تجزيه

آیا داعش د مغرب پيداوار دی؟

پاکستان فارورډ

ابو بکر البغدادي په ۲۰۱۴ کال کې په موصل، عراق کې په النوري جومات کې د "اسلامي دولت" د جوړولو اعلان کوي. البغدادي د عراق څخه دی او د داعش د باني د جوړيدو نه مخکې د القاعدې یوه برخه وه. [فايل]

ابو بکر البغدادي په ۲۰۱۴ کال کې په موصل، عراق کې په النوري جومات کې د "اسلامي دولت" د جوړولو اعلان کوي. البغدادي د عراق څخه دی او د داعش د باني د جوړيدو نه مخکې د القاعدې یوه برخه وه. [فايل]

په اسلامي نړۍ کې ترټولو دوامداره سازشي نظريه دا ده چېداعش او افراطي ډلې د مغربي هیوادونو، په ځانګړې توګه د امریکې، پيداوار دي.

دا نظريه، چې دا وړاندیز کوي چې دا ډلې په اسلامي هیوادونو کې د مداخلت لپاره د یوې بهانې په توګه کارول کیږي، په اسلامي نړۍ کې په ډیرو خلکو کې، د سياستدانانو په شمول، د پام وړ ملاتړ لري.

يو شمير تعليمي ادارې، کارپوهان او مذهبي خلک وایي چې دا ډول نظريې دروغ دي او په حقایقو کې بدلون راولي.

د کراچۍ مذهبي عالم علامه احسن صدیقي، چې د سولې او هم آهنګۍ لپاره د بين المذاهب کميشن مشري کوي، وويل، "د داسې نظریو د خپرولو سره، په حقيقت کې ځینې ځواکونه غواړي چې د نړیوالو ترهګرو شبکو د ظلمونو په اړه په خلکو کې غلط فمهۍ رامنځته کړي."

په ۲۰۱۶ کال کې د لوی اختر په ورځ د داعش لخوا د خپره شوي ويډيو يو سکرين شاټ ښيي چې د دوی يو جنګيالی د سوریې قربانیان حلالوي. یو کارپوه وايي چې د دې نظريې، چې امريکې داعش جوړ کړی دی، له خپرولو سره ځيني قوتونه په حقیقت کې غواړي چې د نړیوالو وسله والو شبکو د ظلمونو په اړه خلک په غلط فهمۍ کې اخته کړي. [فايل]

په ۲۰۱۶ کال کې د لوی اختر په ورځ د داعش لخوا د خپره شوي ويډيو يو سکرين شاټ ښيي چې د دوی يو جنګيالی د سوریې قربانیان حلالوي. یو کارپوه وايي چې د دې نظريې، چې امريکې داعش جوړ کړی دی، له خپرولو سره ځيني قوتونه په حقیقت کې غواړي چې د نړیوالو وسله والو شبکو د ظلمونو په اړه خلک په غلط فهمۍ کې اخته کړي. [فايل]

په یمن کې د داعش په روزنیز کيمپ کې نوي عسکر ښودل شوي دي. داعش راڅرګند شو او د خپلو صلاحيتونو په کارولو سره يې د بريد کولو توان او تاکتيکونه ترلاسه کړل. يو کارپوه وايي چې دا د نه منلو وړ ده چې دا د سي آی ای یا نورو ادارو څخه هدايات او امرونه ترلاسه کوي. [فايل]

په یمن کې د داعش په روزنیز کيمپ کې نوي عسکر ښودل شوي دي. داعش راڅرګند شو او د خپلو صلاحيتونو په کارولو سره يې د بريد کولو توان او تاکتيکونه ترلاسه کړل. يو کارپوه وايي چې دا د نه منلو وړ ده چې دا د سي آی ای یا نورو ادارو څخه هدايات او امرونه ترلاسه کوي. [فايل]

د داعش پلوه الوفا ميډيا فاونډيشن لخوا خپور شوی تصوير د داعش عناصر ښیي چې جنګي ټريننګ ترلاسه کوي. ځینې هیوادونه، په ځانګړي ډول ایران، سازشي نظريه استعمالوي چې خپلې ګټې ترلاسه کړي او د خپلو اعمالو تورونه رد کړي. [فايل]

د داعش پلوه الوفا ميډيا فاونډيشن لخوا خپور شوی تصوير د داعش عناصر ښیي چې جنګي ټريننګ ترلاسه کوي. ځینې هیوادونه، په ځانګړي ډول ایران، سازشي نظريه استعمالوي چې خپلې ګټې ترلاسه کړي او د خپلو اعمالو تورونه رد کړي. [فايل]

هغه وویل چې په منځني ختیځ کې د داعش د پیل تاریخ ښکاره دی. هغه نوټ کړه چې "هر یو کس معلومولی شي چې د دې تاريخ د ابو موساب الزرقوي سره تړل شوی دی."

