امنیت

په خیبرپښتونخواه کې په څلورو کلونو کې لږې تروریستي پیښې رامنځته شوي دي

د جاويد خان لخوا

پاکستاني سرتيري او پولیس د فبرورۍ په ۷ مه په هري پور کې د مرکزي جيل نه بهر چمتو ولاړ دي، چیرته چی د تروریزم ضد عدالت په اپریل ۲۰۱۷ کال کې په مردان کې د مشال خان د وژلو په کيس کې ښکيل کسانو ته سزا واوروله. [عامر قريشي/ای ايف پي]

پیښور -- چارواکو وويل، په خیبر پښتونخواه کې د قانون او نظم په وضعیت کېپه دوامداره توګه ښه والی په نظر راځي، چې په دې کې په څلورو کلونو کې ډیرې کمې تروریستي پیښې شاملي دي.

د خیبرپښتونخواه د پولیسو ویاند، وقار احمد، پاکستان فارورډ ته وویل، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د تروریزم ۲۱ پیښې راپور شوي وې، چې دا په تیر کال کې په ورته موده کې ۵۳ وې.

هغه وويل، "دا په تیرو څلورو کلونو کې تر ټولو کمې [تروریستي پیښې] دي." پولیسو په ۲۰۱۴ کال کې په ورته موده کې۵۲، په ۲۰۱۵ کال کې ۱۰۸، په ۲۰۱۶ کال کې ۱۱۳ او په ۲۰۱۷ کال کې ۵۳ پيښې ثبت کړي وې.

احمد وويل، په ورته موده کې، د خیبرپښتونخواه د تروریزم ضد ادارې (سي ټي ډي) ۴۱۹ د لاس جوړې شوي چاوديدونکي وسيلې ناکامه کړې. د دې په پرتله، سي ټي ډي په ۲۰۱۴ کال کې په ورته موده کې ۷۷، په ۲۰۱۵ کال کې ۲۲۸، په ۲۰۱۶ کال کې ۲۰۶ او په ۲۰۱۷ کال کې ۱۵۲ د لاس جوړې شوي چاوديدونکي وسيلې ناکامه کړي وې.

اسسټنټ سب انسپکټره زاهده د فبرورۍ په ۲۶ مه په پيښور کې د پولیسو اکيډمۍ نه بهر چمتو ولاړه ده. [عبدل مجيد/ای ايف پي]

اسسټنټ سب انسپکټره زاهده د فبرورۍ په ۲۶ مه په پيښور کې د پولیسو اکيډمۍ نه بهر چمتو ولاړه ده. [عبدل مجيد/ای ايف پي]

د مرکزي ښار د پوليسو افسر قاضي جمیل الرحمان او د خيبر پښتونخواه د پوليسو نور سينير افسران په پیښور کې د جون په ۲۱ مه د يو افسر په لاش باندې د ګلونو ګيډۍ ږدي. دغه افسر د ډيوټۍ په دوران کې وژل شوی و. د خيبر پښتونخواه پوليسو قربانيو په دې وروستيو کلونو کې د قانون او نظم په ښه کولو کې زياته مرسته کړې ده. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

د خیبرپښتونخواه پولیسو په نورو جرمونو، چې په خيبر پښتونخواه کې زيات شوي و، کې هم کموالی ثبت کړو.

په پیښور کې د پوليسو د مرکزي دفتر له مخې، د مثال په توګه، د جنورۍ نه تر می پورې د شوکې ۱۰ پيښې راپور شوي وې، چې دا په ۲۰۱۴ کال کې په ورته موده کې ۵۸، په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱۳، په ۲۰۱۶ کال کې ۶۷ او په ۲۰۱۷ کال کې ۴۴ وې.

احمد وویل، په لومړيو پنځو میاشتو کې، د هدفي وژلو ۱۵ پيښې ثبت شوې، چې دا په ۲۰۱۴ کال کې په ورته موده کې ۸، په ۲۰۱۵ کال کې ۵۵، په ۲۰۱۶ کال کې ۷۷ او په ۲۰۱۷ کال کې ۲۹ وې."

په ۲۰۱۸ کال کې د جنورۍ نه تر می پورې د پیسو لپاره د تښتونې درې پيښې ثبت شوې، چې دا په ۲۰۱۴ کال کې په ورته موده کې ۱۷، په ۲۰۱۵ کال کې ۲۶، په ۲۰۱۶ کال کې ۱۶ او په ۲۰۱۷ کال کې ۷ وې.

د خونديتوب بیرته ستنیدل

په پیښور کې یو خبریال، رفعت الله اورکزۍ، پاکستان فارورډ ته وویل، "اغېزمن عملیاتو او د خیبرپښتونخواه د پولیسو قربانیو په صوبه او د هيواد په نورو برخو کې د قانون او نظم وضعیت ښه کړی دی."

هغه وويل، "د خلکو زړورتيا او د امنيتي ځواکونو هڅو او قربانيو په خيبر پښتونخواه او د هيواد په نورو برخو کې ترهګرو ته ماتې ورکړو."

عبدل هادي، چې د څلوېښتو کالو نه کم عمر لري او په پيښور کې يو سوداګر دی، وویل، د خیبرپښتونخواه اوسيدونکي اوس د خوندي امنيت احساس کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ به په پیښور او نورو ضلعو کې هره ورځ د بمباریو په اړه اوریدل." "اوس هم يو څو تروریستي فعاليتونه دوام لري ... خو په امنيت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی."

هغه زياته کړه، د تيرو وختونو په پرتله، خلک نور نه ويريږي چې ماشومان سکولونو ته واستوي او يا د سودا لپاره بهر ته اوځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500