د ښځو حقوق

د محلي بندیز نه منلو سره، په پنجاب کې ښځې ژمنه لري چې په عمومي انتخاباتو کې ووټ واچوي

ای ايف پي

ځايي خلک په مهري پور، پاکستان کې د موجوده مسلو په اړه بحث کوي چې څنګه د کلي مشرانو يو څو عشرې مخکې هغوی د ووټ ورکولو نه منع کړي ول او هغوی به ادعا کوله چې پولنګ سټیشن ته تلل د هغوی لپاره د "بې عزتۍ" خبره وه. [شازیه بهټي/ای ايف پي ټي وي/ ای ايف پي]

ملتان -- نارینو تقریباً په ۱۹۴۷ کې ملتان ته نږدې په مهري پور کې ښځې د ووټ ورکولو نه منع کړي وې. ښځو د هغه وخت نه تر دې کاله پورې د هغوی حکم منلی دی --- په داسې حال کې چې د پاکستان د انتخاباتو قوانین او د ښځو چلند په دې کې بدلون راوستی شي.

لږ تر لږه، دا د هغه ګڼ شمير ښځو اميد دی کومې چې په کلي کې د جمبولان د ونې لاندې غونډه کوي. د دې ونې سورې هغوی د سخت لمر نه خوندي ساتي.

دا يوه بله پوښتنه ده چې آيا نارینه، چې په غصې سره ښځو ته ګوري کله چې هغوی د ای ايف پي خبریالانو سره خبرې کوي، به هغوی ته اجازه ورکړي چې د جولای په ۲۵ مه په انتخاباتو کې ووټ واچوي.

نازيه تبسم، چې ۳۱ کاله عمر لري، وويل، "دوی شاید داسې فکر کوي چې ښځې عقل نه لري ... او یا دا د هغوی لپاره د عزت مسله ده."

په مهري پور کې د کليو ښځې، چې هیڅکله یې په تیرو عمومي انتخاباتو کې ووټ نه و اچولی، د جولای په ۷ مه د يو پاکستاني سماجي کارکن خبرې اوري. دغه سماجي کارکن کوشش کوي چې هغوی په دې قانع کړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې ووټ واچوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

په مهري پور کې د کليو ښځې، چې هیڅکله یې په تیرو عمومي انتخاباتو کې ووټ نه و اچولی، د جولای په ۷ مه د يو پاکستاني سماجي کارکن خبرې اوري. دغه سماجي کارکن کوشش کوي چې هغوی په دې قانع کړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې ووټ واچوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

کلیواله نازرين مايي (ښې اړخ ته دويمه)، چې ۶۰ کاله عمر لري، په تیرو عمومي انتخاباتو کې يې ووټ نه و اچولی، د جولای په ۷ مه په مهري پور کې د ګاونډیانو سره خبرې کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

کلیواله نازرين مايي (ښې اړخ ته دويمه)، چې ۶۰ کاله عمر لري، په تیرو عمومي انتخاباتو کې يې ووټ نه و اچولی، د جولای په ۷ مه په مهري پور کې د ګاونډیانو سره خبرې کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

د کلي مشرانو يو څو عشرې مخکې ښځې د ووټ ورکولو نه منع کړي وې او ادعا کوي چې پولنګ سټیشن ته تلل به د هغوی لپاره د "بې عزتۍ" خبره وي.

پکار ده چې ۱۰٪ ووټ ورکوونکي ښځې وي

ښځې د پاکستان د انتخاباتو د کميشن (اي سي پي) ملاتړ لري. اي سي پي اعلان وکړو چې په هره يوه حلقه کې به لږ تر لږه ۱۰٪ ووټ ورکوونکي ښځې وي؛ ګنې، د دغه حلقې نتايج به منسوخ ګڼل کيږي.

د اي سي پي له مخې، نږدې ۲۰ میلیونه نوي ووټ ورکوونکي رجسټر شوي، چې په دې کې ۹.۱۳ میلیونه ښځې دي.

دا په پاکستان کې د حقونو لپاره د ښځو په اوږد مهاله جګړه کې يو بل ګام دی، که څه هم دا په ۲۰۱۳ کال کې په انتخاباتو کې د جنسي تفاوت لرې کولو لپاره ډير کم کوشش کوي. په دغه انتخاباتو کې د رجسټر شويو نارینو ووټ ورکوونکو شمير د ښځو نه ۱۱ میلیونه زيات و.

دا بدلون همدارنګه په محافظه کاره کلیوالي سیمو، لکه په مهري پور کې ستونزې رامنځته کوي.

