مظاهرې

افغان کډوال د پېښور نه په افغانستان کې د سولې کاروان سره يو ځای کيږي

د خالد زيري لخوا

د افغان کډوالو یوه ډله، چې د پاکستان په خیبرپښتونخواه کې ژوند کوي، کابل ته سفر پيل کړو چې له طالبانو او نورو وسله والو څخه وغواړي چې جګړه بس کړي او سوله وکړي.‌ [خالد زيري]

جلال آباد -- د افغان کډوالو یوه ډله، چې د پاکستان په خیبر پښتونخواه کې اوسيږي، له پیښور څخه کابل ته مزل وکړو چې په افغانستان کې د کاروانانو د یو ګروپ سره يو ځای شي او له طالبانو او نورو وسله والو څخه وغواړي چې جنګ بس کړي او سوله وکړي.

د افغان کډوالو د ځوانانو د سولې کاروان د جون په ۲۱ مه د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم له پولې څخه مزل پيل کړو او د جون په ۲۵ مه کابل ته ورسېدل.

د ګروپ مشر، جرنیل پښتون، په افغانستان کې د پکتیا صوبې اوسېدونکی دی، خو په پېښور کې ژوند کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "۲۵ کسانو د پيښور نه د سولې کاروان پیل کړو." "هغه یو شمېر ملګرو ته، چې د افغانستان پاسپورټونه یې نه لرل، د تورخم له پولې څخه د تيريدو اجازه ورنه کړې شوه او هغوی بېرته ولېږل شول." "په مونږ کې ۱۵ کسان پاتې شول، او مونږ پيدل سفر پیل کړو."

د افغان کډوالو یوه ډله په جلال آباد کې د جون په ۲۱ مه وروسته له هغې ليدل کيدی شي کله چې دوی په دغه ورځ د سولې کاروان پیل کړو. دا ډله له پیښور څخه کابل ته پيدل سفر کوي چې له طالبانو څخه وغواړي چې سوله وکړي. [خالد زیري]

د افغان کډوالو یوه ډله په جلال آباد کې د جون په ۲۱ مه وروسته له هغې ليدل کيدی شي کله چې دوی په دغه ورځ د سولې کاروان پیل کړو. دا ډله له پیښور څخه کابل ته پيدل سفر کوي چې له طالبانو څخه وغواړي چې سوله وکړي. [خالد زیري]

هغه وویل، "مونږ د تورخم نه مزل پیل کړو،‌ خو مونږ په ځینې ځایونو کې په موټرو کې سفر وکړو ځکه چې هلته کې مونږ د امنیتي ستونزو سره مخامخ وو."

د راپورونو له مخې، اوو ځوانانو د افغانستان مرکزي ښار ته پيدل سفر کړی و.

هغه وویل،‌ "دا د سولې غږ دی، او مونږ به دا کابل ته ورسوو." "په لاره کې نور ملګري او د مدني ټولنې فعالان هم له مونږ سره یوځای شول، اوس زمونږ شمير لسګونو کسانو ته رسېدلی دی، او مونږ غواړو چې کابل ته پيدل سفر وکړو."

پښتون وویل، "مونږ په طالبانو او نورو یاغیانو غږ کوو چې دوی دې رامخکې شي او سوله دې وکړي." هغه زياته کړه، "جنګ هېڅ يوه ستونزه نه حل کوي."

'جنګ د حل لاره نه ده'

په جلال آباد کې، د تورخم د پولې نه کابل ته نږدې د نيمې لارې په فاصله کې، دغه کاروان د ننګرهار صوبې ګورنر حیات الله حیات، د سیمه ایزو اوسیدونکو او د مدنی ټولنې غړو سره خبرې اترې وکړې. یوشمیر اوسیدونکو ژمنه وکړه چې د دې کاروان سره یوځای شي او کابل ته پيدل سفر وکړي.

حیات دغه ډلې ته وویل،‌ "زه ستاسو د سفر ستاینه کوم او تاسو ته مبارکي درکوم.‌" هغه زياته کړه، "کله چې طالبانو په وړوکي اختر کې د دريو ورځو په اوربند کې د خلکو مینه ولیدله، نو ډېرو خلکو له حکومت او د ننګرهار د سولې صوبايي شورا سره اړيکه ونيوله او په خپل هيواد کې يې د سولې لپاره هیله څرګنده کړه. هغوی هیله لري چې د طالبانو ډلې به د سولې پروسې سره یوځای شي."

