اسلام آباد -- په پاکستان کې په عمومي انتخاباتو کې د غوره بريا نه وروسته، پاکستان تحریک انصاف د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۳۰ مه) د مخلوط حکومت جوړولو لپاره د آزادو او وړو پارټو سره خبرو اترو ته دوام ورکړو.
پاکستان تحريک انصاف د عمران خان تر مشرۍ لاندې د جولای په ۲۵ مه په انتخاباتو کې ۱۱۶ سيټونه ترلاسه کړل، خو دا د هغه ۱۳۷ نه کم دي کوم چې د ساده اکثریت لپاره ضروری وي. قومي اسمبلي ۳۴۲ سيټونه لري، چې په دې کې ۲۷۲ په مستقیم ډول ټاکل کيږي.
د پارټۍ د ویاند، فواد چوهدري، د وینا له مخې، پاکستان تحریک انصاف د حکومت جوړولو لپاره د احتمالي ايتلافي شریکانو سره خبرې اترې پیل کړي دي.
د پاکستان تحریک انصاف استازي نعیم الحق د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "موږ تمه لرو چې عمران خان به د اګست د ۱۴ مې نه مخکې د وزیراعظم په توګه حلف اوچت کړي."
مخالفې پارټۍ احتجاج کوي
حق دا بيان یوه ورځ وروسته له هغې ورکړو کله چې مخالفو پارټو اعلان وکړو او د احتجاجي "تحریک" د پيلولو ژمنه یې وکړه، ځکه چې د درجن نه زیاتو پارټو، چې د ټولو پارټو کانفرنس په نامه ياديږي، ژمنه وکړه چې د انتخاباتو د نتيجو خلاف احتجاج وکړي.
په عين حال کې، په دغه ګروپ کې ځینې پارټۍ متفق نه وې. ځينو پارټو د قومي اسمبلۍ نه د بايکاټ کولو ژمنه وکړه او ځينو پارټو د نوي انتخاباتو غوښتنه وکړه.
ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۳۰ مه) راپور ورکړو چې دوو لویو پارټو -- پاکستان مسلم لیګ نواز (پي ايم ايل اين) او پاکستان پیپلز پارټي (پي پي پي) -- د پارلمان نه بايکاټ کول رد کړل او د دې پر ځای يې دا غوره کړه چې په پارلمان کې د اپوزيشن په توګه رول ولوبوي او "ګډه ستراتیژي" جوړه کړي.
د جولای په ۲۵ مه د عمومي انتخاباتو نه وروسته، دا معاهده د يکشنبې په ورځ (د جولاى په ۲۹ مه) په لومړي ځل د پي ايم ايل اين او د پي پي پي د مشرانو ترمنځ وشوه.
غني مبارکي وړاندې کوي
په عين حال کې، افغان صدر اشرف غني خان ته د هغه د بريا له کبله مبارکي ورکړه.
غني په يو ټويټ کې وويل، "ما د پي ټي آی عمران خان سره اوس خبرې وکړې او هغه ته مې په پارلماني انتخاباتو کې د بريا له کبله مبارکي ورکړه. موږ دواړو موافقه وکړه چې تير وخت هير کړو او د دواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان د سوکاله سیاسي، ټولنیز او اقتصادي راتلونکي لپاره یو بنياد کيږدو."
غني دا هم وویل چې هغه خان ته کابل ته د راتلو لپاره بلنه ورکړه.
هیڅ نه
ځوابتبصرې 4
هو
ځوابتبصرې 4
مهرباني وکړئ موږ ته ووایئ چې کله به د لسم د نتيجو اعلان کيږي؟
ځوابژر به راشي.
ځوابتبصرې 4