امنیت

د عمل ملي پلان د 'صفر زغم' تګلاره نتيجې رامنځته کوي

د جاويد محمود لخوا

پاکستاني سرتيري د مارچ په ۱۹ مه په لاهور کې د پاکستان سپر لیګ کرکټ ميچ نه مخکې د قذافي کرکټ سټیډيم نه بهر ګشت کوي. د عمل ملي پلان له کبله د امنیت ښه والي پاکستان ته توان ورکړی چې په ورځني کلتوري پیښو کې برخه واخلي. [عارف علی/ای ايف پي]

پاکستاني سرتيري د مارچ په ۱۹ مه په لاهور کې د پاکستان سپر لیګ کرکټ ميچ نه مخکې د قذافي کرکټ سټیډيم نه بهر ګشت کوي. د عمل ملي پلان له کبله د امنیت ښه والي پاکستان ته توان ورکړی چې په ورځني کلتوري پیښو کې برخه واخلي. [عارف علی/ای ايف پي]

اسلام آباد -- په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو د انسټیټیوټ لخوا د يو خپور شوي راپور له مخې، د عمل ملي پلان (نيپ)، چې په جنوری ۲۰۱۵ کال کې پیل شوی و، هڅه کوي چې په پاکستان کې د سولې لپاره لاره هواره کړي.

دا راپور په هيواد کې د اورپکۍ د له منځه وړلو او د سولې په راوستلو کې د امنیتي ادارو او حکومت لاسته راوړنې په ګوته کوي.

د ترهګرۍ د مالي تمویل په وړاندې مبارزه کول

د اسد الله خان له مخې، د جنوري ۲۰۱۵ نه تر مارچ ۲۰۱۸ کال پورې، پاکستاني چارواکو هغه ۴،۹۶۲ اکاونټونه بند کړل کومو چې د منع شویو وسله والو ډلو سره تړاو لرلو -- چې په دې اکاونټونو کې ټول ټال ۹۴ ميليارده روپۍ (۸۱۷ ميليونه امريکايي ډالره) موجود دي. اسد الله خان په اسلام ‌آباد کې د ستراتيژيکي مطالعاتو په انسټيټيوټ کې ريسرچ فيلو دی او د دغه راپور، چې د جون په ۱۴ مه خپور شوی و، ليکوال دی.

چارواکو د غیرقانوني حوالې ۹۱۹ کيسونه ثبت کړل، چې په نتیجه کې یې ۱،۲۰۹ کسان ونيول او ۱.۵ ميليارده روپۍ (۱۳ ميليونه امريکايي ډالره) يې ضبط کړل. سربيره پر دې، د پیسو مینځلو ۴۲۶ کيسونه رجسټر شول او ۵۷۴ کسان ونیول شول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د جون په ۲۸ مه راپور ورکړو چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په استخباراتي عملیاتو کې د وسلو او چاوديدونکو توکو زیرمه ونيوله. [د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د جون په ۲۸ مه راپور ورکړو چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په استخباراتي عملیاتو کې د وسلو او چاوديدونکو توکو زیرمه ونيوله. [د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

په کراچۍ کې په محمد علي جناح يونيورسټۍ کې د سوداګرۍ د مطالعاتو د ډیپارټمنټ يو اقتصادپوه او مشر، شجاعت مبارک، وويل، "د تروریزم ضد جګړه کې پاکستان له ۱۲۰ ملیارده ډالرو [۱۴ ټریلیون پاکستانۍ روپۍ] څخه زيات زيانونه ترلاسه کړي دي، او [د عمل ملي پلان] دا مالي زيان ختم کړی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د پیسو مینځلو په اړه مبارزه باید نوره هم تيزه شي، په داسې حال کې چې د سرحدونو او د هوایي اډو انتظام باید نور هم پیاوړی شي چې د وسله والو نفوذ کم کړی شي."

"د تروریزم ضد مبارزه کې د بوخت امنیتي کارکوونکو ظرفیت لوړول اړین دي، په داسې حال کې چې د استخباراتي ادارو او امنیتي سازمانونو ترمنځ د معلوماتو شریکول او همغږي نوره هم ښه کول پکار دي."

'صفر زغم' نتيجې رامنځته کوي

په اسلام آباد کې د نظريه پاکستان ټرسټ او په پاکستان کې د اقتصاد د څار د تنظيم صدر، ډاکټر مرتضی مغل، وويل، "د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو او د امنیتي ادارو عملیاتو د هیواد په بیلابیلو برخو کې نه یوازې د تروریزم خطر راکم کړو بلکې د ترهګرو شبکو ته يې په جدي توګه زيان رسولی دی."

هغه وويل، د تروریزم اړوند تلفات په ۲۰۱۴ کال کې د ۵،۴۹۶ تلفاتو په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې ۱،۲۶۰ ته راکم شوي دي.

هغه د جنوبي ايشيا د تروريزم پورټل ارقامو ته په اشارې سره پاکستان فارورډ ته وویل، د جنوری ۲۰۱۸ نه تر ۱۰ جون پورې، د ترهګرۍ یوازې ۲۵۴ پيښې راپور شوي دي، چې په دې کې ۷۹ ملکي وګړي او ۸۷ امنیتي پرسونل او ۸۸ وسله وال شامل دي.

مغل وويل، "دا به ناسمه نه وي چې ووایو چې د عمل ملي پلان لاندې د صفر زغم تګلارې په هیواد کې د ترهګرو شبکې ختم کړي دي او د هغوی د تمویل سرچينې يې بندې کړي دي، په داسې حال کې چې د منع شویو ډلو مشران په دې مجبوره شول چې د خپل ژوند د خونديتوب لپاره افغانستان ته وتښتي."

هغه وويل، "نن پاکستان د ترورېزم په وړاندې جګړه تقريباََ ګټلې ده." هغه زياته کړه، "دا په هېواد کې د سولې څخه څرګنده ده او په ميليونونو خلک د اورپکۍ د ويرې پرته خپل مذهبي او فرهنګي جشنونو لمانځي."

عبد الله خان، چې په اسلام آباد کې د سولې او امنیت د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټوټ منيجنګ ډايريکټر دی، وویل، "د عمل ملي پلان د تروریزم په له مینځه وړلو کې ډیره مرسته کړې ده او د عمل ملي پلان نه وروسته د امنیتي ځواکونو او حکومت بریالیتوب د ستاينې وړ دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل چې د عمل ملي پلان په اړه د آی ايس ايس آی راپور موندنې د حوصله افزايۍ او د ډيرې ستاینې وړ دي.

هغه وويل، "هیچا په تيرو کې د عمل ملي پلان د پرمختګ په اړه مطالعه نه ده کړې، په داسې حال کې چې مخکینی حکومت هم د عامو خلکو او رسنیو سره د عمل ملي پلان د لاسته راوړنو په شریکولو کې پاتې راغلی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500