير، چې د اردو ژبې د اخبار، ډيلې پاکستان ريذيډنټ مدير دی او د کراچۍ د مديرانو د کلب صدر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، پاکستان په خړ ليسټ کې د شاملولو نه مخکې، ايف ای ټي ايف پاکستان ته ويلې ول چې هغه اقدامات پلي کړي کوم چې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ سره د مالي مرستې مخه نيسي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان دا خبرداری مهم نه و ګڼلې."

هغه وويل، تقريباََ هره مياشت د پيسو د مينځلو يوه لويه پیښه، چې د پاکستان سره تړاو لري، راڅرګنديږي. داسې پیښې نه یوازې د هیواد انځور ته زیان رسوي بلکې هغه اقداماتو ته هم زيان رسوي کوم چې د وسله والو سره د مالي مرستې د مخنيوي لپاره پورته کيږي.

میر وویل، پاکستان د ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې په خړ ليسټ کې وو، خو د دې ليسټ نه وروسته له هغې لرې کړې شو کله چې حکومت او امنیتي ادارو د ايف ای ټي ايف لخوا وړاندیز شوي ګامونه پورته کړل.

هغه وويل، خو پخواني حکومت د عمل ملي پلان په مناسبه توګه پلي نه کړو، چې په نتيجه کې یې پاکستان بيا په ليسټ کې شامل کړی شو.

د بينکونو سره کار کول

ظفر شیخ، چې په کراچۍ کې د سيکيوريټې انويسټمنټ بينک مشر دی او د مالیې په وزارت کې د قرض د مدیریت پخوانې ډايريکټر جنرل دی، وویل، "بينکونه باید خپله څارنه سخته کړي او په شکمنو معاملو باندې نظر وساتي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، بينکونه باید د "خپل پیرودونکی وپیژنئ" په نامه پاليسي پلي کړي او کوم کسان او یا کمپنۍ چې د پیسو په مینځلو او تروریزم سره په مرسته کې ښکیل وي، د هغوی راپور د وفاق د تحقیقاتو ادارې او د پاکستان سټيټ بينک ته ورکړي.

هغه وويل، که چیرې يو کس یا کمپني په یو اکاونټ کې په ملیونونو روپۍ ترلاسه کړي، نو د بينک چارواکو له پکار ده چې د دغه عوایدو سرچینه معلومه کړي او که چیرې دا په غیرقانوني توګه لیږدول شوي وي نو د دې خلاف ګامونه پورته کړي.

هغه وويل، د هغه ۱۰ ميليارده ډالرو (۱.۲ ټريليونه پاکستانۍ روپۍ) نه زياتې پيسې د جعلي درآمداتو د آرډرونو له لارې د پاکستان نه نورو هېوادونو ته منتقل شوي وې او پکار ده د دې څیړنه وکړل شي.

شیخ د حسين لاوايي، چې د سميټ بينک لميټډ نايب چيرمين او د پاکستان سټاک ایکسچینج چيرمين و، کيس ته اشاره وکړه چې پوليسو د جولای په ۶ مه د خپل بينک او نورو بينکونو له لارې د ۱۲ ميليونو ډالرو (۱.۴ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) د ليږلو د الزام له کبله ونيولو.

د پاکستان د سيکيوريټيز او ایکسچینج کمیشن په سپارښت، پاکستان سيکيوريټيز ايکسچينج د جولای په ۱۰ مه لاوايي د چيرمين د پوسټ نه لرې کړو. لاوايي وايي چې هغه بې ګناه دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500