ټولنه

د څاروو د مرګونو سره سره پيښور چړياګهر ته په زرګونو کتونکي راځي

د عديل سعيد لخوا

یوه کورنۍ د جون په ۲۸ مه پیښور چړياګهر ته ننوځي. دا چړياګهر، چې د فبرورۍ په مياشت کې پرانستل شوی و، هره ورځ په زرګونو کسانو ته هرکلی کوي. [عديل سعید]

یوه کورنۍ د جون په ۲۸ مه پیښور چړياګهر ته ننوځي. دا چړياګهر، چې د فبرورۍ په مياشت کې پرانستل شوی و، هره ورځ په زرګونو کسانو ته هرکلی کوي. [عديل سعید]

پېښور -- د پیښور چړياګهر د ځایی خلکو او نورو صوبو لیدونکو لپاره تفریح او تعلیم چمتو کوي، سره له دې چې د مړینې او د څارویو سره د بد چلند په اړه راپورونه موجود دي.

په پاکستان کې چړياګهرونه، په اسلام آباد او کراچۍ کې د چړياګهرو په شمول، اکثر ډيره زيات کمه عمله لري. هیواد د څارویو د ساتنې لپاره لږ قوانین لري.

د پیښور چړياګهر د لومړي پړاو د بشپړولو وروسته د فبرورۍ په ۱۳ مه پرانستل شو. په دې پروجيکټ باندې تراوسه پورې ۵۰۰ ميليونه روپۍ (۵ ميليونه امريکايي ډالره) لګښت راغلی دی، او تمه کيږي چې په دې به نږدې ۲ میلیارده روپۍ (۲۰ میلیونه امريکايي ډالره) لګښت راشي.

په خیبرپښتونخواه کې د بهر تفریحي فعالیتونه مخکې د وسله والو د بریدونو د ګواښ له کبله کم شوي ول. که څه هم، د نظم او قانون په حالاتو کې د ښه والي او د نوي تفریحی تاسیساتو جوړولو سره، لیدونکي اوس مهال داسې ځایونو ته ځي.

لیدونکي د جون په ۲۸ مه په پيښور چړياګهر کې د نويو زمرو د پنجرو په شاوخوا کې راټول شوي دي. [عديل سعید]

لیدونکي د جون په ۲۸ مه په پيښور چړياګهر کې د نويو زمرو د پنجرو په شاوخوا کې راټول شوي دي. [عديل سعید]

پنځه زرافې د جون په ۲۷ مه پیښور چړياګهر ته راورسیدلې. دوی عامو خلکو ته د ښوولو نه مخکې په یو شیډ کې ساتل کیږي. [عديل سعید]

پنځه زرافې د جون په ۲۷ مه پیښور چړياګهر ته راورسیدلې. دوی عامو خلکو ته د ښوولو نه مخکې په یو شیډ کې ساتل کیږي. [عديل سعید]

یوه هوسۍ د جون په ۲۸ مه په پیښور چړياګهر کې ښودل شوې ده. [عديل سعید]

یوه هوسۍ د جون په ۲۸ مه په پیښور چړياګهر کې ښودل شوې ده. [عديل سعید]

په پېښور کې يو سوداګر، اعجاز احمد، د چړياګهر د لیدلو په وخت وويل، تفريحي تاسيسات د سیمې اوسیدونکو د آرام او تفریح لپاره ضروري دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه هره هفته خپل ماشومان دلته راولم چې دوی د هغه مختلفو څارویو د لیدلو څخه خوند واخلي کوم چې دوی معمولاََ یوازې په تلویزون ګوري."

د پيښور چړياګهر ډايريکټر، سيد محمد علي، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ هره ورځ اوسطاََ ۶،۰۰۰ ليدونکي ترلاسه کوو او هر يو کس لږ غوندې فيس ۴۰ روپۍ [۴۰ امریکایي سینټه] ورکوي."

د زده کوونکو لپاره فيس ۲۰ روپۍ (۲۰ امريکايي سینټه) دی، په داسې حال کې چې مشران، چې د ۶۰ کالو نه زيات عمر لري او ماشومان چې د درې کالو څخه کم عمر لري، وړیا چړياګهر ته ننوتې شي.

تعليم او تفریح برابرول

علي وويل، "دا چړياګهر نه يوازې د ليدونکو لپاره تفريح برابروي بلکې هغوى ته تعليم هم ورکوي او د مختلفو څارويو د چلند او په پنجرو کې د هغوی د ساتلو په اړه پوهاوي رامنځته کوي."

هغه وویل، "لیدونکي د مختلفو څاروو د خوراک د عادتونو په اړه پوښتنه کوي." د زوالوجۍ زده کوونکي د خپل ريسرچ لپاره د څاروو د مشاهدې نه ګټه پورته کوي.

د لویو څارویو شل قسمونه خلکو ته د ښودلو لپاره موجود دي، چې په دې کې ګوشت خور څاروي --شيرونه، پړانګونه، زمري او شرمخان -- او يو همه خور يږ او ۱۵ سبزي خور څاروي شامل دي.

