ټاکني

پاکستاني ووټ ورکوونکي د ځوان او تعلیم يافته اميدوارانو په حق کې افراطیت ردوي

د جاويد خان لخوا

د پاکستان تحریک انصاف اميدوار مراد سعید د جولای په ۲۲ مه په خپور شوی تصوير کې په يو کمپاين کې خبرې کوي. سعید ۷۱،۶۰۰ ووټونه ترلاسه کړل او د قومي اسمبلۍ د حلقه اين ای-۴ سوات-۳ نه يې انتخابات وګټل. هغه په هغه ځوانانو کې دی چې په پاکستان کې په سیاست کې بدلون راولي. [مراد سعید / فيس بوک]

د پاکستان تحریک انصاف اميدوار مراد سعید د جولای په ۲۲ مه په خپور شوی تصوير کې په يو کمپاين کې خبرې کوي. سعید ۷۱،۶۰۰ ووټونه ترلاسه کړل او د قومي اسمبلۍ د حلقه اين ای-۴ سوات-۳ نه يې انتخابات وګټل. هغه په هغه ځوانانو کې دی چې په پاکستان کې په سیاست کې بدلون راولي. [مراد سعید / فيس بوک]

پیښور -- نتيجې ښیي چې په پاکستان کې ووټ ورکوونکو په وروستیو انتخاباتو کې د هغه اميدوارانو سره د مرستې نه انکار وکړو کومو چې افراطي نظریات لرل او د دې پر ځای يې د ځوانانو او تعليم يافته اميدوارانو ملاتړ وکړو.

ووټ ورکوونکو تقريباََ هغه ټول اميدواران په انتخاباتو کې رد کړل کوم چې د سخت دريځو ډلو لخوا ټاکل شوي ول. په دغه اميدوارانو کې د قومي اسمبلۍ او د پاکستان د څلورو صوبو اميدواران شامل ول.

یوسف علي، چې په پیښورکې یو ژورناليسټ دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په خیبر پښتونخواه کې د بنسټپالو ډلو لخوا ټاکل شوي ټول اميدواران د خپلو مخالفينو په لاس ماتې ترلاسه کړو."

پاکستان راه حق پارټۍ، چې د منع شوي اهل سنت والجماعت (ای ايس ډبليو جی) يو ډله ده، په ټول هیواد کې یو سيټ هم ونه ګټلو. د اهل سنت والجماعت مشر ابراهیم قاسمي پخپله په حلقه پي کې-۷۵ (لکي مروت-۲) کې ماتې ترلاسه کړو.

د تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) پارټۍ مشر، خادم حسین رضوي (مخې ته په منځ کې)، د جولای په ۳۰ مه په لاهور کې د ميډيا سره خبرې کوي. [عارف علی/ ای ايف پي]

د تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) پارټۍ مشر، خادم حسین رضوي (مخې ته په منځ کې)، د جولای په ۳۰ مه په لاهور کې د ميډيا سره خبرې کوي. [عارف علی/ ای ايف پي]

حفیظ سعید (په منځ کې)، چې د يوې مشهورې ترورسيتي ډلې باني دی، د خپلې نوې جوړې شوې سیاسي پارټۍ، االله اکبر تحریک، د غړو سره لاسونه اوچتوي، په داسې حال کې چې دوی د جولای په ۲۱ مه په اسلام اباد کې په يوې غونډه کې ګډون کوي. [عامر قريشي/ ای ايف پي]

حفیظ سعید (په منځ کې)، چې د يوې مشهورې ترورسيتي ډلې باني دی، د خپلې نوې جوړې شوې سیاسي پارټۍ، االله اکبر تحریک، د غړو سره لاسونه اوچتوي، په داسې حال کې چې دوی د جولای په ۲۱ مه په اسلام اباد کې په يوې غونډه کې ګډون کوي. [عامر قريشي/ ای ايف پي]

په پیښور کې په ساين بورډ باندې د ابراهيم قاسمي، چې د راه حق پارټۍ مشر دی، تصوير لګيدلی دی. هغه د جولای په ۲۵ مه د خيبر پښتونخواه د اسمبلۍ د سيټ لپاره په انتخاباتو کې ماتی ترلاسه کړو. [جاوید خان]

