ټاکني

د انتخاباتو نه وروسته د پاکستان ۵ ستر چيلنجونه

ای ايف پي

د عمومي انتخاباتو نه يوه ورځ وروسته، پاکستانيان په اسلام اباد کې د جولای په ۲۶ مه د سهار ورځپاڼې لولي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

د عمومي انتخاباتو نه يوه ورځ وروسته، پاکستانيان په اسلام اباد کې د جولای په ۲۶ مه د سهار ورځپاڼې لولي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان راتلونکی حکومت به د يو شمير چيلنجونو سره مخ شي، چې په دې کې د آبادۍ زياتوالی او په پراخه کچه افراطیت شامل دي.

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) چيرمين عمران خان په يو ښه پوزيشن کې دی چې د هیواد راتلونکی وزير اعظم جوړ شي.

د جمعې په ورځ (د جولای په ۲۷ مه) د پاکستان د انتخاباتو د کميشن له خوا د خپور شوي نتيجو له مخې، پاکستان تحریک انصاف په پارلمان کې پريکنده سيټونه ترلاسه کړل، خو هغه ۱۳۷ سيټونه يې ترلاسه نه کړل کوم چې د حکومت د جوړولو لپاره ضروري وي، نو له دې امله پاکستان تحریک انصاف ته به د مخلوط حکومت جوړولو ضرورت وي.

پرته له دې چې څوک به حکومت ولري، نويو حکمرانانو له به پکار وي چې په چټکۍ سره سختې فيصلې وکړي.

شنونکي خبرداری ورکوي، پاکستانیان د جولای په ۱۷ مه په کراچۍ کې لوخي د اوبو نه ډکوي. که چیرې چارواکو په چټکۍ سره د اوبو د کمي مسله حل نه کړه، نو پاکستان د ماحولياتي تباهۍ سره مخامخ کيدی شي. [آصف حسن/ای ايف پي]

شنونکي خبرداری ورکوي، پاکستانیان د جولای په ۱۷ مه په کراچۍ کې لوخي د اوبو نه ډکوي. که چیرې چارواکو په چټکۍ سره د اوبو د کمي مسله حل نه کړه، نو پاکستان د ماحولياتي تباهۍ سره مخامخ کيدی شي. [آصف حسن/ای ايف پي]

په ګلګت - بلتستان کې ستپاره ډيم. رسمي اټکلونه ښیي چې د ۲۰۲۵ کال پورې به هیواد د اوبو د "زيات کمي" سره مخ شي. [واپډا]

په ګلګت - بلتستان کې ستپاره ډيم. رسمي اټکلونه ښیي چې د ۲۰۲۵ کال پورې به هیواد د اوبو د "زيات کمي" سره مخ شي. [واپډا]

لاندې ذکرشوي مسلې هغه لويي مسلې دي چې پاکستان ورسره مخامخ دی:

افراطيت

په وروستیو کلونو کې د وسله والو ډلو په وړاندې د مبارزې نه وروسته په پاکستان کې امنیت ډير ښه شوی دی.

خو شنونکو خبرداری ورکړی چې پاکستان د افراطیت اصلي لاملونه له منځه نه دي وړي، او وسله وال اوس هم ستر بریدونو ترسره کولی شي.

په دې انتخاباتو کې، په سیاسي پیښو باندې د بريدونو په يوې لړۍ کې د ۱۸۰ نه زيات کسان ووژل شول، چې په دې کې د پاکستان په تاريخ کې دویم تر ټولو خونړی برید شامل و.

شنونکي خبرداری ورکوي چې وسله وال بیا منظم کيدی شي او غواړي چې د څو کلونو له ناکامۍ وروسته بیرته خپل ځان ښکاره کړي.

اقتصاد

د پاکستان راتلونکی حکومت د پيسو د بیلانس د زياتيدونکي بحران سره مخامخ دی او کارپوهان فکر کوي چې د دې زياتيدل به دا مجبوره کړي چې په پنځو کالو کې د انټرنيشنل مانيټري فنډ نه د قرضې دويم قسط ترلاسه کړي.

مرکزي بينک د بهرني اسعارو ذخیرې د کميدو سره مخامخ دی او د روپۍ قدر کموي چې د پراخې سوداګرۍ خساره کمه کړي. په دې مياشت کې د روپۍ قدر ۵٪ کم شو.

