ټاکني

ای اين پي او د بلور کورنۍ د ترهګرۍ مخالفت کوي او ژمنه لري چې د سولې او جمهوريت لپاره مبارزه وکړي

د محمد آهل لخوا

دانیال بلور، د ای اين پي د وژل شوي مشر هارون بشیر بلور زوى، د جولای په ۱۲ مه په یوه ريلي کې خبرې کوي. د هغه پلار د جولای په ۱۰ مه په همدغه ښار کې د ټي ټي پي په ځانمرګي برید کې وژل شوی و. [محمد آهل]

دانیال بلور، د ای اين پي د وژل شوي مشر هارون بشیر بلور زوى، د جولای په ۱۲ مه په یوه ريلي کې خبرې کوي. د هغه پلار د جولای په ۱۰ مه په همدغه ښار کې د ټي ټي پي په ځانمرګي برید کې وژل شوی و. [محمد آهل]

پیښور -- عوامي نیشنل پارټي (ای اين پي) او د ای اين پي د وژل شوي مشر هارون بشیر بلور کورنۍ په دې هفته کې په يو ځانمرګي بريد کې د هغه د مرګ نه وروسته ژمن دي او د پنجشنبې په ورځ په ګڼ شمير کې راوتل چې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د خپلې ژمنې څرګندونه وکړي او د جولای په ۲۵ مه په راتلونکو عمومي انتخاباتو کې برخه واخلي.

بلور، چې په پېښور کې د حلقه پي کې - ۷۸ نه د صوبايي اسمبلۍ د سيټ لپاره انتخاباتو ته ولاړ و، هغه وخت د پارټۍ د ۲۱ غړو سره ووژل شو کله چې يو کم عمره ځانمرګي بريد کوونکي په پيښور کې د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۱۰ مه) د انتخاباتو ريلي په نښه کړه.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دې بريد مسولیت پر غاړه واخیستو.

بلور د ای اين پي، چې د اوږدې مودې راهيسې يې د ټي ټي پي مخالفت کړی دی، صوبايي وياند و. هغه د وسله والو سخت مخالف و، او اکثر به يې په ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو غندنه کوله.

مظاهرين په کراچۍ کې د جولای په ۱۳ مه د طالبانو لخوا د ځانمرګي بريد، چې د جولای په ۱۰ مه يې د ای اين پي د انتخاباتو ريلي په نښه کړې وه، په وړاندې په يو احتجاج کې پلې کارډونه لري. [آصف حسن/ای ایف پي]

مظاهرين په کراچۍ کې د جولای په ۱۳ مه د طالبانو لخوا د ځانمرګي بريد، چې د جولای په ۱۰ مه يې د ای اين پي د انتخاباتو ريلي په نښه کړې وه، په وړاندې په يو احتجاج کې پلې کارډونه لري. [آصف حسن/ای ایف پي]

طالبانو اورپکو په تېرو څو کلونو کې د ای اين پي په سلګونو مشران او ملاتړي وژلي دي. د بلور پلار، بشير احمد بلور، چې د خیبر پښتونخواه پخوانی وزیر او د ای اين پي سیاستدان و، پخپله په دسمبر ۲۰۱۲ کال کې په يو ځان وژونکي بريد کې وژل شوی و. د هغه تره، غلام احمد بلور، چې د ای اين پي سينير مشر دی، په دوو ځانمرګي بریدونو کې ژوندی پاتې شوی دی.

د جمهوريت لپاره قربانۍ

د ای اين پي او د بلور د کورنۍ په وړاندې د ګواښونو باوجود د هارون بلور زوی دانیال د جمعې په ورځ د ريلي مشري وکړه او د پارټۍ کارکوونکو ته یې خطاب وکړو او ویې ویل چې د هغه ټوله کورنۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د پارټۍ د پرېکړې سره مرسته کوي.

