ټاکني

په مستونګ کې د قتل عام نه وروسته د تروریزم ضد عملیات روان دي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پاکستان نګران وزير اعظم ناصر الملک د يکشنبې په ورځ (د جولای په ۱۵ مه) د کويټه ليدنه وکړه او وروسته له هغې يې د لوړي کچې امنیتي غونډې مشري وکړه کله چې د جولای په ۱۳ مه په مستونګ ښار کې د داعش په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۴۹ کسان ووژل شول. [عبدل غني کاکړ]

کويټه -- په بلوچستان کې امنیتي ځواکونو وروسته له هغېد داعش په وړاندې د تروریزم پراخه عملیات پیل کړل کله چې یو ځانمرګي برید کونکي د دې هفتې په پای کې په يوې سیاسي ريلي برید وکړو.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير ملک خرم شهزاد د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۱۶ مه) پاکستان فارورډ ته وویل، د جولای په ۱۳ مه په بريد کې د مړو شمير ۱۴۹ ته رسیدلی، په داسې حال کې چې ۱۸۶ نور ژوبل شوي دي.

په دې چاودنه کې ځايي سیاستدان سراج ریساني هغه وخت په نښه شو کله چې هغه د پلویانو يوې غونډې ته خطاب کولو. ریساني په دغه بريد کې ووژل شو.

د مستونګ د سیمې ډپټي کمیشنر، قيم لاشاري، د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۱۵ مه) وویل، په وژل شويو کسانو کې نهه ماشومان، چې د ۶ نه ۱۱ کالو پورې يې عمر لرلو، هم شامل ول. هغه زياته کړه، چې ۷۰ مريضان په هسپتال کې داخل دي چې پنځه په کې په سخت حالت کې دي.

يو پاکستانی ژورناليسټ د جولای په ۱۴ مه د هغه ځانمرګي چاودنې ملبې ته نژدې تيريږي کومه چې په مستونګ کې د جولای په ۱۳ مه د انتخاباتو په ريلي کې رامنځته شوي وه. [بنارس خان/ای ايف پي]

يو پاکستانی ژورناليسټ د جولای په ۱۴ مه د هغه ځانمرګي چاودنې ملبې ته نژدې تيريږي کومه چې په مستونګ کې د جولای په ۱۳ مه د انتخاباتو په ريلي کې رامنځته شوي وه. [بنارس خان/ای ايف پي]

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان (په منځ کې ګس اړخ ته) د جولای په ۱۵ مه په کويټه کې د نورو کسانو سره د سراج ريساني فاتحه کوي. سراج ريساني د صوبايۍ اسمبلۍ اميدوار و چې د جولای په ۱۳ مه په مستونګ کې په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو. [بنارس خان/ای ايف پي]

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان (په منځ کې ګس اړخ ته) د جولای په ۱۵ مه په کويټه کې د نورو کسانو سره د سراج ريساني فاتحه کوي. سراج ريساني د صوبايۍ اسمبلۍ اميدوار و چې د جولای په ۱۳ مه په مستونګ کې په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو. [بنارس خان/ای ايف پي]

نګران وزير اعظم ناصر الملک (په منځ کې) په کويټه کې د جولای په ۱۵ مه د بلوچستان د وزير اعلی علاو الدین مری (ښي اړخ ته) او د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزۍ (ګس اړخ ته) سره ليدنه کوي. [عبدل غني کاکړ]

نګران وزير اعظم ناصر الملک (په منځ کې) په کويټه کې د جولای په ۱۵ مه د بلوچستان د وزير اعلی علاو الدین مری (ښي اړخ ته) او د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزۍ (ګس اړخ ته) سره ليدنه کوي. [عبدل غني کاکړ]

دا وروستي تلفات په ۲۰۰۷ کال په راولپنډۍ کې د هغه بريد د تلفاتو نه زيات دي په کوم کې چې پخوانۍ وزيراعظمه بینظیر بوټو په نښه شوې وه. په دغه بريد کې د بوټو په شمول ۱۳۹ کسان وژل شوي ول.

په هیواد کې د ترهګرۍ له کبله ترټولو زياته مرګ ژوبله په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول کې رامنځته شوه چې د ۱۵۰ نه زيات کسان، زياتره ماشومان، په کې وژل شوي ول.

غم او وحشت

شهزاد وویل، د دې بريد نه وروسته په خلکو کې "پراخه ويره او غم" رامنځته شوی دی. "ټوله صوبه د ماتم په حالت کې ده، او دې په بلوچستان کې د انتخاباتو روان کمپاينونه ډير زيات متاثره کړي دي."

هغه وویل، مخالف قوتونه د قانون حاکمیت ته چيلنج ورکوي او هڅه کوي چې د ناکرارۍ وضعيت رامنځته کړي او د انتخاباتو په پروسه باندې د خلکو باور کم کړي. "دا د دولت په وړاندې د خلکو د راپارولو لپاره یوه هڅه ده."

جميل پيرکاني، يو عيني شاهد چې ژوبل شوی و، په سول هسپتال کويټه کې پاکستان فارورډ ته وويل، "کله چې د قبیلي مشر سراج ریساني په سټيج باندې خپل تقرير پيل کړو، نو ناڅاپي يوه چاودنه وشوه." هغه زياته کړه، "دا یوه ډیره غټه چاودنه وه چې د بدن برخې يې هر ځای خپرې کړې."

