اسلام اباد -- وکيلانو وويل، د پاکستان پخوانې وزير اعظم مياں محمد نواز شريف ته د جمعې په ورځ ( د جولای په ۶ مه) په اسلام اباد کې د کرپشن يو عدالت لخوا د لسو کالو د قيد سزا ورکړل شوه، چې د جولای په ۲۵ مه د انتخاباتو نه مخکې يې د هغه ناکراره کمپاين ته جدي ګوزار ورکړو.
نوازشریف تیر کال د سپريم کورټ لخوا د کرپشن په اړه د تحقیقاتو نه وروسته د وزيراعظمۍ نه لرې کړی شوی و.
مدافع وکیل محمد اورنګزيب ای ايف پي ته وویل، "[نوازشریف] ته په لندن کې د قیمتي ملکیتونو د پیرودلو له کبله د لسو کالو د قيد سزا واورول شوه او په هغه باندې د ۸ ميلیونه پونډو [۱۰ ميلیونه امريکايي ډالره یا ۱.۳ ملیارده روپۍ] جرمانه ولګول شوه."
د څارنوالۍ وکیل سردار مظفر عباس وويل، عدالت وفاقي حکومت ته د دغه ملکیت د ضبط کولو امر وکړو.
نواز شريف په لندن کې دی، چيرته چې د هغه ښځه د کينسر لپاره علاج ترلاسه کوي. دې فيصلې په چټکتیا سره پوښتنې راپورته کړې چې آیا هغه به بیرته پاکستان ته واپس راشي او کنه، په داسې حال کې چې شنونکي وايي چې د انتخابانو نه مخکې هغه په "سختو حالاتو" کې دی.
نواز شریف د تل لپاره د سیاست نه منع کړی شوی دی او د پاکستان مسلم لیګ نواز پارټۍ صدارت يې خپل ورور شهباز ته سپارلی دی چې هغه په پاکستان کې په دویم ځل په جمهوري توګه د واک د منتقلۍ نه مخکې د پارټۍ د کمپاین مشري کوي.
شهباز شریف د فيصلې نه ورسته په لاهور کې په تلویزون باندې په يو نيوز کانفرنس کې وویل، "موږ دا پریکړه ردوو." "دا په بې انصافۍ مبني ده. دا پریکړه به په تاریخ کې په تورو الفاظو کې ولیکل شي."
د شریف پارټۍ او د هغه پلويانو د کرپشن تورونه بار بار رد کړې دي او دا وړاندیز کوي چې نوازشریف د ځواکمن پوځ لخوا د یو سازش قرباني دی.
د کرپشن بحث هغه وخت رامنځته شو کله چې په تير کال کې د پاناما یوې قانوني ادارې موساک فونسيکا ۱۱.۵ ميليونه پټ اسناد (پاناما پيپرز) خپاره کړل. موساک فونسيکا په نړۍ کې په بهرني هيوادونو کې د ډېرو شتمنو او پیاوړي خلکو د کاروبار په اړه معلومات راټولوي.
د نواز شريف په دريو بچو کې -- مريم، د هغه سياسي وارثه او د هغه زامن حسن او حسين --- په دغه اسنادو کې ښودل شوي ول.
عدالت مریم شریف ته هم د هغې په غير موجودګۍ کې د اوه کاله قيد سزا واوروله.