ټاکني

په بره دير کې يوه ښځه په انتخاباتو کې برخه اخلي، چې د ښځینه رایه ورکوونکو د ووټ ورکولو د حق نه د محروميدو مخه نيسي

د عديل سعيد لخوا

يو پاکستانۍ رایه ورکوونکي په اسلام آباد کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۳۰ مه د ځايي حکومت په لومړي انتخاباتو کې په پولنګ سټيشنونو کې ووټ اچوي. د پاکستان په لرې پرتو او قبایلي سیمو کې، ښځینه رایه ورکوونکي کمې دي او په ځینو حالاتو کې شتون نه لري. [عامر قريشي/ای ايف پي]

يو پاکستانۍ رایه ورکوونکي په اسلام آباد کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۳۰ مه د ځايي حکومت په لومړي انتخاباتو کې په پولنګ سټيشنونو کې ووټ اچوي. د پاکستان په لرې پرتو او قبایلي سیمو کې، ښځینه رایه ورکوونکي کمې دي او په ځینو حالاتو کې شتون نه لري. [عامر قريشي/ای ايف پي]

پیښور -- حميده شاهد، چې د تحریک انصاف پاکستان پارټۍ غړي ده، د خیبر پښتونخواه په بره دیر کې په انتخاباتو کې د برخې اخيستلو لپاره د خپلې ارادې اعلان کړی دی. بره دير يوه داسې سیمه ده چېرې چې ښځې په تاریخي توګه د ووټ ورکولو د حق نه محرومه پاتې شوي دي.

حميده، ۴۵ کلنه، چې د عشيرۍ درې د سمکوټ سيمې اوسيدونکي او د شپږو ماشومانو مور ده، د جون په ۶ مه د انتخاباتو لپاره کاغذونه جمع کړل چې د پي کې-۱۰ حلقې نه په صوبايي اسمبلۍ کې د سيټ لپاره د د جولای په ۲۵ مه په انتخاباتو کې برخه واخلي.

هغه په دغه سیمه کې لومړنۍ ښځینه اميدواره ده چيرته چې ښځینه رایه ورکوونکي بیخې کمې دي، او په ځینو حالاتو کې شتون نه لري.

ډان ورځپاڼې د دسمبر په میاشت کې راپور ورکړو چې په ۲۰۱۷ کال کې، ځینو مذهبي ډلو او افراطي عناصرو په دوو ضلعو، کوز دير او بر دير، کې د تحصيل او ويلج کونسل د سيټونو لپاره د ځايي حکومت په ضمني ټاکنو کې ښځې د رایه ورکولو نه منع کړې.

حميده شاهد، چې د پاکستان تحریک انصاف اميدواره ده، د جون په ۶ مه په بره دیر ډسټرکټ کې په انتخاباتو کې د برخه اخیستلو لپاره کاغذونه وړاندې کوي. [د حمیده شاهد نه په مننه]

حميده شاهد، چې د پاکستان تحریک انصاف اميدواره ده، د جون په ۶ مه په بره دیر ډسټرکټ کې په انتخاباتو کې د برخه اخیستلو لپاره کاغذونه وړاندې کوي. [د حمیده شاهد نه په مننه]

د دغه راپور له مخې، د بره دير په شاهي خيل تالاش تحصيل کې په ۶،۲۸۶ رجسټر شويو ښځینه رایه ورکوونکو کې، هیڅ يوې ښځې خپل ووټ نه و اچولې. په ورته ډول، د کوز دير په سمرباغ تحصیل کې، په ۷،۰۴۲ رجسټر شویو ښځینه رایه ورکوونکو کې هيڅ يوې ښځې په ووټ کې برخه نه وه اخیستې.

په ووټونو کې د خلکو د کمي په اړه د يوې تجزيې، چې په پاکستان کې د تحقیقاتو راپور ورکولو مرکز خپره کړې وه، له مخې، په عين حال کې، په بره دير کې حتی ۳۴٪ ښځې رجسټر شوي نه دي چې د ۲۰۱۸ په عمومي انتخاباتو کې خپل ووټ استعمال کړي.

په کوز دير کې، ۳۲٪ ښځې نه دي رجسټر شوي، چې د دې پسې بټګرام ضلع ده، چیرته چې دغه شمیره ۳۰٪ ده.

