ټاکني

د پاکستان ووټ ورکوونکي تاوتریخوالی ردوي او د انتخاباتو د نتيجو انتظار کوي

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

یو مشر کس د پولنګ سټيشن نه بهر د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۵ مه په لاهور کې په عمومي انتخاباتو کې د ووټ اچولو نه روسته په سياهۍ توره شوي خپله ګوته ښیي. [عارف علی/ای ايف پي]

یو مشر کس د پولنګ سټيشن نه بهر د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۵ مه په لاهور کې په عمومي انتخاباتو کې د ووټ اچولو نه روسته په سياهۍ توره شوي خپله ګوته ښیي. [عارف علی/ای ايف پي]

اسلام آباد -- په ټول پاکستان کې په ميلیونو ووټ ورکوونکو د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۲۵ مه) په انتخاباتو کې ووټ واچولو او په ډیره لیوالتیا سره د سختې مقابلې نتيجو ته سترګې په لار دي.

تقریباََ ۱۰۶ ميلیونه وګړي په پارلماني انتخاباتو کې د ووټ ورکولو په شرايطو برابر ول او دا انتخابات څرګندوي چې دا په هغه هیواد کې يو جمهوري بدلون دی په کوم چې پوځ د دې په تاريخ کې د نیمې مودې لپاره حکومت کړی دی.

د پوځ لخوا په انتخاباتو کې د لاس لرلو په اړه په پراخه کچه تورونو د انتخاباتو پروسې ته زيان رسولی دی، خو پوځ دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا د انتخاباتو په بهیر کې "مستقیم رول" نه لري.

کمپاينونه د افراطي مذهبي پارټو، لکه ملې مسلم لیګ، په انتخاباتو کې د ګډون له کبله هم خراب شول. ملي مسلم ليګ د حافظ سعید سره تړاو لري. حافظ سعيد هغه کس دی چې په ۲۰۰۸ کال د ممبئ بریدونو په پلان جوړولو کې تورن دی.

یو پولیس د يو ووټ ورکوونکي تلاشي اخلي، په داسې حال کې چې د پوځ يو سرتیری د جولای په ۲۵ مه په لاهور کې د يو پولنګ سټيشن نه بهر چمتو ولاړ دی. [عارف علی/ای ايف پي]

یو پولیس د يو ووټ ورکوونکي تلاشي اخلي، په داسې حال کې چې د پوځ يو سرتیری د جولای په ۲۵ مه په لاهور کې د يو پولنګ سټيشن نه بهر چمتو ولاړ دی. [عارف علی/ای ايف پي]

د انتخاباتو يو چارواکی د جولای په ۲۵ مه په اسلام آباد کې د انتخاباتو د پيل کيدو نه مخکې د ووټ اچولو په صندوقونو باندې مهر لګوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

د انتخاباتو يو چارواکی د جولای په ۲۵ مه په اسلام آباد کې د انتخاباتو د پيل کيدو نه مخکې د ووټ اچولو په صندوقونو باندې مهر لګوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

په کويټه کې د جولای په ۲۵ مه يو پولنګ سټيشن ته نژدې د يو ځانمرګي بريد نه وروسته، امنیتي پرسونل چمتو ليدل کيدې شي. [عبدل غني کاکړ]

په کويټه کې د جولای په ۲۵ مه يو پولنګ سټيشن ته نژدې د يو ځانمرګي بريد نه وروسته، امنیتي پرسونل چمتو ليدل کيدې شي. [عبدل غني کاکړ]

د ټول هیواد د ۸۵،۰۰۰ نه په زياتو پولنګ سټيشنونو کې د ۸۰۰،۰۰۰ پورې پولیس او سرتیري ځای پر ځای شوي ول چې وروسته له هغې امنيت يقيني کړي کله چې د کمپاين په وروستيو هفتو کې په خونړي تروريستي بریدونو کې د دریو اميدوارانو په شمول د ۱۸۰ نه زيات کسان ووژل شول.

د تاوتریخوالي سره مخامخ کيدل

د زيات امنیت سربيره، د چهارشنبې په ورځ په لومړيو کې په بلوچستان کې په يو برید کې د پولیسو يو غړی ووژل شو او دری کسان هغه وخت ژوبل شول کله چې په کوشک کلي کې په پولنګ سټيشن کې يو لاسي بم راوغورځيدو.

پولیسو وويل، په صوابۍ کې د پاکستان تحریک انصاف یو کارکونکی د مخالفې پارټۍ سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

په عين حال کې، د انتخاباتو په ورځ په کويټه کې په يوې چاودنه کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول.

