ټاکني

خیبرپښتونخواه د جولای د ۲۵ مې د انتخاباتو نه مخکې د خوندیتوب لپاره اقدامات پورته کوي

د محمد آهل لخوا

د پاکستان امنیتي کارکوونکي د جولای په ۱۰ مه په پيښور کې د هغه ځانمرګي بريد ځای ته راټول شوي دي په کوم کې چې د اتنخاباتو يوه ريلي يې په نښه کړی شوي وه. [عبدل مجید/ای ايف پي]

د پاکستان امنیتي کارکوونکي د جولای په ۱۰ مه په پيښور کې د هغه ځانمرګي بريد ځای ته راټول شوي دي په کوم کې چې د اتنخاباتو يوه ريلي يې په نښه کړی شوي وه. [عبدل مجید/ای ايف پي]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت په ټوله صوبه کې د بحران د مدیریت ګډ يونټونو (جې سي ايم يوز) د جوړلو حکم ورکړی دی چې د هغه ګواښونو مخنیوی وکړي د کومو سره چې سياسي پارټۍ او د هغوی ۲۱ مشران، چې د جولای په ۲۵ مه عمومي انتخاباتو ته ولاړ دي، مخامخ دي.

دا پریکړه د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۱۴ مه) وروسته له هغې وشوه کله چې نګران وزير اعلی دوست محمد خان او د هغه کابينې د سیاسي پارټو د مشرانو سره ملاقات وکړو چې په پیښور،بنو او مستونګ کې د وژونکې بریدونو نه وروسته د امنیتي وضعیت په اړه خبرې اترې وکړي.

خان په دغه غونډه کې ګډونوالو ته وويل، د فرنټير کور اته شپيته پلاټونونه د وفاق څخه خيبر پښتونخواه ته بيرته راغلي دي او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير نه به هم ۵۰۰ پوليس افسران راشي چې د سياسي پېښو، مشرانو او انتخاباتو په خوندي کولو کې مرسته وکړي.

د غونډې نه وروسته په يو خپور شوي اعلاميه کې ويلی شوي چې "جې سي ايم يوز به په ضلعو کې د استخباراتي راپورونو په راټولولو کې د مرکزي دفترونو په توګه رول ولوبوي، د انتخاباتي کمپاینو نه وړاندې او وروسته به امنیتي اقدامات يقيني کړي، او په ورته وخت کې به د ناوړه پیښې په صورت کې همغږيز غبرګون وښيي."

د خیبرپښتونخواه نګران وزیر اعلی دوست محمد خان (ګس اړخ ته دويم) او سیاسي مشران د جولای په ۱۴ مه په پیښور کې د خبریالانو سره خبرې کوي. [محمد آهل]

د خیبرپښتونخواه نګران وزیر اعلی دوست محمد خان (ګس اړخ ته دويم) او سیاسي مشران د جولای په ۱۴ مه په پیښور کې د خبریالانو سره خبرې کوي. [محمد آهل]

د دغه اعلاميې له مخې، جې سي ايم يوز به د هرې ضلعې په مختلفو برخو کې ذيلي پوسټونه جوړ کړي چې په بیړنیو حالاتو کې چټک غبرګون وښي.

په دغه اعلاميه کې راغلي، "پکار ده چې په جې سي ايم يوز کې د سیمه ییزو وسله والو ځواکونو يونټو، پولیسو، لیویز، انتظاميې [او] د مرستې د ادارو [روغتیا، ریسکیو ۱۱۲۲] نه استازي شامل شي. ټولو استازو له پکار ده چې د همغږۍ غونډې په چټکۍ سره ترسره کړي او په منظمه توګه د وضعیت بیاکتنه وکړي."

د نوي حکم له مخې، سیاستدانانو له پکار ده چې د ځايي غونډو نه مخکې سول انتظاميه خبر کړي، چې دا به انتظاميې ته توان ورکړي چې امنیتي مشورې او خبرداري ورکړي.

د دغه امر له مخې، ټول سیاستدانان باید یو استازی هم وټاکي چې د انتخاباتو د کمپاین لپاره د امنیت انتظام وکړي. دغه استازی به د سیمه ایزو پولیسو او سول انتظاميې سره نږدې کار وکړي او په سیاسي غونډو کې به د اميدوارانو د ساتنې لپاره د پوليسو سره همغږې وکړي.

سیاسي پارټو له پکار ده چې د پارټۍ غړي هم استمعال کړي چې په سياسي غونډو کې د پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو سره د ننوتلو او وتلو په دروازو باندې د امنيت لپاره د خلکو په تلاشۍ کې مرسته وکړي.

د امنیت اړتیا

د جماعت اسلامي مشر ابراهيم خان، چې په دغه امنيتي غونډه کې يې ګډون کړی و، پاکستان فارورډ ته وويل، "د امنیت د ټینګښت لپاره د نګران وزیر اعلی اندیښنې او اقدامات ښه دي، خو اصلي مسله يو داسې چاپيريال چمتو کول دي چې سیاسي پارټۍ په کې په انتخاباتو کې برخه واخلي، او دا به یوازې د زيات امنیت سره ممکن وي."

په خيبر پښتونخواه کې د پاکستان پيپلز پارټۍ ویاند، نګهت اورکزۍ، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا مهمه ده چې د سیاسي پارټو سره د امنیتي تدابیرو لپاره همغږي وشي او پولیسو ته په منظمه توګه او مخکې د ځايي غونډو او مرکزي غونډو په اړه معلومات ورکړل شي."

هغې وویل، د جې سي ايم يوز جوړول یو هڅونکی ګام دی، خو دا به ډیر اغیزمن وي که چيرې دا یوازې د دې انتخاباتو پورې محدود نه وي.

د عوامي نيشنل پارټۍ اميدوار غلام احمد بلور، چې د هغه وراره هارون بشیر بلور د جولای په ۱۰ مه په پيښور کې د انتخاباتو په ريلي باندې په يو ځان وژونکي بريد کې وژل شوی و، وویل، د سوله ايز انتخاباتو د يقيني کولو لپاره هر يو ګام د ستاينې وړ دی، خو پکار وه چې دا قدامات له مخکې نه پورته شوي وی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ نه ويريږو، او بيا به د ووټ ورکوونکو سره ليدنه وکړو، پکارد ده چې نه يوازې [جې سي ايم يوز] بلکې نګران حکومتونه هم د انتخاباتو په ورځ د اميدوارانو او د ووټ ورکوونکو د خونديتوب لپاره اضافي ګامونه پورته کړي."

د مختلفو سیاسي پارټو ملاتړو موافقه وکړه.

د متحده مجلس عمل ملاتړي جليل خان پاکستان فارورډ ته وويل، نګران حکومت باید دا ګام ډیر مخکې پورته کړی وی." "نو مونږ به په بنو او پېښور کې زیانونه نه و ترلاسه کړي."

شميم خان، چې د ای اين پي ملاتړی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "راتلونکی حکومت بايد دې پلان ته دوام ورکړي، او پکار ده چې جې سي ايم يوز د تل لپاره جاري وساتل شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500