په اردن کې یو وسله وال، الزرقوي، چې په ۲۰۰۴ کال کې د القاعدې سره یوځای شوی و، د اسامه بن لادن سره د بیعت ژمنه وکړه او وروسته په عراق کې د القاعدې لومړی مشر جوړ شو.

په عراق کې ريښې

ابو بکر البغدادي -- چې اوس د داعش مشري کوي -- يو کال وروسته په ۲۰۰۵ کال کې وروسته له هغې د القاعدې سره یوځای شو کله چې هغه په بغداد کې د کيمپ بکا جيل نه خوشې کړی شو. هغه په دغه جيل کې وروسته له هغې په توقيف کې وساتل شو کله چې هغه هغه وخت ونيول شو کله چې یې د يو مطلوب دهشتګر سره ملاقات کولو.

هشام الهاشمي، چې د داعش په اړه يې دوه کتابونه، 'د داعش دنيا' او 'د داعش اندروني حال' لیکلي دي، وويل، هغه په ۱۹۷۱ کې د سمارا، البغدادي جنوب اړخ ته په الجيلم کې زېږېدلی و او وروسته د تعليم لپاره بغداد ته لاړو.

الهاشمي وویل، د کم عمر راهيسې، هغه د سلافيانو د نظريې نه متاثره و، او د بغداد جومات د امام په توګه يې افراطي نظریات خپرول پیل کړل.

په وسله والې ډلې 'د بريالي ډلې پوځ' کې د یو مهم شخصیت په توګه، البغدادي د خپل د تره زوی، ملا فوزي البدري، په واسطه د القاعدې سره ملاو شو او د هغه وخت مشر الزرقوي سره یې د وفادارۍ ژمنه وکړه.

الزرقوي په جون ۲۰۱۶ کال کې د امريکې په یو برید کې ووژل شو.

الهاشمي وويل، د الزرقوي د مرګ راهيسې، البغدادي د ابو عمر البغدادي (حامد داود محمد خلیل الزاوي) په مشرۍ کې ترقي ترلاسه کړه."

وروسته، هغه په عراق کې د القاعدې مشر، ابو حمزه المهاجر، چې د مصر سره يې تعلق لرلو، تر واک لاندې کار وکړو او د داعش د مشر جوړيدو لپاره يې لاره هواره کړه."

الهاشمي یادونه کوي چې د المهاجر وژلو، چې په ۲۰۱۰ کال کې د عراقي ځواکونو لخوا وژل شوې و، "البغدادي ته د مشر جوړيدو موقع" ورکړه.

هغه وویل چې هغه د "نوې جوړ شوې داعش د مشرۍ" لپاره وټاکل شو، خو د هغه اميدونه ډير لوړ ول او د اسلامي خلافت د بیا ژوندې کولو خوب یې ليدلو.

الهاشمي وويل "په ۲۰۱۱ کال کې، البغدادي په سوریه کې د ناکرارۍ څخه ګټه واخیسته او خپل يو څو نږدې ملګري یې ولیږل چې په مشرقي سوريا کې د القاعدې غړي قانع کړي چې د خلافت مفکوره ومني او دوی خلپه اصلي ډله پریږدي او د داعش، چې قوت يې ترلاسه کول پيل کړې ول، سره یوځای شي."

په اپريل ۲۰۱۳ کال کې، هغه په پای کې د سوریې ليډرشپ او ډلې، چې په نظرياتي توګه د القاعدې سره يې تړاو لرلو، له ځان سره يو ځای کړې او د داعش د جوړيدو اعلان يې وکړو.

بې شمېره دروغ

د مصر يو د سياسي چارو کارپوه عبدل نبي بکر، چې په الازهر يونيورسټۍ کې د شرعیت او قانون پروفيسر دی، وویل، په سیمه کې د ترهګرو ډلو د پراختیا په اړه بې شمیره دروغ شتون لري.

"د تاریخي او سیاسي حقایقو په کتلو سره، موږ په دې ادعاګانو کې روښانه دروغ وينو، چې د نامعلومو پارټو له خوا خپاره شوي دي."

هغه زياته کړه، خلک په دې ادعاګانو په پراخه کچه باور لري، "ځکه چې ځينو سياستدانانو په سيمه کې بار بار دغه ادعاګانې خپرې کړي دي."

بکر وويل، "څنګه به داعش، د مثال په توګه، د امريکې پيداور کېدې شي، په داسې حال کې چې دا په عراق کې د القاعدې څخه رامنځته شوی و او د هغه نه مخکې د ابو موساب الزرقوي او اسامه بن لادن له خوا جوړ شوی و؟"

محمد عامر رانا، چې په اسلام آباد کې د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوت مشر دی، وويل، دا خورا روښانه ده چې داعش په عراق او سوریه کې د القاعدې د پخواني مشرانو لخوا جوړ شوی و.

د عراق ماهر الهاشمي وویل، "داسې نښې نښانې نشته چې داعش د امريکې پيداوار دی."

