ټاکني

د ښځینه ووټ ورکوونکو زیاتوالی د پاکستان د جمهوريت لپاره يو نوی دور دی

د محمد آهل لخوا

ښځې په قطار کې ولاړي دي او دوی د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۵ مه په لاهور کې د يو پولنګ سټيشن نه بهر د ووټ اچولو لپاره انتظار کوي. [عارف علی/ای ايف پي]

ښځې په قطار کې ولاړي دي او دوی د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۵ مه په لاهور کې د يو پولنګ سټيشن نه بهر د ووټ اچولو لپاره انتظار کوي. [عارف علی/ای ايف پي]

پیښور -- په دې کال کې عمومي انتخاباتو د ووټ ورکولو یو نوی دور رامنځته کړو ځکه چې ډیرې پاکستانۍ ښځو، چې پخوا ټولنیزو او کلتوري رواجونو د ووټ ورکولو نه منع کړي وې، په لومړي ځل په انتخاباتو کې ووټونه واچول.

د ډیرو ښځو لپاره، په عمومي انتخاباتو کې ووټ ورکول مخکې یو خوب وو. د مذهبي افراطيانو، سختو ټولنیزو او فرهنګي رواجونو اثرات او حتی د ځايي سیاسي پارټو لخوا د بندیزونو په اړه موافقه معنا لري چې ښځې به د خپلو کورونو نه د ووټ ورکولو لپاره ډيرې کمې راوتلې.

ښځې د پاکستان په انتخاباتو کې د وړ ووټ ورکوونکو ۴۴.۱٪ برخه ده. دا انتخابات د جولای په ۲۵ مه ترسره شول.

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن (اي سي پي) په دې کې خپله مرسته وکړه او په عمومي انتخاباتو کې يې د ښځو لپاره د قومي سيټونو ۵٪ کوټه مقرر کړه، او همدارنګه په ملي او صوبايي اسمبليو کې يې د ښځو لپاره سيټونه وساتل. اي سي پي دا هم واضحه کړه چې دا به په هغه حلقو کې نتيجې ونه مني چیرته چې د ښځینه ووټ ورکوونکو مجموعي شمير د ۱۰٪ نه کم وي.

ښځینه ووټ ورکوونکي د جولای په ۲۵ مه په مهمند ضلع کې په عمومي انتخاباتو کې د ووټ ورکولو لپاره په قطار کې انتظار کوي. [عالمګیر خان]

ښځینه ووټ ورکوونکي د جولای په ۲۵ مه په مهمند ضلع کې په عمومي انتخاباتو کې د ووټ ورکولو لپاره په قطار کې انتظار کوي. [عالمګیر خان]

يوه ښځه په ډيره اسماعيل خان ضلع کې د جولای په ۲۵ مه په عمومي انتخاباتو کې خپل ووټ اچوي. [محمد آهل]

يوه ښځه په ډيره اسماعيل خان ضلع کې د جولای په ۲۵ مه په عمومي انتخاباتو کې خپل ووټ اچوي. [محمد آهل]

د بشري حقوقو څارونکو، د ښځو د حقونو فعالینو او پاکستانۍ ښځې د دې اقداماتو هرکلې کوي او دا يو مهم ګام ګڼي چې دا به ښځو ته مساوي حقونه برابر کړي.

ښځې په ټول هیواد کې په قطارونو کې لیدل کیږي

د ۱۹۷۷ کال راهيسې، د بره دير په ډیرو برخو کې ښځو په لومړي ځل ووټ ورکړو.

زاهد جان، چې د سما ټي وي يو ژورناليسټ دی، پاکستان فارورډ ته وويل، په ايتهنز کوټ کلي کې هم ښځو په لومړي ځل ووټ واچوو.

هغه وويل، ګڼ شمير ښځو د بره دير په سنګور نهاکدره، جګام او جانيا سيمو کې د ووټ ورکولو لپاره په قطارونو کې انتظار وکړو.

فوزيا خان، چې د ای آر وايي نيوز سره د يو ژورناليستې په توګه کار کوي، پاکستان فارورډ ته وويل، ښځې په لومړي ځل د مهمند ضلعې په بايزۍ تحصیل کې، د افغانستان د پولې په اوږدو کې، په انتخاباتو کې ووټ اچوي. هغې زياته کړه، چې ځايي رواجونو او د وسله والو ګواښونو مخکې ښځې د ووټ ورکولو نه منع کړې وې.

د ځايي چارواکو له مخې، د جنوبي وزيريستان په کوټکي، چې د ۲۰۰۲ کال راهیسې د تحریک طالبان پاکستان وژل شوی مشر حکيم الله محسود ځای و، کې هم د ښځينه ووټ ورکوونکو ورته شمير ليدل شوی و. ښځو د پخواني قبايلي ايجنسو په نورو سيمو کې له سخت امنيت سره ووټ واچوو.