دانيال وويل، "زه د بشیر بلور لمسې او د هارون بلور زوی یم، چې د پښتنو او پاکستان لپاره یې خپل ژوند قربان کړی و، او زه به د هغوی پيروي وکړم." "زه چمتو يم چې خپل ژوند هم د پاکستان لپاره قربان کړم."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "زه نه ويريږم؛ زه د خپل ژوند قرباني ورکولی شم، خو ترهګر موږ نه شي ويرولی ځکه چې موږ د شهیدانو له کورنۍ څخه یو."

دانيال په ريلي کې کارکوونکو ته وويل، "سبا، که دوی په ما بريد وکړي، نو مه مايوسه کيږئ."

الياس بلور، د هارون تره او پخوانی سنيټر، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د بشیر بلور قرباني ورکړی او اوس مونږ د جمهوريت او د پاکستان د خلکو لپاره د هارون قرباني ورکړه."

هغه وويل، "که چيرې ترهګر دا فکر کوي چې دوی پاکستانيان ويرولی شي، نه، موږ ژمن يو او د دوی سره به جګړه وکړو او په دې سيمه کې د سولې او ټيکاو لپاره به کوششونو ته دوام ورکړو."

هغه وويل: "موږ هرڅه له لاسه ورکړې او نور څه نه لرو چې له لاسه يې ورکړو، نو موږ ويره نه لرو، مونږ هر څه ته تيار يو." "موږ د دریو ورځو لپاره ماتم کوو، خو موږ به بیا په خپله سیمه کې د سولې او د خپل قوم د امنیت لپاره سړکونو ته راوځو."

د ای اين پي صدر اسفندیار ولي خان د بلور لپاره د دريو ورځو د ماتم اعلان وکړو او ژمنه یې وکړه چې دوی به د ماتم نه وروسته کمپاين ته دوام ورکړي." هغه زياته کړه، چې د دې نه علاوه بله لاره نشته."

هغه په پېښور کې د بلور په کور کې پاکستان فارورډ ته وویل، "زمونږ پارټي به د راتلونکو انتخاباتو لپاره کمپاین ته دوام ورکړي؛ که چيرې څوک غواړي چې مونږ ويروي او موږ بهر وساتي، نو دا حربه به هیڅکله کار ونه کړي."

هغه وويل، "دا هغه ترهګر دي چې موږ ورسره مخامخ يو ... اصلي ستونزه دا ده چې [طالبان] زمونږ په اړه معلومات لري، خو موږ ټول د هغوی په اړه معلومات نه لرو."

هغه وويل: "د دې پر ځای چې دوی په موږ باندې د شا نه بريد وکړي، هغوی بايد مخې ته راشي که چېرې دوی غواړي چې له موږ سره جګړه وکړي."

د تروریزم پر وړاندې ودريدل

د ای اين پي جنرل سيکريټری میاں افتخار حسین وویل، "پکار ده چې د بې ګناه خلکو قاتلانو ته سزا ورکړل شي، او د راتلونکو انتخاباتو لپاره د اميدوارانو امنیت زيات کړې شي." "خو یوه خبره يقيني ده، چې ترهګر موږ نه شي ويرولی."

د حسین یوازینی زوی، میاں رشید حسین، په ۲۰۱۰ کال کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا وژل شوی و.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ای اين پي به په هر حال کې په انتخاباتو کې برخه واخلي." "هغوی د باچا خان پیروکار دي، چې تل یې د امن پرچار کړی دی، نو دا ترهګر هغوی نه شي ويرولی."

په پېښور کې د امنیت شنونکي، بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، پاکستان فارورډ ته وويل، "د بلور کورنۍ تل د تروریزم مخالفت کړی دی، او د هغوی قربانۍ به په تاریخ کې یادې وساتل شي."

هغه وویل، "دا وخت دی چې مخکې وګورو؛ پکار ده چې انتخابات په هر حال کې بریالي شي، او د زيات امنيت او څارنې ضرورت دی چې د ترهګرو د داسې بزدلانه بریدونو سره مبارزه وکړی شي کوم چې بې ګناه ملکي کسان په نښه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500