ټاکني

عمران خان د بريا اعلان کوي په داسې حال کې چې خلک د رسمي نتيجو په انتظار کې دی

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

پاکستانیان د کرکټ چيمپين عمران خان په حق کې د غیر رسمي نتيجو نه وروسته د خپلو خيالاتو اظهار کوي. [جسټین جيرارډي، راتب نوري/ای ايف پي ټي وي/ ای ايف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان تحریک انصاف چيرمين عمران خان د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۲۶ مه) په عمومي انتخاباتو کې د برياليتوب اعلان وکړو او د خلکو لپاره يې "په پالیسۍ کې په پراخه کچه د بدلونونو" ژمنه وکړه.

هغه دغه اعلان د پاکستان د انتخاباتو د کميشن د رسمي نتيجو نه وړاندې وکړو او مخالفي پارټۍ په انتخاباتو کې د دهاندلي تورونه لګوي.

'د خلکو لپاره پالیسۍ'

خان د قوي ادارو ژمنه وکړه او ويې ويل "چې د هر يو کس به احتساب کیږي."

هغه وویل، "نن موږ د [نورو هیوادونو] څخه وروسته یو، ځکه چې د واک لرونکو لپاره يو شان نظام او د عامو خلکو لپاره بل شان نظام دی."

د پاکستان تحریک انصاف ملاتړي په راولپنډۍ کې د جولای په ۲۵ مه وروسته له هغې جشن کوي کله چې په عمومي انتخاباتو کې د ووټونو ورکولو وخت پای ته ورسيدو. خان د جولای په ۲۶ مه د بریا اعلان وکړو، په داسې حال کې چې خلک د پاکستان د انتخاباتو د کميشن نه د رسمي نتيجو انتظار کوي. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

د پاکستان د انتخاباتو چارواکي د جولای په ۲۵ مه په کراچۍ کې په يو پولنګ سټيشن کې ووټونه شماري. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د پاکستان د انتخاباتو چارواکي د جولای په ۲۵ مه په کراچۍ کې په يو پولنګ سټيشن کې ووټونه شماري. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان په اسلام آباد کې په بني ګاله کې په يو ويډيويي خطاب کې د پاکستان په عمومي انتخاباتو کې د بریالیتوب اعلان کوي. [عمران خان/ فیس بوک]

د تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان په اسلام آباد کې په بني ګاله کې په يو ويډيويي خطاب کې د پاکستان په عمومي انتخاباتو کې د بریالیتوب اعلان کوي. [عمران خان/ فیس بوک]

د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان ملاتړي د انتخاباتو د لومړنیو نتيجو د اوريدو نه وروسته د جولای په ۲۶ مه د پيښور په کوڅو کې رقص کوي. [شهبارز بټ]

د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان ملاتړي د انتخاباتو د لومړنیو نتيجو د اوريدو نه وروسته د جولای په ۲۶ مه د پيښور په کوڅو کې رقص کوي. [شهبارز بټ]

هغه وويل، پاکستانيان خيراتي ادارو ته په پراخه کچه خيرات ورکوي، خو ټيکسونه نه ورکوي.

هغه وويل، "موږ به د ټيکس کلتور ته وده ورکړو. [پاکستانيان] به ټيکسونه ورکړي، ځکه چې دوی به وګوري چې د دوی ټيکسونه په دوی باندې لګول کيږي." "موږ به د بزګرانو او سوداګریزو ټولنو سره مرسته وکړو او د ځوانانو سره به د کار په موندلو او د مهارتونو په لوړولو کې مرسته وکړو. زموږ پیسې به د بشري پرمختیا په برخه کې ولګول شي."

هغه وويل، "بل چيلنج بهرنۍ پالیسي ده. هیڅ يو بل هیواد ته د سولې دومره ضرورت نشته لکه څنګه چې مونږ ته ضرورت دی."

خان په افغانستان کې د سولې اړتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هغه د متحده آیالاتو سره د "دوه اړخیزو ګټو" اړیکې غواړي.

هغه وويل،"په افغانستان کې سوله په پاکستان کې سوله ده."

هغه ژمنه وکړه، "زه د خپلو خلکو سره وعده کوم چې زه به یو داسې سیسټم معرفي کړم چې د خلکو لپاره به وي؛ ټولې پالیسۍ به د خلکو لپاره وي او د غټو خلکو لپاره به نه وي."

مخالفین په انتخاباتو کې د درغلۍ ادعا کوي

د انتخاباتو د ختميدو نه ژر وروسته، د پاکستان مسلم لیګ نواز (پي ايم ايل-اين)چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې واک لري، نتيجې رد کړې او د دهاندلۍ ادعا یې وکړه. دې ژمنه وکړه چې دا به د دې دهاندلۍ د مخنیوي لپاره ټولې سیاسي او قانوني لارې استعمال کړي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ (پي پي پي) چيرمين بلاول بھټو زرداري د پي ايم ايل اين د ادعا ملاتړ وکړو او ويې ويل چې د هغه د پارټۍ استازي د شمېرنې د څارنې څخه منع شوي ول.

اي سي پي د دهاندلۍ تورونه رد کړل، او د ځنډ تورونه يې د شمیر کولو په نوي او نا ازمويلی سوفټویر باندې ولګول.

چيف اليکشن کميشنر سردار محمد رضا د پنجشنبې ورځې په لومړيو کې وويل، "دا انتخابات ۱۰۰٪ منصفانه او شفاف ول."

د انتخاباتو چارواکو تصدیق نه دی کړی چې کله به دوی د وروستيو نتيجو اعلان وکړي.

د انتخاباتو څارونکي، د يوروپي يونين د مشن په ګډون، به د جمعې په ورځ (د جولای په ۲۸ مه) د ووټ ورکولو د پروسې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي.

د حکومت جوړولو لپاره د ۱۳۷ سيټونو ضرورت دی. قومي اسمبلي ۳۴۲ سيټونه لري، چې په دې کې ۲۷۲ په مستقیم ډول ټاکل کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

وړاندیز: مونږ د انتخاباتو کميشن نه غوښتنه کوو چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د بايوميټرک سیسټم لپاره تيارې پیل کړي، ځکه چې اوس پکار ده چې د انتخاباتو زوړ سیسټم بدل شي.

ځواب

په غلط توګه د اثاثو د څرګندولو په اړه د شیخ رشيد د فيصلې له کبله، يو شمير ۵۰۰۰ کرپټ کسانو د دې موقعې نه فايده پورته کړه او په انتخاباتو کې يې برخه واخيسته. ډیرو په کې انتخابات وګټل.

ځواب