هغه وويل، "دا سازمان راڅرګند شو او د خپلو صلاحيتونو په کارولو سره يې د بريد کولو توان او تاکتيکونه ترلاسه کړل." "دا د نه منلو وړ ده چې دا، د نورو بنياد پرست سازمانونو سره، د سي آی ای یا نورو ادارو څخه هدايات او امرونه ترلاسه کوي."

په افغانستان کې د هلمند صوبې پخوانی ګورنر، جمعه خان همدرد، وویل، "امریکې داعش نه دی جوړ کړی."

هغه پوښتنه وکړه، "دا د امريکې او د دوی ترټولو لوی دښمن دی او څنګه څوک ویلې شي چې دا د دوی لخوا جوړ شوی دی؟"

د ننګرهار صوبې د پارلمان غړي آمیر خان يار یادونه وکړه چې امریکا په افغانستان کې د داعش سره جګړه کوي.

"په ننګرهار کې، موږ وينو چې هره ورځ دوی د داعش د وسله والو سره جګړه کوي، دوی په افغانستان کې د امن راوستلو لپاره د خپل سرتیرو قرباني ورکوي." نوموړي زیاته کړه، چې آمریکا به هیڅکله د داعش ملاتړ ونه کړي.

د انحراف تاکتيکونه

په قاهره يونيورسټۍ کې د سوشیالوژۍ پروفیسره، باسيما حسني، وويل، "سازشي نظريه نوې نه ده." هغې يادونه وکړه چې دا په ښه توګه د جوړ شويو دروغونو نه علاوه نور هيڅ نه دي."

هغې وويل، لکه څنګه چې دروغ د خلکو یا موسسو، چې د هغوی ناظرين په هغوی اعتبار کوي، له خوا خپریږي، دا "د خلکو په وړاندې د يو ريښتینې حقیقت یا سازش په توګه ګڼل کيږي."

حسني وویل، عمومي خلک اکثر د مسلو په اړه تحقيقات نه کوي، او د مشهورو شخصياتو د بیانونو نه متاثره کيدې شي.

هغې زياته کړه، دا خلک مجبوره کولی شي چې د اصلي ستونزې نه مخ واړوي، چې د سازشي نظريې اصلي موخه ده او د انحراف فکتور رامنځته کوي چې موخه يې د ډير حده پورې ستونزه دايمي ساتل دي.

په عراق کې د مسلمان عالمانو مشر شیخ خالد الملا وویل چې "داعش د امریکې د پيداوار په توګه ګڼل يو کوشش دی چې په اسلامي نړۍ کې د خلکو نظر د تروریزم او افراطیت د ستونزو نه بل اړخ ته واړوي.

هغه پوښتنه وکړه، آیا دا د آمريکې لپاره منطقي خبره ده چې د ۱.۵ ملیاردو مسلمانانو ذهنیت کنټرول کړي او وايي چې دا د مسلمانانو لپاره فيصلې کوي؟"

هغه وویل، "موږ ولې اعتراف نه کوو چې داعش د هغه افراطي فکر پيداوار دی کوم چې د مذهبي، واکمنو او با اثره کسانو لخوا د دې لپاره خپور شوی و چې د مسلمان ځوانانو احساسات او ذهنونه د خپلو ذاتي او يا سياسي ګټو لپاره کنټرول کړي؟"

د ایران رژیم رول

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول ګارډ (آی آر جي سي) اکثر دا دروغ خپاره کړي چې په منځني ختیځ کې روانو جګړو ته لوېديځ هیوادونو، په ځانګړی توګه امريکې، هوا ورکړې ده.

په الشرق مرکز کې د سيمه ایز او ستراتیژیکو مطالعاتو څیړونکی، فتحي السيد، چې د ايران په چارو کې ماهر دی، وويل، د ایراني رسنیو مشین په دوامداره توګه دې نظريې ته هوا ورکوي او دا ادعا کوي چې په سیمه کې ترهګريزې حملې او پلانونه د هغه سازش یوه برخه ده چې امریکې د خلکو په وړاندې د خپلو ګټو لپاره جوړ کړی دی.

السيد وويل، د دې سازشي نظریې په خپريدلو کې د ایران پلوه يوه ډله لکه په لبنان کې حزب الله مرسته کوي.

هغه زیاته کړه چې آی آر جي سي د دې دروغو د خپریدو تر شا دی. هغه یادونه وکړه چې دې په منظمه توګه، د القاعدې په شمول د افراطي ډلو سره مرسته کړې ده.

بکر، چې په الاظهر يونيورسټۍ کې پروفيسر دی، وویل، "د دې دروغو د خپریدو موخه دا ده چې اول خو د آی آر جي سي په وړاندې د تورونو څخه د خلکو نظر واړوي او دویم دا چې په سیمه کې د مداخلت لپاره یوه بهانه جوړه کړي."

هغه زياته کړه، ایران د دې سازشي نظریې نه کار اخيستې دی چې په عرب سيمه کې د امریکې د پروجيکټونو په وړاندې شیعه ګان کنټرول کړي او هغوی د هغه کوششونو نه خوندي وساتي کوم چې د دوی شتون ختمول غواړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500