امنیت

پولیس په ډیره اسماعيل خان کې د مطلوب ترهګرو په سر د پيسو اعلان کوي

د محمد آهل لخوا

پوليسو په ډیره اسماعیل خان کې د جون په ۲۵ مه په ټول ښار کې د خپاره شويو پوسترو له لارې د يو شمير مطلوب ترهګرو په سر د پيسو اعلان وکړو. [د ډیره اسماعيل خان پولیس]

پوليسو په ډیره اسماعیل خان کې د جون په ۲۵ مه په ټول ښار کې د خپاره شويو پوسترو له لارې د يو شمير مطلوب ترهګرو په سر د پيسو اعلان وکړو. [د ډیره اسماعيل خان پولیس]

ډيره اسماعیل خان -- پوليسو په ډيره اسماعیل خان ضلع کې يو کمپاين پيل کړی دی، چې د مطلوب ترهګرو د نیولو لپاره د هڅو یوه برخه ده.

پولیسو د جون په ۲۵ مه پوسټرونه خپاره کړل چې په دې کې دوی د هغه کسانو لپاره د ۴.۵ ميليونه روپو ( ۳۷،۰۰۰ امريکايي ډالره) اعلان کوي کوم چې د مطلوب ترهګرو په اړه هغوی ته معلومات ورکوي او په ټول ډسټرکټ کې د پټ شویو خلکو په موندلو کې د خلکو نه د مرستې غوښتنه کوي.

په دې پیسو کې ۱.۵ ميليونه روپۍ (۱۲،۰۰۰ امريکايي ډالره) د هغه کسانو لپاره دي کوم چې د محمد الیاس، چې د حاجي الیاس وسیم په نامه هم پېژندل کیږي، د نيولو لپاره معلومات ورکړي.

پولیسو د هغه د زوی، یاسر الیاس، چې د عامر الیاس په نوم هم ياديږي، او د ابو بکر ګرنادي په سر يو ميليونه روپۍ (۸،۰۰۰ امريکايي ډالره) مقرر کړې. ۵۰۰،۰۰۰ روپۍ ( ۴،۰۰۰ امريکايي ډالره) به هغه کسانو ته ورکړل شي کوم چې د نثار تاني او شمیم قادر دواړو په اړه معلومات ورکړي.

د ترهګرو په لټه کې

ځايي اوسيدونکو د دې نوښت هرکلى کړی او وايي چې دا به د هغه مجرمانو په نيولو کې مرسته وکړي کوم چې په ترهګريزو فعاليتونو کې ښکيل دي او د خلکو باور به بېرته بحال کړي.

دمسال خان ګنډاپور، چې په پېښور هايي کورټ کې وکيل دی، وویل، "دا يو ستر ګام دی چې هغه ډاريدلي ترهګر په نښه کړي کوم چې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی و."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د مطلوب ترهګرو په نيولو کې د خلکو د مرستې لپاره د پولیسو نوښت به د ترهګريزو شبکو په له منځه وړولو او په ميشت سيمو کې د دوی د ملاتړو په مخه نيولو کې مرسته وکړي. "په دې [تروریستانو] کې ډيرو ځان د عامو خلکو په څیر پټ کړی دی، نو له دې امله ځايي خلک به د دغه تروهګرو په نيولو کې ګټور ثابت شي."

د شيخ توقير احمد، يو آزاد اميدوار چې د اين ای - ۳۹ حلقې (په ډيره اسماعيل خان - ۲) د قومي اسمبلۍ د سيټ لپاره انتخاباتو ته ولاړ دی، وويل، پکار ده چې د دولت پر ضد هر ډول عناصر د ځایي خلکو او قانون پلي کونکو ادارو له ملاتړ سره وپیژندل شي او ختم شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د پولیسو لخوا د پيسو اعلان یو ښه نوښت دی ځکه چې دا به ځايي خلک وهڅوي او د ترهګرو په پيژندلو کې به مرسته وکړي.

احمد وويل، "دا زموږ ملي مسووليت دی چې د مطلوب ترهګرو په نيولو کې د قانون پلي کونکي ادارو سره مرسته وکړو، او داسې کمپاينونه به د پاکستان په ميشتو سيمو کې د سولې په ساتلو کې پريکنده ثابت شي."

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ګټل

عدنان عزيز، چې په ډیره اسماعیل خان کې وکیل دی، وویل، خلکو د ګاونډي وزیرستان په ضلعو کې د سولې اثرات په ښار کې محسوس کړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دجنوبي او شمالي وزيرستان څخه د تروریستانو له منځه وړل یوه لویه بریا ده، خو اصلي ننګونه دا ده چې په هغه ښارونو کې د ترهګرو پټ ځايونه تباه کړی شي کوم چې د قبايلي سيمو سره پوله لري." هغه زياته کړه، "د قانون پلي کونکي ادارې د [پيسو] د اعلان سره په سم لوري روانې دي."

هغه وويل، د ترهګرۍ شبکې یوازې هغه مهال ویجاړیدلی شي کله چې عام خلک د قانون پلي کونکي ادارو سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه، دا ګامونه به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې پریکنده ثابت شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په ۲۰۱۶ کال کې د کراچۍ په پوليسو کې چې کومه بهرتي شوې وه، په هغې کې ځېنې کسان په ويټنګ ليسټ کې ول. آيا دا بهرتي اوس پيل شوې ده او که نه. زما رول نمبر ۳۳۱۱۱۰۳۸ دی

ځواب

ويې کړه

ځواب

دا د تروریزم په وړاندې یو ښه ګام دی

ځواب