هاشم غلزۍ، چې د ځايي انتظاميې یو چارواکی دی، ای ايف پي ته وویل، "[بريد کوونکي] پولنګ سټيشن ته د ننوتلو هڅه کوله. کله چې پوليسو هڅه وکړه چې د هغه مخه ونیسي، نو هغه ځان ته چاودنه ورکړه."

په وژل شویو کسانو کې پنځه پوليس او دوه ماشومان شامل ول.

په دغه چاودنه کې اوه کسان ژوبل شول، چې دا په بلوچستان کې په دې مياشت کې دويمه چاودنه ده. داعش د دې چاودنې مسوليت پر غاړه اخيستی دی."

د جولای په ۱۳ مه، د داعش یو ځانمرګي برید کونکي په مستونګ کې د انتخاباتو په ريلي کې ۱۵۳ کسان وژلې ول.

يوه سخته مقابله

دا مقابله د عمران خان د تحريک انصاف پاکستان او د میاں محمد نواز شريف، چې د وزير اعظمۍ نه لرې کړی شوی و، پاکستان مسلم لیګ نواز ترمينځ ده. د پاکستان مسلم ليګ نواز د کمپاين مشري د میاں محمد نواز شريف ورور میاں محمد شهباز شريف کوي.

خان خپل ووټ په اسلام ‌آباد کې په بني ګاله کې واچوو او ميډيا ته يې وويل چې "دا وخت دی چې هغه پارټو ته شکست ورکړو کومو چې دا هيواد د کلونو لپاره یرغمال ساتلی و."

د سوداګرۍ يوه ايګزيکيټيو مریم عارف ای ايف پي ته وويل، وویل، په لاهور کې لومړی ووټ ورکوونکی چې پولنګ سټیشن ته ننوتلي وه يوه ښځه وه. هغې زياته کړه، "د قانون او نظم حالت دلته ښه دی."

د هغې پسې لږ وروسته شهباز شريف و. د خپل ووټ اچولو او د بريا نښه جوړولو نه مخکې، هغه په پاکستانيانو غږ وکړو چې "د خپلو کورونه نه بهر ته راوځي ... او د پاکستان قسمت بدل کړي."

کيدې شي چې بريالي پارټي د دریمې پارټۍ، پاکستان پيپلز پارټي، چې بلاول بوټو زرداري -- د بينظير بوټو زوی -- يې مشري کوي، سره مخلوط حکومت جوړ کړي. بينظير بوټو پخوانۍ وزيراعظمه ده چې په ۲۰۰۷ کال کې وژل شوي وه.

دا ممکنه ده چې د ۱۹ میلیونو نه زيات نوي ووټ ورکوونکي، چې په ميلیونونو ښځې او ځوانان په کې شامل دي، پريکنده رول ولوبوي.

بلال ګيلاني، چې د پولسټر ګیلپ پاکستان ايګزيکيټيو ډايريکټړ دی، د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۲۴ مه) ای ايف پي ته وویل، "زموږ پيش ګويۍ زياتې روښانه نه دي، بلکې مونږ په غير يقيني حالت کې يو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

انتخابات د پوځ د همغږۍ پر ځای د پوځ د تسلط لاندې ترسره شول.

ځواب

په ټول پاکستان کې په ملیونونو ووټ ورکوونکي د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۲۵ مه) په پولنګ سټيشنونو کې راټول شول او ډير په ليوالتيا سره د نتيجو په انتظار دي. بې شکه ټول پاکستانیان اوس شعور لري او په دې ډير تمرکز کوي چې يو داسې مشر وټاکي چې دوی په راتلونکې کې لوړ مقام ته ورسوي، خو د سیاسي پارټو او د قانون د ادارو د ناوړه حالت او د ميډيا د رول له امله زه توان نه لرم چې دا ومنم چې ميډيا به څنګه داسې عمل وکړي، هر وخت ميډيا د تازه خبرونو په لټه کې وي خو په دې انتخاباتو کې ميډيا خپل مخ يو اړخ ته اړولی و چې د منلو وړه نه دی. په چينلو به يوازې هغه خبرونه او راپورونه خپاره کيدل د کومو چې دوی ته هدايت شوي و. زه فکر کوم چې زمونږ پاکستانی قوم د داخلي واقعیتونو نه په بشپړه توګه خبر نه دی مونږ خپل ټول وخت د دې په اړه په بحث کولو کې ضایع کوو او چینلونه ګورو.

ځواب