ټاکني

د پاکستان پوځ او پولیس ژمنه لري چې له غير جانبدارۍ سره د انتخاباتو ساتنه وکړي

د جاويد خان لخوا

يو پاکستانی سرتيری د جولای په ۲۲ مه په لاهور کې د انتخاباتو عملې ته د انتخاباتي موادو سپارلو نه مخکې د دغه موادو ساتنه کوي. [عارف علی/ ای ايف پي]

يو پاکستانی سرتيری د جولای په ۲۲ مه په لاهور کې د انتخاباتو عملې ته د انتخاباتي موادو سپارلو نه مخکې د دغه موادو ساتنه کوي. [عارف علی/ ای ايف پي]

پیښور -- د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۲۵ مه) د عمومي انتخاباتو نه مخکې، پاکستان په لسګونو زره پولیس او پوځيان ځای پر ځای کړي او دغه پرسونل ژمنه لري چې د غير جانبدارۍ سرهبه د جمهوري پروسې ساتنه وکړي.

په ټول هیواد کې د ۱۲،۰۰۰ نه زیات اميدواران د ۲۷۲ قومي اسمبلۍ او ۵۷۷ صوبايي اسمبلۍ د سيټونو لپاره انتخاباتو ته ولاړ دي. د ۲۰،۰۰۰ نه زیات پولنګ سټيشنونه "حساس" ګرځول شوي، په داسې حال کې چې په ځینو پولنګ سټيشنونو کې له مخکې نه د انتخاباتو اړوند تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

په وروستیو پیښو کې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يو ځانمرګي برید کوونکي د يکشنبې په ورځ (د جولای په ۲۲ مه) د ډيره اسماعيل خان په کلاچي کې د پاکستان تحریک انصاف پاکستان (پي ټي آی) اميدوار اکرام الله ګنډا پور او د هغه ډريور ووژلو. ګنډا پور، چې د خیبر پښتونخواه صوبې پخوانې وزیر و، د صوبايي اسمبلۍ د سيټ لپاره انتخاباتو ته ولاړ و.

د داعش يو ځانمرګي برید کونکي د جولای په ۱۳ مه د بلوچستان په مستونګ کې یوه سیاسي غونډه په نښه کړه، چې ۱۴۹ کسان په کې ووژل شول او ۱۸۶ کسان په کې ژوبل شول. دا په پاکستان کې د ناوړه بريدونو څخه یو و.

لاروي کسان د تحريک انصاف پاکستان اميدوار اکرام الله ګنډا پور، چې د جولای په ۲۲ مه په ډیره اسماعيل خان کې په ځانمرګي برید کې وژل شوې و، د موټر سره ولاړ دي. [ايس ټي آر/ای ايف پي]

لاروي کسان د تحريک انصاف پاکستان اميدوار اکرام الله ګنډا پور، چې د جولای په ۲۲ مه په ډیره اسماعيل خان کې په ځانمرګي برید کې وژل شوې و، د موټر سره ولاړ دي. [ايس ټي آر/ای ايف پي]

په پیښور کې په قصه خوانۍ بازار کې یو هټیوال د جولای په ۲۰ مه د مختلفو پارټو جهنډې، بیجونه او ټوپۍ خرڅوي. [جاوید خان]

په پیښور کې په قصه خوانۍ بازار کې یو هټیوال د جولای په ۲۰ مه د مختلفو پارټو جهنډې، بیجونه او ټوپۍ خرڅوي. [جاوید خان]

د جولای په ۱۰ مه، په پيښور کې په يوې انتخابي ريلي باندې په يو بل ځانمرګي بريد کې د عوامي نیشنل پارټۍ (ای اين پي) مشر هارون بشیر بلور او ۲۱ نور غړي وژل شوي ول.

حساس پولنګ سټيشنونه خوندي ساتل

د خيبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل، محمد طاهر، پاکستان فارورډ ته وويل، "تقريباََ ۶۰،۰۰۰ پوليس به د انتخابي فعالیتونو ساتنه وکړي، په داسي حال کې چې ۲۸،۰۰۰ کسان به د انتخاباتو په بهير کې نور فعالیتونه ترسره کړي."

سیمه ایز پولیس افسرانو ته هدایات ورکړل شوې دي چې د ټولو پولنګ سټيشنونو معاينه وکړي او د انتخاباتو په بهیر کې امنیت يقيني کړي.