په خيبر پښتونخواه کې د کوهستان ضلعې په کوز کوهستان، کوليا پالک کوهستان او بره کوهستان کې د ښځينه ووټ ورکوونکو شمير د تیرو کلونو په پرتله زيات و.

په تهر کې، ښځو یوه مهمه لاسته راوړنه ترلاسه کړه او په دوو حلقو کې يې تر ټولو نه زيات تقريباََ ۷۰٪ ووټونه واچول.

د وخت سره بدلون

د ۲۰۱۳ کال په انتخاباتو کې، په سياسي پارټو، د جماعت اسلامي په شمول، تورونه لګيدلي ول چې دوی ښځينه ووټ ورکوونکي د ووټ ورکولو نه منع کړي وې، خو دا ځل حالات بدل ول.

سراج الحق، چې د جماعت اسلامي مشر دی او په قومي اسمبلۍ کې د اين ای-۷ (کوز دير) نه انتخاباتو ته ولاړ و او انتخابات يې وبايلل، پاکستان فارورډ ته وويل، "د جماعت اسلامي د ښځو څانګه په فعاله توګه ښځینه ووټ ورکوونکي هڅوي چې بهر ته راوځي."

شبين آياز، چې په خيبر پښتونخواه کې د ښځو د حقونو لپاره د عورټ فاونډيشن ريذيډنټ ډايريکټره ده، وويل، "دا یوه ښه نښه ده چې ښځې په لومړي ځل په فاټا او د دير په ځينو سیمو کې، چيرته چې مخکې ښځې د ووټ ورکولو نه منع کړې شوي وې، ووټ اچوي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "دا به نورې ښځې وهڅوي چې بهر ته راوځي." "ښځې پوهیږي چې دوی ټولنیز او کلتوري رواجونه ماتوي. دا یو هڅونکي نښه ده چې دوی د خپلواکۍ او د مساواتو په لور روان دي."

سميرا شمس، چې د خيبر پښتونخواه په اسمبلۍ کې تر ټولو ځوانه غړي جوړه شوه، وویل، "اوس حالات بدل دي."

هغې وویل، پاکستان تحریک انصاف تل ښځې، په ځانګړي توګه ځوانې ووټ ورکوونکي، هڅولي دي، او د پاکستان تحریک انصاف اوسنی بریالیتوب د دغې پالیسۍ، چې ټولو ښځو ته د ژوند په هر میدان کې مساوي حقوق ورکوي، نتيجه ده.

چيلنجونه شتون لري

د دې کال په انتخاباتو کې د لاسته راوړنو سره سره، چيلنجونه شتون لري.

د مثال په توګه، هغه ښځې، چې په لومړي ځل يې د ووټ ورکولو له لارې د نارينو د مخالفت کولو ژمنه لرله، په اوسني انتخاباتو کې يې خپل جمهوري حق استعمال نه کړو ځکه چې دوی د خپلو میړونو د ګواښونو سره مخامخ وې.

نارینه مشرانو په مهري پور کې، چې د ملتان نه ۶۰ کلوميټره لرې دی، له ۱۹۴۷ کال راهيسې ښځې د ووټ ورکولو نه منع کړي دي او له هغه وخت راهيسې ښځو د هغوی تابعداري کړي ده.

د انتخاباتو د چارواکو له مخې، تقريباََ ۳،۲۰۰ ښځې په مهري پور کې د انتخاباتو په ليسټ کې ثبت شوي وې -- خو یوې ښځې هم خپل ووټ نه دی استعمال کړی.

تانيا بي بي، چې ۲۵ کاله عمر لري او د پولنګ سټيشن سره نژدې تيره شوه او پولنګ سټيشن ته داخله نه شوه، ای ايف پي ته وويل، چې "موږ د خپلو میړونو لخوا د ګواښونه سره مخامخ يو او دوی به مونږ ته طلاق راکړي که چيرې مونږ ووټ واچوو."

محمد شمشیر ای ايف پي ته وويل، "موږ دلته راغلې یو چې خپل ووټ واچوو، خو زموږ میرمنو خپل ووټونه وا نه چول ځکه چې دا زموږ پخوانې رواج دی او موږ دا جاري ساتو."

حتی قیصر عباس، چې يو وکيل دی او د ښځو د ووټ لپاره یې کمپاین کړی و، وویل چې هغه خپله ښځه پولنګ سټيشن ته را نه وستله، او وضاحت يې وکړو: "زه ويريدم ... چې د کلي خلک به زما د کورنۍ نه بايکاټ وکړي."

د یوې نادولتي مؤسسې غړي، بسم الله ارم، وویل چې په کلي کې په جوماتونو کې اعلانونه وشول او خبرداری يې ورکړو چې ښځینه ووټ ورکوونکي بايد پولنګ سټيشن ته را نه شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500