ټولنه

د شندور څخه انځورونه: د نړۍ تر ټولو په لوړ ميدان کې د پولو جشن کول

د دانش يوسفزۍ لخوا

شندور پاس، چې په دې انځور کې ښودل شوی دی، د خیبر پښتونخواه په شمالي سيمو کې موقعیت لري. دا د سطح سمندر نه تقريباََ ۱۲،۵۰۰ فوټه لوړ موقعیت لري. [دانش یوسفزۍ]

د ګلګت - بلتستان ټیم سي څخه یو لوبغاړی د جولای په ۹ مه د پولو د بال د وهلو نه مخکې ګول په نښه کوي. د شندور فري سټايل پولو د لرګي په بال کيږي. [دانش یوسفزۍ]

ښځينه ليدونکي د جولای په ۹ مه د پولو د ميچ نه خوند اخلي. خاليده بي بي، چې يوه ليدونکي ده، د ښځو لپاره د سيټونو د مناسب انتظام غوښتنه وکړه. [دانش یوسفزۍ]

د ګلګت - بلتستان يو لوبغاړی د جولای په ۹ مه په یو ميچ کې ژوبل پروت دی. په شندور فري سټايل پولو کې د لوبغاړو ژوبل کيدل په حقيقت کې د زيات لوړوالي او د اکسیجن د ټيټې کچې له کبله عام دي. [دانش یوسفزۍ]

راجا طاهر، ۴۲ کلن، چې د چترال ټیم سي څخه دی، پاکستان فارورډ ته وويل چې هغه له ۱۲ کالو راهيسې د پولو لوبه کوي. يو وخت و چې د هغه پلار به د ورته ټيم لپاره لوبه کوله. [دانش یوسفزۍ]

د کالاش کلي ښځې د جولای په ۹ مه د دمې په وخت کې روایتي رقص کوي. [دانش یوسفزۍ]

د خيبر پښتونخواه د سياحت کارپوريشن له مخې، د ۱۵،۰۰۰ نه زياتو ليدونکو د جولای په ۹ مه فاينل ميچ وکتلو. [دانش يوسفزۍ]

هر کال د خيبر پښتونخواه د سياحت اداره د په زرګونو ټينټونه لګوي چې په شندور پولو فيسټيول کې سيلانيانو ته سهولتونه برابر کړي. [ دانش يوسفزۍ]

د دې دريو ورځو فيسټيول لپاره ځانګړي مواصلاتي انتظامات شوي ول. په وادي شندور کې د مواصلاتو سهولتونه کم دي. [دانش يوسفزۍ]

پاکستاني ځواکونه د دمې په وخت کې د جولای په ۹ مه پريډ کوي. ليدونکو د پيراټروپرز د حيرانونکي راغورځيدلو ستاينه وکړه. [دانش يوسفزۍ]

شندور -- شندور پولو فيسټيول هر کال د جولای په مياشت کې د نړۍ تر ټولو په لوړ ميدان کې ترسره کيږي. دا ميدان د سطح سمندر نه ۱۲,۵۰۰ فوټه لوړ دی.

دا فيسټيول په دې کال کې د جولای په ۷-۹ مه ترسره شو.

د خيبر پښتونخواه د سياحت، سپورټس او آثارقديمه ادارې سيکريټري، محمد طارق، پاکستان فارورډ ته وويل، "په وادي شندور کې په زرګونو سيلانيان موجود دي چې د ټول پاکستان او ټولې نړۍ نه راغلي دي چې په تاريخي توګه د سيال ټيمونو، چترال او ګلګت - بلتستان، تر منځ يو ښکلې پولو ميچ وګوري."

هغه وويل، "په دې لوړ ځای کې، چې د اکسیجن کچه په کې ډیره راټیټه ده، دا لوبه په فري سټايل کې ترسره کيږي، يعنې، دا لوبه د قواعدو نه بغير ترسره کيږي، چې لوبه نوره هم د لوبغاړو لپاره ستونزمنه ګرځوي." "د دمې په وخت کې، ځايي خلک د روايتي او کلتوري رقصونو سره د ليدونکو لپاره تفريح برابروي."

چترال او ګلګت - بلتستان د جولای په ۹ مه د پولو په فاينل ميچ کې مخامخ کيږي. د دواړو ټیمو لوبغاړي په ټول کال کې د شندور پولو فیسټيول لپاره تياری کوي. [دانش یوسفزۍ]

دا معلومول چې څوک به دا ميچ وګټي، چترال او ګلګت - بلتستان څلور ټیمونه -- ای، بي، سي او ډي -- ليږي چې د نورو ټيمونو سره مقابله وکړي.

هريو ټيم شپږ غړي لري. که څه هم هر يو ټیم فاينل ته رسیدی شي، خو دا ګڼل کيږي چې ټیم ای تر ټولو غوره لوبغاړي لري.

سږکال، د دفاعي چترال ټيم ای ګلګت - بلتستان ته د جولای په ۹ مه په فاينل ميچ کې له ۱۰-۵ سره ماته ورکړه.

د خيبر پښتونخواه (شمال) د فرنټير کور انسپکټر جنرل وسیم اشرف ګټونکو ته نقد انعامات او ټرافيانې ورکړې.

هغه وويل، دا لوبه په پاکستان کې د کلتوری تنوع، همغږۍ او سولې ثبوت دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا تل زما لپاره د خوشحالۍ خبره وي چې د دانش مقالې ولولم ځکه چې هغه په تفصیل او آزادۍ سره ليکل کوي.

ځواب

ډير ښه. د تيرو پنځو کالو راهيسې چترال چيمپين دی.

ځواب

ډیر ښه. موږ د پاکستان فارورډ شکريه ادا کوو چې زمونږه په اړه يې لیکل وکړل.

ځواب

ډير ښه. خورا زړه پورې او معلوماتي مقاله. پولو د ټولو لوبو پاچا دی. زه د دې ستاينه کوم

ځواب

د کلتور او لوبې په اړه حيرانونکي او په زړه پورې حقیقتونه.

ځواب