په پیښور کې په ساين بورډ باندې د ابراهيم قاسمي، چې د راه حق پارټۍ مشر دی، تصوير لګيدلی دی. هغه د جولای په ۲۵ مه د خيبر پښتونخواه د اسمبلۍ د سيټ لپاره په انتخاباتو کې ماتی ترلاسه کړو. [جاوید خان]

علي وويل، "قاسمي د پاکستان تحریک انصاف اميدوار واجد لله، او د عوامي نيشنل پارټۍ سيد عاقل شاه په مقابله کې ۶،۲۳۲ ووټونه ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې واجد الله او سيد عاقل شاه ۲۷،۶۵۹ او ۸،۴۸۴ ووټونه په ترتيب سره ترلاسه کړل."

هغه زياته کړه، ظفر علي، چې د الله اکبر تحريک (ای ای ټي) اميدوار دى، په پي کې-۷۵ کې ۲۸۳ ووټونه ترلاسه کړل. دا پارټي د ملي مسلم ليګ استازيتوب کوي، چې يوه سياسي پارټي ده او تیرکال د حافظ سعید د جماعت الدعوا (جی يو ډي) لخوا جوړه شوي وه. جماعت الدعوا د وسله وال لشکر طیبه يوه خيراتي ډله ده.

د پاکستان د انتخاباتو کميشن د جون په مياشت کې ايم ايم ايل د سیاسي پارټۍ په توګه د رجسټر کولو نه منع کړه.

د حافظ سعید زوی طلحه سعید او د هغه زوم خالد ولید دواړه د الله اکبر تحريک د چهتر لاندې انتخاباتو ته ولاړ ول. دواړو انتخابات وبايلل، لکه څنګه چې د دې پارټۍ نورو اميدوارانو انتخابات بايللې ول.

په عین حال کې، د تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) اميدوار، شکيل علي شاه، په پي کې-۷۵ کې ۲۳۳ ووټونه ترلاسه کړل. تحريک لبيک د سخت دریځې ډلې تحریک لبيک یا رسول الله پاکستان، چې يو مذهبي تحريک دی او خادم حسين رضوي يې مشري کوي، سياسي ډله ده.

د علي له مخې، چارواکو په غلطۍ سره د تحريک لبيک پاکستان يو اميدوار، حيدر علي شاه، په حلقه پي کې-۶۴ ( نوشهره-۴) کې بريالي وګرځولو. هغوی وروسته دا غلطي لرې کړه -- او د خیبر پښتونخواه پخوانې وزیر اعلی پرویز خټک د پي ټي آی پارټۍ نه د شاه د ۳،۹۵۳ ووټونو په مقابله کې ۳۸،۲۳۴ ووټونه ترلاسه کړل.

تحريک لبيک پاکستان په ټول هيواد کې ۱۸۰ اميدواران انتخاباتو ته ودرولې ول. يوازې دوو اميدوارانو د سيند په صوبايي اسمبلۍ کې سيټونه ترلاسه کړل او په قومي اسمبلۍ کې يې يو سيټ هم ونه ګټلو.

نورو مذهبي پارټو، چې کم افراطي فليټ فارمونه لري، په انتخاباتو کې ډيره خرابه کارکردګي وښودله. د اسلامي پارټو مشران ناکامه شول او په خپلو حلقو کې يې سيټونه ترلاسه نه کړل.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په دير کې د پاکستان تحریک انصاف اميدوار په مقابله کې ماتې ترلاسه کړو.

د جمعیت علماء اسلام مشر فضل الرحمان (جې یو آی-ايف) په ډیره اسماعيل خان کې په دوو حلقو کې د قومي اسمبلۍ د سيټونو لپاره انتخابات وبايلل. د پاکستان تحریک انصاف اميدوارانو په دواړو حلقو کې هغه ته ماتې ورکړه.

اکرم خان دراني، چې د خیبر پښتونخواه پخوانې وزیر اعلی او د متحده مجلس عمل (ايم ايم ای) غړی و، په حلقه اين ای-۳۵ (بنو) کې د پي ټي آی چيرمين عمران خان په مقابله کې انتخابات وبايلل. د هغه پارټۍ په قومي اسمبلۍ کې په ۲۰۰۲ کال کې د ۶۳ سيټونو په پرتله یوازې ۱۲ سيټونه ترلاسه کړل.

