سياست

د فاټا او خیبرپښتونخواه انضمام د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره يو اميد رامنځته کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

باب خیبر ته نژدې قبايلي غړي د می په ۲۵ مه په قومي اسمبلۍ کې د فاټا د اصلاحاتو د مسودې د تصويب کولو جشن کوي. [پاکستان تحریک انصاف]

باب خیبر ته نژدې قبايلي غړي د می په ۲۵ مه په قومي اسمبلۍ کې د فاټا د اصلاحاتو د مسودې د تصويب کولو جشن کوي. [پاکستان تحریک انصاف]

پيښور -- د پخواني فاټا خلک د خیبر پښتونخواه سره د سیمې يو ځای کيدل لمانځوي او هيله لري چې دا نوښت به په بې قانونه او د اورپکۍ لخوا په ځپل شوي سيمه کې جمهوري اصلاحات پلي کړي.

قومي اسبملۍ د می په ۲۴ مه د خیبر پښتونخواه سره د فاټا د يو ځای کيدو لپاره په آيين کې ترميم وکړو. صدر ممنون حسین دا قانون د می په ۳۱ مه دستخط کړو.

دا بدلون د اوو ضلعو -- باجوړ، مهمند، خيبر، اورکزۍ، کرم، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيريستان -- شپږ میلیونه اوسیدونکي په خیبر پښتونخواه کې د عدالتونو د واکمنۍ لاندې راولي او دوی ته د نورو پاکستانيانو په شان حقوق ورکوي.

په پخوانۍ فاټا کې د پوليټيکل ايجنټانو ځای به ډپټي کمیشنران واخلي. پوليټيکل ايجنټانو به انتظامي او عدالتي دواړه واک لرلو.

باب خیبر ته نژدې قبايلي غړي د می په ۲۵ د فاټا او خیبرپښتونخواه يو ځای کيدل لمانځوي. [پاکستان تحریک انصاف]

باب خیبر ته نژدې قبايلي غړي د می په ۲۵ د فاټا او خیبرپښتونخواه يو ځای کيدل لمانځوي. [پاکستان تحریک انصاف]

دا ټول قامي بهیر پيل شوی دی او تمه کيږي چې دا به په پنځو کالو کې پای ته ورسيږي.

په خیبرپښتونخواه اسمبلۍ کې به د استازو لپاره ټاکنې د اکتوبر په مياشت کې د جولای په ۲۵ مه د عمومي انتخاباتو نه وروسته ترسره شي.

دغه سیمه به د خیبرپښتونخواه په اسمبلۍ کې ۲۳ سيټونه ولري، چې دا به صوبه پیاوړي کړي او په مجموعي توګه به استازو ته په ملي کچه پیاوړی استازيتوب ورکړي.

اسلام اباد به د ضم کيدو د برخې په توګه د خیبرپښتونخواه لپاره نورې سرچینې تخصیص کړي.

'تور قانون' له منځه وړل

خليل الرحمان، چې په ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ کالج بنو کې کې د سياسي چارو کارپوه او د شمالي وزيرستان ضلعې اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، قبايلي غړي د سرحدي سيمو د جرمونو مقررات (ايف سي آر)، چې په استعماری دور کې نافذ شوي ول، له منځه وړلو له کبله خوشحاله دي.

په ايف سي آر کې د ډله ايزې سزا ورکولو کړنې شاملې وې، چې چارواکو ته به يې اجازه ورکوله چې د ېو څو کسانو د جرمونو له کبله ټولې قبيلې ذمه واري وګرځوي.

هغه وويل، د اورپکۍ نه تنګ راغلي اوسيدونکي د فاټا او خيبر پښتونخواه په يو ځای کيدو خوشحاله دي.

احسان الله آفریدي، چې يو طالب علم دی او په خيبرپښتونخواه کې د پاکستان پیپلز پارټۍ سره تړاو لري، وويل، "اوس موږ د آزادۍ نه خوند اخلو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، هغه کسان، چې د ایف سي آر قانون لاندې نیول شوي ول، په هیواد کې په نورو ځایونو کې فعال عدالتونو ته لاسرسی نه لرله.

هغه وويل، ايف سي آر، چې د تور قانون په نوم پيژندل کيږي، خلک تر فشار لاندې ساتلې ول او هغوی به د انتظاميې د ظالمانه فيصلو په وړاندې غږ نه شو پورته کولی." "عدالتونو ته لاسرسی زموږ حق يقيني کړی چې د ايف سي آر د ختمولو نه وروسته د انصاف غوښتنه وکړو."