د خیبرپښتونخواه د انتخاباتو کارکوونکي به بيلټ پيپرو صندوقونه او بيلټ پيپرې پولنګ سټيشنونو ته منتقل کړي او د انتخاباتو د ختميدو نه ورسته به دغه بيلټ پيپرې بيرته په پیښور کې جوډيشل کمپليکس ته د پولیسو او پوځ په سخته نګرانۍ کې واستوي.

طاهر وويل، "د فرنټير کور ۶۶ پلاټونه او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير ۵۰۰ کارکوونکي او پوليس به د خيبر پښتونخواه سره مرسته وکړي."

د ريسکيو ۱۱۲۲ ټيمونه هم د غبرګون ښودلو لپاره چمتو دي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند، بلال احمد فیضي، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په پېښور او د هیواد په نورو برخو کې خپلو ټیمونو ته خبرداری ورکړی چې د انتخاباتو په ورځ د بیړني حالت په صورت کې په لږ وخت کې غبرګون وښيي."

پوځ او پولیس د غير جانبدارۍ حلف اوچتوي

د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویاند، میجر جنرل آصف غفور، د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۲۱ مه) وویل، "د پاکستان د انتخاباتو کمیشن پاکستان وسله وال ځواکونو ... ته درخواست وکړو چې د آزاد، عادلانه او شفاف ۲۰۱۸ انتخاباتو په ترسره کولو کې د هغوی سره مرسته وکړي."

هغه وويل، پوځ باید "دا دنده ترسره کړي او د پاکستان خلکو ته توان ورکړي چې په خوندي او سوله ايز چاپیریال کې خپل جمهوري حق استعمال کړي."

په پيښور کې د مرکزي ښار د پولیسو افسر، قاضي جمیل الرحمان، پاکستان فارورډ ته وویل چې د هغه ټولو افسرانو د جولای په ۲۱ مه حلف اوچت کړو چې د انتخاباتو په بهير کې به د غير جانبدارۍ سره خپلې دندې ترسره کړي.

پولیسو افسرانو ته لارښوونه شوې چې دوی د سياست نه ډډه وکړي او د قانون سره سم عمل وکړي.

رحمان وويل، "موږ نور چيک پوسټونه جوړ کړي، د ننوتلو او وتلو پوسټونه مو هم پياوړي کړي، او د [وروستي] تروريستي بريدونو له امله مو په صوبايي مرکز کې ټولو پوليسو افسرانو ته خبرداری ورکړی چې چمتو پاتي شي."

په ټول هیواد کې امنیت

د وروستي ترهګریزو کړنو وروسته، نورو صوبو هم بیړني امنیتي تدابیر نیولي دي.

په پنجاب کې د پوليسو انسپکټر جنرل، سهيل حبيب، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د لټون عملیات او استخباراتي فعالیتونه زيات کړي چې شکمن عناصر په ګوته کړو او سوله ایز انتخابات يقيني کړو."

په سيند کې، پولیسو او رینجرو د راتلونکو انتخاباتو لپاره یو جامع پلان جوړ کړی دی.

د سيند د پوليسو انسپکټر جنرل امجد جاويد سليم په کراچۍ کې د جولای په ۱۸ مه وويل، "د سيند رینجر او پولیس به د سوله ایز انتخاباتو لپاره یوځاى کار وکړي، او دواړه به بدمرغه پیښو ته غبرګون وښيي."

هغه وويل، تقريباََ ۱۰۰،۰۰۰ پوليس به په سيند کې په پولنګ سټيشنونو کې ځاى پر ځاى شي.

'راشئ او ووټ واچوئ'

عالم خان، چې د ۳۰ کالو نه کم عمر لري او د پیښور اوسيدونکی او يو سياسي کارکن دی، په نارینو او ښځو دواړو باندې غږ وکړو چې د جولای په ۲۵ مه ووټ واچوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "که چيرې خلک غواړي چې سياسي نظام ښه کړي، نو په ټول پاکستان کې خلکو له پکار ده چې په لوی شمیر سره راشي او د خپلې خوښې اميدوارانو او پارټو لپاره ووټ واچوي."

هغه وويل، "دا لومړی ځل دی چې ښځينه اميدوارانې انتخاباتو ته ولاړي دي." "اوس، ښځینه ووټ ورکوونکي هم باید بهر ته راوځي او د خپلو اميدوارانو ملاتړ وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500