افراطیت ردول

عمير خان، چې د پي ټي آی ویاند دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "[ووټ ورکوونکو] افراطي عناصر رد کړي دي او په ټول هېواد کې يې د ځوان او تعلیم يافته اميدوارانو لپاره ووټونه ورکړي دي."

هغه زیاته کړه چې پاکستان تحریک انصاف په ټول هيواد کې یو شمیر ځوانانو او ښځو ته ټکټونه ورکړل، چې په دې کې زياتره اميدوارانو د ۲۰ او ۳۰ کالو نه لږ زيات عمرونه لرل.

خان وويل، "دا ټول ځوانان او ښځې چې صوبايي او قومي اسمبليو ته به ځي، تعليم يافته دي او د خپلو زدکړو په ډګر کې امتياز لري."

پاکستان تحریک انصاف په حلقه پي کې-۱۰ (دير-۱) کې، چې د ملاکنډ ډويژن تر ټولو زياته محافظه کاره سيمه ده، یوه ښځینه اميدواره حميده شاهد انتخاباتو ته ودروله. ملاکنډ په تیرو کلونو کې د طالبانو تر نفوذ لاندې و.

که څه هم ګټونکی د پاکستان پيپلز پارټۍ ملک بادشاه صالح و او ۲۰،۹۳۶ ووټونه يې ترلاسه کړل، خو حمیدې په دغه حلقه کې ۱۰۹۰۴ ووټونه ترلاسه کړل چيرته چې په تاریخ کې ښځو ته د ووټ ورکولو اجازه نه ده ورکړل شوي. په دغه سیمه کې ډیرو ښځو د جولای په میاشت کې په لومړي ځل ووټونه واچول.

پروفیسر یاسمین علي، چې په لاهور کې یوه کالم ليکونکي او سیاسي شنونکي ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "د افراطي پارټو اميدواران ردول د پاکستان د خلکو، چې د افراطيت لخوا يې ډير زيات زيانونه ترلاسه کړي دي، يو پام وړ چلند په ګوته کوي."

داسې عناصرو ته به په قامي بهير کې هله هرکلی وويل شي که چیرې دوی افراطیت رد کړي او تحريري حلف ورکړي او ژمنه وکړي چې دوی به په راتلونکي کې په دې ډول فعالیتونو کې برخه نه اخلي.

یاسمین وويل، "تقريباََ ټول اميدواران، چې دې پارټو په سيمه کې انتخاباتو ته ودرولی ول، ماتې ترلاسه کړو، يوازې يو يا دوو اميدوارانو په سيند کې انتخابات وګټل."

اندیښنې پاتې دي

ای ايف پي راپور ورکړو، که څه هم په ۱،۵۰۰ اميدوارانو کې، چې افراطي اسلامي پارټو انتخاباتو ته ودرولی ول، يو څو سيټونه وګټل، خو دغه پارټو چې څومره ووټونه ترلاسه کړي دي، د اندیښنې خبره ده.

د پاکستان د انتخاباتو کميشن له مخې، ټي ايل پي د قومي اسمبلۍ لپاره په لومړي ځل په انتخاباتو کې ۲.۲۳ ميليونه او د صوبايي اسمبلۍ ۲.۳۸ ملیونه ووټونه ترلاسه کړل.

الله اکبر تحريک د ۴۳۵،۰۰۰ نه زيات قومي او صوبایي ووټونه ترلاسه کړل.

سیاسي شنونکي، فیضي زکا، ای ايف پي ته وویل، "په مجموعي توګه د ووټونو شمیر ډیره د حیرانتیا خبره ده"

د زکا په وینا، د دوی ګڼ شمير ووټ ورکوونکي به دوی ته په سیاسي پروسه کې پياوړتيا ورکړي.

هغه ای ايف پي ته وویل، "د دې انتخاباتو په اړه په زړه پورې خبره دا ده ... چې دا به پنځه کاله وروسته د پاکستان لپاره کوم ډول چاپيريال رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د اسلامي پارټو د ناکامۍ اصلي وجه پلان شوي او کنټرول شوي انتخابات دي

ځواب

جهاد به د قیامت تر ورځې پورې جاري وي

ځواب