ډیر مثالونه شتون لري: په ۲۰۱۵ کال کې نارینو په کوز دير کې ښځې د ووټ ورکولو نه منع کړي وې. اي سي پي په چټکۍ سره دغه انتخاباتو نتیجه منسوخ کړه.

په ۲۰۱۳ کال کې یو عدالت په شمال مغربي ضلعو کې د نارینو مشرانو د نیولو امر وکړو ځکه چې دوی په تیرو عمومي انتخاباتو کې ښځې د ووټ ورکولو نه منع کړي وې.

د تاوتریخوالي ويره

په مهري پور کې، چې په پنجاب صوبه کې موقعيت لري، ښځې د کور څخه بهر کار کوي او ځینې تعليم ترلاسه کوي، خو په ووټ ورکولو باندې بندیز دی.

د جمبولان ونې لاندې ډیری ځوانې ښځې لیوالتیا لري چې د ووټ ورکولو خپل حق استعمال کړي -- خو ټولې دا حق نه شي کارولی.

کونډې نازرين مايي، چې ۶۰ کاله عمر لري، وویل، دا د ښځو لپاره د "معمول خبره" نه ده چې ووټ واچوي. هغې وويل: "[دلته] کې هيڅوک ما منع کولی نه شي، خو زه ووټ نه ورکوم ځکه چې نورې ښځې هم ووټ نه اچوي."

ځينې زنانه د تاوتریخوالي د بريدونو د وجې ویره لري.

شمايله مجيد، چې ۲۲ کاله عمر لري، او ژمنه لري چې زياتره ښځې په ووټ ورکولو باندې قانع کړي، وويل، "که چيرې دوی یوازې د ووټ لپاره لاړ شي، تاوتریخوالی او ناامني به رامنځته شي، نارینه به له هغوی سره بد چلند وکړي او هغوی به ووهي، نو دا به ښه وي چې مونږ د ووټ لپاره لاړ نه شو."

حتی د مهري پور يوازينۍ ښځینه کونسلرې، ارشاد بي بي -- د هغه قانون لاندې وټاکل شوه چې په هر يو ويلج کونسل کې به لږ تر لږه یوه ښځه وي -- هم هیڅکله ووټ نه دی ورکړی.

کله چې د هغې نه پوښتنه وکړی شوه، نو هغې خپل خاوند، ظفر اقبال، ته غږ وکړو چې د هغې لپاره خبرې وکړي.

هغه ای ايف پي ته وویل، "زموږ مشرانو دا رواج جوړ کړی و ... او موږ د دې پيروي کوو."

رواجونه ماتول

هاجره ممتاز، چې د اخبار لپاره مقالې ليکي، وويل، "په جمهوريت کې، د آبادۍ نيمه برخه بايد د ووټ نه محرومه پاتې نه شي."

خو ځايي سیاستدانان وايي دوی بې وسه دي.

د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ يو غړی، رضا حیات هيراج، وویل، "زه د هغوی رواج نه شم ماتولی ... د کلي خلکو له پکار ده چې پریکړه وکړي چې کله به دوی ښځو ته د ووټ ورکولو اجازه ورکوي."

بسم الله نور، چې د ډسټرکټ کونسل غړی دی او د جمبولان ونې لاندې يې د دغه غونډې انتظام کړی و، وويل چې سړي ډير سخت دي.

هغې وويل، "زه له ۲۰۰۱ کال راهيسې هڅه کوم، خو هيڅوک زما غږ نه اوري." "په ۲۰۰۵ کال کې، نارينو ما ته وویل چې د هغوی ښځې نه غواړي چې ووټ واچوي نو ځکه تا هغوی مه مجبوروه."

په ۲۰۱۳ کال کې يوه بله هڅه هم ناکامه شوه.

نور چې د کلي په میرمنو کې کومه ژمنه ويني اوس هغې ته يو اميد ورکوي -- خو پرمختګ کم دی.

په ۲۰۱۵ کال کې، یوه ښځه، فوزیه طالب، په مهري پور کې يوازينۍ ښځه وه چې په محلي انتخاباتو کې يې ووټ اچولی و. له دې امله، خلکو د هغې سره تعلقات خټم کړل.

اوس، هغه نه پوهيږي چې آيا د جولای په ۲۵ مه د سیاستدانانو لپاره ووټ ورکول به د دې سیمې لپاره څه وکړي او که چيرې څه وکړي نو دا به په خلکو کې مزاحمت رامنځته کړي.

هغې وويل، "زه به حالاتو ته ګورم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500