ظهور بلوچ، يو بيل عيني شاهد چې په دغه چاودنه کې ژوبل شوی و، وويل، "دا چاودنه دومره خطرناکه او د وحشت نه ډکه وه ... چې ما په خپل ټول ژوند کې هیڅکله داسې حیرانونکی غږ نه دی اوریدلی."

محمد ذيشان، چې د ژغورنې يو کارکونکی دی او د چاودنې قربانيان يې کويټه ته ورسول، "پاکستان فارورډ ته وویل، کله چې مونږ د د ژغورنې عملياتو لپاره ورسيدو، نو چارچاپيره لاشونه پراته ول او زيات شمير قربانیانو د مرستې لپاره چيغې وهلې."

هغه وويل، "د يوې کورنۍ زيات شمېر غړي ووژل شول."

ګرفتارۍ شوي دي

په اسلام آباد کې د استخباراتو يو سينير چارواکي، شعیب زاهد، وويل، چارواکو په چټکۍ سره هغه يو شمير شکمن کسان وپيژندل او ونيول کومو چې د دې بريد پلان په جوړولو کې تورن ول.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "داعش وسله وال زموږ په سیمه کې د مهمو پلانونو په ترسره کولو کې سیمه ایز ملاتړ کاروي." "د افراطي ډلو په وړاندې روان عملیاتو په بلوچستان کې د داعش ملاتړي شبکې په لویه کچه له منځه وړي دي، او دا زموږ لومړۍ ترجيح ده چې د خپل دښمن د سولې ضد مقاصد ناکامه کړو."

هغه وويل، "د تروريزم ضد يو ځانګړى ټيم ... تر اوسه پورې په بلوچستان کې هغه ۹ شکمن کسان نيولي دي کوم چې د داعش سره اړيکي لرلې." "موږ تمه لرو چې په دې مسله کې به نور پرمختګونه وکړو ځکه چې دې شکمنو کسانو د خپلو شبکو په اړه خورا مهم معلومات څرګند کړي دي."

د پوځ د عامه اړیکو ویاند ميجر جنرل آصف غفور د دوشنبې په ورځ په يو ټويټ کې وويل، افغان صدر اشرف غني د پاکستان ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره په فون خبرې وکړې او خپله خواخوږي يې څرګنده کړه او ... د افغانستان په پوله باندې د زياتو اقداماتو او د انتخاباتو په دوران کې د پاکستان امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره یې ډاډ ورکړو."

یو جامع امنیتي پلان

په کويټه کې د دفاع يو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، د مستونګ برید "د مخالف قوتونو له خوا یو پلان و چې زموږ په قبایلي سیمو کې ژورې ريښي لري."

هغه وويل، "په پاکستان او په ځانګړی توګه په بلوچستان کې د تروریزم نوې څپه داسې ښکاري چې دا د چا يوه ستراتیژي ده چې موخه یې په هیواد کې سیاسي ثبات ختمول دي."

دغه سرچینې وويل، "په بلوچستان کې یو جامع امنیتي پلان شتون لري، او د صوبې په ټولو حساسو برخو کې اضافي امنیتي پرسونل ځای پر ځای شوي دي."

د بلوچستان د کورنیو چارو نګران وزیر آغا عمر بنګلزۍ تایید وکړو چې په ټولو حساسو سیمو او رسمي ودانیو کې امنیتي ځواکونه بیدار او چمتو کړل شوې دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د جولای په ۱۴ مه په بلوچستان کې د ټول امنیتي وضعیت په لوړه کچه بياکتنه وکړه او او پریکړه مو وکړه چې پهراتلونکو انتخاباتو کې به د امنیتي اندیښنو لپاره يو جامع پلان استعمال کړی شي او خلک به د ټولو ضروري اقداماتو نه خبر کړې شي."

هغه وويل، "موږ د جنګ په حالت کې يو، او دښمن په ټولو ممکنه پلانونو کار کوي چې خلک د انتخاباتو نه لرې وساتي."

په امنیت باندې باور رامنځته کول

په اسلام آباد کې دفاعي چارواکي، میجر (ريټايرډ) عمر فاروق، پاکستان فارورډ ته وویل، "داعش اوس په پاکستان کې د خپلو ریښو د پیاوړتیا لپاره ټولې سرچینې کاروي. نورې وسله والې ډلې داسې پراخه برید نه شي ترسره کولی."

هغه وویل، "د داعش عملیاتي وړتیا په بلوچستان کې د وسله والو پر ضد د روانو عملیاتو له امله له منځه تللې وه، خو زه فکر کوم چې د بلوچستان او خيبر پښتونخواه په قبايلي سيمو کې د وسله والو یوه فعاله شبکه شتون لري."

هغه وويل، "دا اړينه ده چې د ملي امنيت په پاليسۍ کې دا لويې کمزورۍ ختم کړو، ځکه چې د دې له کبله به ترهګر اوس هم حساسو سيمو ته لاسرسی ولري."

فاروق وویل، "د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو تر مینځ د باور د کمې له منځه وړلو پرته، اورپکي ختمول ممکنه نه ده." "دولت باید داسې پالیسي جوړه کړي چې خلکو ته د وروستي امنیتي وضعیت او د سولې په بهیر کې د خپل رول په اړه خبر ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له پاک پوځ سره مينه لرم

ځواب