هغه وویل، "دا يو ستر بدلون دی." "دا یو ستر کار دی چې د هغې لپاره قانوني بنياد کيښودل شوی دی."

'یو ښه راتلونکی'

د جنوبي وزیرستان ضلعې یو اوسیدونکي ظاهر شاه وویل، د ایف سي آر ختمول د هغو کسانو لپاره يو ښه بدلون دی کوم چې د دغه ظالمانه قانون لاندې ژوند کولو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د فاټا د جلا حيثيت او د نابرابرۍ د وضعیت له کبله دغه سیمه د پراکسي جګړو لپاره يو مرکز پاتې شوی و او د دې ټولنیز اقتصادي حالاتو ته يې زيان رسولی و."

هغه وويل، "زيات شمېر فرصتونه به د تاريخي انضمام له کبله د اوسيدونکو ژوند ښه کړي." هغه اوسيدونکي، چې په دوامداره وېره کې يې ژوند کولو، نور به مايوسه پاتې نه شي بلکې د دې پر ځای دوی به د ښه راتلونکي هيله ولري.

شاه وويل، په تيرو کې، وفاقي صحت، تعليم او سماجي ادارو په قبايلي سيمو کې کار نه کولو. "خو موږ به د پرمختګ يو دور ووينو چې په زرګونو دندې به رامنځته کړي او د ښه صحت، تعليم انرژۍ، اوبو او صفايۍ لپاره د انفراسټرکچر په جوړولو کې به مرسته وکړي."

د اقتصاد او سولې ګټې

د پاکستان تحریک انصاف یو غړی ګل ظفر خان، چې په باجوړ ډسټرکټ کې د اين ای-۴۱ نه عمومي انتخاباتو ته ولاړ دی، وويل، قبایلي خلکو په پاکستان کې د سولې لپاره خورا قربانۍ ورکړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د اورپکۍ په وړاندې زموږ د زياتو کوششونو نتیجه وه چې د يوې پيړۍ زوړ سیسټم بدل شوی دی. موږ د جمهوريت په لور خپل سفر پیل کړی دی." هغه زیاته کړه چې دا به د وسله والو لپاره ناممکنه وي چې په نوي جمهوری نظام کې ځای تر لاسه کړي.

خان وويل: "فاټا د يوې عشرې نه د زياتې مودې راهيسې د ترهګرو لپاره يو مرکز پاتې شوی دی." "دا د وسله والو لپاره آسانه وه چې د بشپړې کچې انتظامي جوړښت پرته خوندي پاتې شي."

کامران محسود، چې په فاټا کې د طالب علمانو د تنظيم سيکريټري دی، د دې انضمام په اړه سترې هیلې څرګندې کړې.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا به په هغه سیمه کې تلپاتې سوله راولي چې وسله والو يې په تاریخي توګه استحصال کړی دی." "د دې کریډټ ټولو سیاسي ځواکونو ته ځي چې د دې ملاتړ يې وکړو؛ د يو ځای کيدو لپاره يې ستر پلان جوړ کړو، او ټول د مبارکۍ مستحق دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل "اصلاحات يوازينۍ لاره ده چې په دغه سیمه کې تلپاتې سوله بحال کړي." "[اوسيدونکو] د سکون ساه اخيستې ده او د نوي سیسټم د ګټو په تمه دي."

د پرمختګ لپاره لاره هوارول

ضيا الدين احمد، چې په پیښور کې د اقتصادياتو کارپوه دی، پاکستان فارورډ ته وویل چې دا انضمام به بې شکه سوداګرۍ ته وده ورکړي.

هغه وويل، "په قبايلي ضلعو کې کانونه او سره زر موجود دي چې د تروریزم او د قانون د حاکميت د نشتوالي له کبله ترې استفاده نه ده شوې." موږ هيله لرو چې د ملي قانون پراختيا او د تاوتريخوالي له منځه وړل به د صنعت کارۍ او سرمايه کارۍ لپاره لاره هواره کړي او دا به د [د قبايلي غړو] ژوند ښه کړي.

هغه وويل، "په زرګونو ځايي اوسيدونکي ... چې د هېواد په نورو برخو کې کار کوي، به بېرته خپل کور ته ستانه شي، او اقتصاد ته به وده ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500