پاکستان، چې د اوږدې مودې راهيسې یې په درآمداتو باندې تکیه کړې، د موادو اخيستل يې زیات کړل چې د ګڼ شمير ملیارده ډالرو د انفراسټرکچر پروجيکټونو په جوړولو کې مرسته وکړي. له دې امله ويره رامنځته شوه چې آيا اسلام آباد د دغه موادو د اخيستلو لپاره وړتیا لري.

په عین حال کې، براآمدات، لکه د کپړو برامدات، هم کم شوي دي ځکه چې سیمه ییز سیالي کوونکي، د چين په شمول، ارزان محصولات برآمد کوي، په داسې حال کې چې بهرنۍ پيسې -- چې د اقتصاد يوه لويه برخه ده -- هم کمې شوي دي.

اقتصاد د تېلو د لوړو بیو له امله هم د زيان سره مخامخ شوی ی.

د آبادۍ زياتوالی

د نړیوال بينک او حکومتي ارقامو له مخې، پاکستان په ايشيا کې د زیږون ترټولو لوړه کچه لري، چې هره يوه ښځه درې ماشومان لري.

د تیر کال مردم شماري ښيي چې، د ۱۹۶۰ کال راهيسې، د زيږون د دې شرحې له کبله په آبادۍ کې پنځه چنده زیاتوالی راغلی دی، او اوس تقريباََ ۲۰۷ ميليونو ته نژدې ده.

څارونکو خبرداری ورکړی چې د آبادۍ زياتوالی په هیواد کې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، چې ډير په ګرانه ترلاسه شوی دی، ته زيان رسوي.

د دې مسلې نه علاوه، په عامو خلکو کې د حمل کنټرولولو په اړه خبرې کول ممنوع دي.

شنونکي وايي چې تر څو چې د آبادۍ د کميدو لپاره زيات ګامونه نه وي پورته شوي، نو د هیواد طبیعی سرچینې -- په ځانګړې توګه د څکلو اوبه -- به د خلکو لپاره کافي نه وي.

د اوبو کمی

شنونکي وايي، که چيرې چارواکيد اوبو د کمي مسله په چټکې سره حل نه کړي، نو پاکستان د ماحولياتي تباهۍ سره مخامخ کيدی شي.

د ملګري ملتونو له مخې، رسمي ارقام ښیي چې د ۲۰۲۵ کال پورې به دا هیواد د اوبو د "زيات کمي" سره مخامخ شي، چې هر يو کس به د ۵۰۰ کیوبک ميټره نه کمې اوبه لري -- چې دا په صومالیا کې د اوبو د دریمې برخې برابره ده.

پاکستان د همالیا ګیلشيرونه، سیندونه، د پشکال بارانونه او سیلابونه لري -- خو دا په جنوبي افريقا او يا کنيډا کې د ۱،۰۰۰ ذخيرو په نسبت د اوبو صرف درې لويې ذخیرې لري.

د دې د وجې اضافي اوبه ژر ضایع کیږي.

سیاسي نوښت به د انفراسټرکچر د جوړولو لپاره ضروری وي چې دا بحرانونه ختم کړي. د اوبو د ساتنې په اړه په عامو خلکو کې هم ډیر لږ شعور شتون لري.

د حکومت او پوځ ترمنځ اړيکې

پاکستان په خپل ۷۱ کاله تاريخ کې تقريباََ نیمه موده د پوځي واک لاندې تير کړي ده، او د ملکي حکومتونو او وسله والو ځواکونو ترمینځ خرابې اړيکې دجمهوريت او پرمختګ په لاره کې يو خنډ ګڼل کیږي.

فعالانو او ډېرو مهمو ژورنالیستانو په پوځ تور لګولی چې دا هڅه کوي چې په پوليسو او ميډيا باندې د فشار له لارې حکم منونکی حکومت راولي. پوځ دا تورونه ردوي.

راتلونکی حکومت دا ذمه واري لري چې د دواړو واکونو ترمنځ د نازک توازن د خرابولو نه بغير د هیواد د چيلنجونو سره مقابله وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جناب .....        زبردست ..... احترام

ځواب

زه فکر کوم چې تر ټولو لويه ستونزه کرپشن او خرابه حکومتداري ده .د دې بنياد لاقانونيت او د قانون د حاکمیت نشتوالی دی.

ځواب