حامد محمودي، چې په جلال آباد کې د مدني ټولنې یو غړی دی او د دغه کاروان سره یوځای شو، وویل، "مونږ د سولې لپاره دغه غږ ته هرکلی وایو." "مونږ دلته کې حاضر یو چې د سولې لپاره خپل ژوند قرباني کړو.‌ مونږ به دا مطالبه پريږ نه دو، ځکه چې دا د افغانانو لپاره یو ستر اميد دی."

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ "هغوی که طالبان وي او يا نورې ډلې،‌ هغوی له پکار ده چې په دې پوه شي چې جنګ د حل لاره نه ده." "هغوی له ډېرو کلونو راهیسې جنګ کوي او د مرګونو او زخمونو نه علاوه يې هيڅ نه دي ترلاسه کړي."

هغه وویل، "د جنګ له کبله ډېرې ښځې کونډې شوي او ماشومان یتیمان شوي دي او د ژوند لپاره په سوال کولو مجبوره دي."

د سولې لپاره زیاتېدونکي مطالبې

د سولې وروستی کاروان د هغه نورو ولسي غږونو پيروي کوي کوم چې له طالبانو څخه غواړي چې د افغانستان د سولې پروسې سره یوځای شي.

د جون په ۱۳ مه، نږدې ۲۰ ښځو او جينکو په جلال آباد کې د مخابرات چوک نه تر پښتونستان واټ پورې مارچ وکړو او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سوله وکړي او د وروستیو اوربندونو سره یې د ملاتړ اعلان وکړو.‌

د دې نه مخکې، په لشکرګاه کې د ځوانانو او مشرانو یو ګروپ "د سولې ولسي غورځنګ" جوړ کړو.‌

په لشکرګاه کې د۵۰ ورځو د دهرنې نه وروسته، چې د مارچ په ۲۴ مه پیل شوې وه، د ګروپ یو شمېر غړو فيصله وکړه چې د هلمند نه کابل ته پيدل سفر وکړي او د خپل مقصد په اړه په خلکو کې پوهاوی رامنځته کړي.‌

د سفر په دوران کې، د دغه ګروپ سره نور کسان یوځای شول، او د جون په ۱۹ مه په لسګونو احتجاج کونکي کابل ته را ورسېدل.

د ننګرهار صوبې یو اوسېدونکي محمد انور، ۲۸ کلن، سلام ټایمز ته وویل، "طالبان باید پوهه شي چې خلکو د اختر په دريو ورځو کې د هغوی لپاره څومره مینه څرګنده کړه،‌ او همدارنګه هغوی ته احساس وشو چې خلک د سولې لپاره څومره ليوالتيا لري."

هغه وویل، "افغانان نور جنګ نه غواړي،‌ او ما چې د هغوی خوشحالي ولیدله، زه ویلی شم چې طالبان هم نه غواړي چې جنګ ته دوام ورکړي.‌" "هغوی باید سوله وکړي."

انور وویل، "هغوی باید په هلمند کې د سولې ولسي غورځنګ او د ټول افغانستان لخوا د سولې غږ ته غوږ ونیسي.‌ هغوی باید سوله وکړي."

هغه وویل، "مونږ نور نه غواړو چې یو بل ووژنو او په یو بل ډزې وکړو.‌ دا د حل لاره نه ده.‌" هغه زياته کړه، "زه د دغه کاروان، چې د پېښور نه پیل شوی و،‌ سره مرسته کوم او زه غواړم چې جنګ دې پای ته ورسېږي."

د کاروانانو د سوله ایز نوعيت سر بيره، وسله والو دوی په نښه کړي دي. د پجنشنبې په ورځ (د جون په ۲۸ مه)، د افغانستان په لوګر صوبه کې په يوې بمي چاودنه کې هغه اته کسان ووژل شول کوم چې د سولې لپاره په يوې غونډه کې ګډون کولو.

د افغانستان صدر اشرف غني د برید په ځواب کې وویل، طالبانو او نورو وسله والو د سولې فعالین ویرول. هغه زياته کړه، "سوله اوس د ټول هیواد بنيادي مطالبه جوړه شوې ده او دا يو ولسي او ملي مقصد ګرځیدلی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500