دا چړياګهر د مرغو نږدې ۴۰-۴۵ نسلونه لري، چې په دې کې يو شمېر بهرني نسلونه شامل دي کوم چې له نورو هېوادونو څخه راوړل شوي دي.

د پیښور چړياګهر رغول به په جون ۲۰۲۰ کال کې پای ته ورسیږي. که څه هم تعميراتي کارونه روان دي، خو د څارویو اضافي قسمونه په دوامداره توګه راوړل کيږي.

د جون په ۲۵ مه، شپږ بنګالي زمري د جنوبي افريقې نه دې چړياګهر ته راغلل.

علي وويل، دوه ورځې وروسته، په دې چړياګهر کې پنځه زرافې شاملې کړې شوې. هغه زياته کړه، چې دا به نور لیدونکي راجلب کړي ځکه چې ساتونکو د څاروو د دې قسم نشتوالی محسوس کړی و.

هغه وويل، ډېر ژر به زيبرا راشي. هغه زياته کړه، چې يو ټهيکه دار د دې د منتقلۍ لپاره انتظامات کوي.

د خيبر پښتونخواه د وايلډ لايف ايکسټنشن ډويژنل فارسټ افسر نياز محمد پاکستان فارورډ ته وويل، "خیبرپښتونخواه د ګلونو او څاروو مختلف قسمونه لري، په داسې حال کې چې په پاکستان کې په ۱۸۸ قسمونو کې، ۹۸ په خیبرپښتونخواه کې موندل شوي دي. همداراز د مرغو ۴۵۶ قسمونه، د خاپوړن ۵۶ قسمونه، د لولکو ۴۴ قسمونه، د کبانو ۱۱۸ قسمونه او د بوټو د ۴،۵۰۰ نه زیات قسمونه په خيبر پښتونخواه کې موجود دي."

هغه وويل، په دې چړياګهر کې د ځايي وحشي حيواناتو او مرغو د مختلفو قسمونو د ښودلو لپاره کار روان دی.

مخ پر زیاتیدو درد

په چړياګهر کې د څارویو د پاملرنې په اړه د تحقیقاتو کمیټۍ د يو راپور، چې د می په ۳ مه خپور شوی و، له مخې، سره له دې چې د دې د پرانيستلو راهسې په دې کې ۳۴ څاروي مړه شوي دي، خو دا چړيا ګهر اوس هم مشهور دی.

په دغه راپور کې ویلی شوي چې د ۳۰ څخه زیاتې مرغۍ، یوه نیلګۍ (انټي لوپ) سنو ليپرډ، یوه هوسۍ او شادو د ساه د ستونزو، طبیعی لاملونو، یا د ترانسپورت یا د ساتلو په وخت کې د خراب حالاتو له کبله مړه شوي دي.

علي ومنله چې لویه ستونزه د کارکوونکو کمی دی.

هغه وويل، "موږ اوس مهال د ۲۵۰ ملازمينو په پرتله په چړياګهر کې ۳۴ ملازمين لرو. هغه زياته کړه چې د کارکوونکو د استخدام لپاره د چارواکو او د صوبې د ماليې د وزارت منظورۍ ته اړتيا ده."

هغه وويل، "د چړياګهر لپاره د منظور شده ویټرنري ډاکټراونو شمير څلور دی، خو مونږ يوازې يو ډاکټر او دوه معاونین لرو. هغوی په بشپړه توګه د ټولو څاروو او مرغو په مناسبه پاملرنه کې بوخت دي."

علي وویل چې د ویټرنري ټیم په سمه توګه د ټولو څارویو د روغتیا څارنه کوي او وخت په وخت د مختلفو ناروغیو په وړاندې څاروو ته واکسين ورکوي.

مرغۍ او نیلګي د ساه اخيستلو د ستونزو له امله مړه شول، په داسې حال کې چې يوه هوسۍ هغه وخت مړه شوله کله چې هغه د پنجرې د سلاخونو سره وجنګيدله. شادو هغه وخت مړه شوه کله چې يو شرمخ، چې په ورته پنجره کې ساتل شوی و، دغه شاده سخته ژوبل کړه.

علي وويل او تحقيقاتو تايد وکړو، سنو ليپرډ ناڅاپه مړ شو او پوسټ مارټم څرګنده کړه چې د مرګ اصلي لامل د هغه د وينې رګونه بنديدل ول.

علي وويل، ښکار کوونکي څاروي لکه سنو ليپرډز د ۱۰ نه ۱۴ کالو پورې عادي ژوند لري. هغه زياته کړه، چې په چړياګهر کې کوم څاروی مړ شوی و هغه ۱۱ کاله عمر لرلو او د هغه د مرګ لاملونه طبیعي ول.

هغه زياته کړه، د سنو ليپرډ د مرګ په اړه د پلټنې معلومات لا تراوسه نه دي مکمل شوي او د خيبرپښتونخواه چيف منسټر اعظم خان سره دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500