ديپلوماسي

امریکا په افغان طالبانو باندې د پاکستان لخوا د زيات فشار غوښتنه کوي

ای ايف پي او پاکستان فارورډ

افغان طالب وسله وال د جون په ۱۶ مه د ننګرهار صوبې په جلال آباد کې د وړوکې اختر په دويمه ورځ بهر ته راوتل چې د لنډمهاله اوربند له کبله جشن وکړي. [نورالله شیرزاده/ای ايف پي]

افغان طالب وسله وال د جون په ۱۶ مه د ننګرهار صوبې په جلال آباد کې د وړوکې اختر په دويمه ورځ بهر ته راوتل چې د لنډمهاله اوربند له کبله جشن وکړي. [نورالله شیرزاده/ای ايف پي]

کابل -- امريکې وویل چې د طالبانو دا ناکامي، چې په خبرو اترو کې برخه واخلي او په افغانستان کې د ۱۷ کالو اوږد جنګ پای ته ورسوي، "د منلو وړ نه" ده او په پاکستان يې غږ وکړو چې په وسله والو باندې زيات فشار راوړي.

د امريکې استازي ايلس ويلز د شنبې په ورځ ( د جون په ۳۰ مه) کابل ته د سفر په دوران کې دغه خبرې دوه هفتې وروسته له هغې وکړې کله چې د يو غير معمولي اوربند له کبله په کوڅو کې جشنونه جوړ شول، چې په دې کې طالب وسله وال او امنیتي ځواکونه شامل ول.

ویلز د چارواکو سره د خبرو اترو لپاره پاکستان ته د دوشنې په ورځ ( د جولای په ۲ مه) راورسيده.

ویلز، چې د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د امريکې د بهرنیو چارو وزارت پرنسپل سيکريټري ده، خبریالانو ته وویل، "زه فکر کوم چې [د اوربند غبرګون] د هر چا لپاره يوه موقع رامنځته کوي چې خپل کوششونه زيات کړي او د خبرو اترو له لارې سياسي حل په ګوته کړي."

د بهرنیو چارو وزیر تهمینه جنجوعه (ګس اړخ ته) او د امريکې استازي ايلس ویلز په اسلام اباد کې د جولای په ۲ مه له يوبل سره ليدنه کوي. ويلز د جون په ۳۰ مه د پاکستان څخه وغوښتل چې په افغان طالبانو باندې فشار راوړي او د سولې د بهير سره يو ځای شي. [حکومت پاکستان]

د بهرنیو چارو وزیر تهمینه جنجوعه (ګس اړخ ته) او د امريکې استازي ايلس ویلز په اسلام اباد کې د جولای په ۲ مه له يوبل سره ليدنه کوي. ويلز د جون په ۳۰ مه د پاکستان څخه وغوښتل چې په افغان طالبانو باندې فشار راوړي او د سولې د بهير سره يو ځای شي. [حکومت پاکستان]

"زه زيات فکر کوم چې دا د منلو وړ نه ده چې طالبان په خبرو اترو کې برخه نه اخلي."

طالبانو تراوسه پورې د صدر اشرف غني لخوا د سولې د خبرو اترو وړاندیز نظر انداز کړی دی. د دې پرځای، دوی د امريکې سره په مستقیم ډول د خبرو اترو ټینګار کړی دی، چې واشنګټن څو ځله دغه وړانديز رد کړی دی.

ویلز وویل چې افغان حکومت او امريکا غواړي چې د شرطونو پرته خبرې پیل کړي، نو دا اوس د طالبانو ذمه واري ده چې غبرګون وښيي.

هغې وويل، "اوس دا د طالبانو مشران دي ... چې په افغانستان کې ژوند نه کوي او د خبرو اترو له لارې د سیاسي حل په لاره کې يو خنډ دی."

د پاکستان اقدامات اړين دي

ویلز وویل، "پاکستان يو مهم رول لري ... خو مونږ د اسلام آباد لخوا يو ګټور او پریکنده رول نه دی ليدلی."

"که چيرې پاکستان زموږ سره کار نه کوي ... نو دا به زموږ لپاره ستونزمن کار وي چې خپل اهداف ترلاسه کړو."

د امريکې غږ راپور ورکړو چې ویلز د بهرنیو چارو د وزیرې تهمينه جنجوعه سره د دوشنبې په ورځ پاکستان ته د رارسيدو په وخت خبرې اترې وکړې. هغه به د سه شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه سره ليدنه کوي.

وايټ هاوس په اسلام آباد باندې وروسته له هغې فشار راوړي، چې په هيواد کې د افراطي ډلو په وړاندې ګامونه پورته کړي، کله چې دې د جنورې په مياشت کې د دې مسلې په اړه د اقدامات نه کولو له کبله د پاکستان لپاره پوځي مرستې معطل کړې.

طاهرخان، چې په اسلام آباد کې ژورناليست دی او د تروريزم او د پاکستان - افغانستان په اړه ليکل کوي، وويل، پاکستاني چارواکو په برياليتوب سره د پاکستاني طالب وسله والو ډلو او القاعدې، چې د دې په خاوره کې فعال دي، په وړاندې مبارزه کړې ده.

هغه وويل، امريکې دا ډول اقدامات منلي دي او په روښانه توګه يې د دې ستاينه کړې ده.

خان پاکستان فارورډ ته وويل، "خو داسې ښکاري چې د افغان طالبانو په اړه د دواړو هیوادونو تر مینځ هیڅ تایید او اطمینان نشته ... او امریکا پر پاکستان فشار راوړي چې د افغان مسلې د حل کولو لپاره 'ډير کار' وکړي."

هغه وويل، "پاکستان په دې هکله څه کړي دي، خو نور اقدامات اوس هم پکار دي."

[د کراچۍ نه ضیاء الرحمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500