رواجونه ماتول

حميده، چې د پيشې په لحاظ سره ښځينه درزۍ ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "زما موخه دا ده چې د ټاکنو په سیاست کې د ښځو په ګډون باندې دا پابندي ختم کړم او د دې پسمانده سیمې په پراختیا کې مرسته وکړم."

هغه ومنله چې هغه د سختو چيلنجونو سره مخامخ ده، خو په چټکۍ سره یې وويل چې ژوند د ستونزو نه ډک دی او هر یو کس له پکار ده چې د دې سره په کلکه مقابله وکړي.

هغې وويل، "زه غواړم چې د خپلې سيمې د هغه ښځو لپاره ښه کار وکړم، چې د جديديت، پرمختګ او پراختیا په دور کې په محروميت کې ژوند تیروي."

په ۲۰۱۷ کال کې د لوکل انتخاباتو په ترڅ کې د پاکستان تحریک انصاف لپاره د کار کولو سره، حمیدې ته معلومه شوه چې ښځې د سهولتونو د نشتوالي له امله په غرونو کې په سختو حالاتو کې ژوند کوي.

هغې وويل، د سيمې اوسيدونکي په انتخاباتو کې د برخې اخيستلو لپاره د هغې په فيصلې خوشحاله دي. هغې زياته کړه، هغوی دا "يو ښه فال "ګڼي" او وايي چې دا به ښځو ته د ووټ ورکولو د حق لپاره لاره هواره کړي.

هغې وويل، "خلکو، په ځانګړي توګه ښځو، چې زه ورسره لیدنه کوم، چې د نارينو په حلقه کې په انتخاباتو کې د برخې اخيستلو لپاره زما د فيصلې ستاينه کړې ده او زما سره يې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ژمنه کړې ده."

حمیده په خپل مقصد کې یوازې نه ده. په کوز دير کې دريو نورو ښځو د قومي او صوبايي اسمبلو سيټونو لپاره په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د نومونې کاغذونه ثبت کړي دي.

صوبيا شاهد (چې د حميدې سره څه تعلق نه لري) په تیر کال کې د خیبر پښتونخواه په اسمبلۍ کې کار کړی و او د میرمنو لپاره د مختص شوي سيټ لرلو سره يې د کوز دير ډسټرکټ استازیتوب کړی و. اوس هغې پریکړه کړې چې په کوز دير کې د اين ای -۷ نه د قومي اسمبلۍ د سيټ لپاره په انتخاباتو کې برخه واخلي. هغه د پاکستان مسلم لیګ نواز غړي ده.

د کوز دير په نورو ښځینه اميدوارانو کې: په حلقه پي کې - ۱۵ کې د پي ټي آی سميره او په حلقه پي کې - ۱۶ کې سايره شمس شاملي دي. دواړه په صوبايي اسمبلو کې د سيټ لپاره هلې ځلې کوي.

د ښځو پياوړتيا او هڅول

شوکت يوسفزۍ، چې په صوبه کې د پي ټي آی وياند دی او د خیبر پښتونخواه د اسمبلۍ پخوانی غړی دی، وویل، "په هغه سیمه کې، چيرته چې د ښځو د ووټ ورکولو شمير تقريباََ نشته، ښځینه اميدوارانو ته د پارټۍ د ټيکټونو ورکولو موخه ښځینه رایه ورکونکي هڅول دي چې دوی بهر راوځي او د رایې ورکولو خپل حق استعمال کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د ښځو د پیاوړتیا پرته موږ نه شو کولی چې مخ پر وړاندې لاړ شو، او د دې لپاره موږ له پکار ده چې ښځو ته برابر فرصتونه برابر کړو."

هغه وويل، "موږ يوه ښځه په سيمه کې د ښځو د سيټ لپاره غوره هڅونکي ګڼو چې د خپلې واکمنۍ او پرمختګ لپاره په جمهوري نظام کې برخه واخلي."

د ۲۰۱۳ کال په انتخاباتو کې، سره له دې چې د ښځینه رایه ورکوونکو ګډون کم و، پاکستان تحریک انصاف ښه ووټونه ترلاسه کړل.

یوسفزۍ وویل، "موږ په دې باور لرو چې د پاکستان تحریک انصاف اميدوراره، حمیده شاهد، چې د نارینو په ټولنه کې په انتخاباتو کې د ګډون کولو سره يو تاريخ جوړ کړی دی، به د ښځو رایه ترلاسه کولو له لارې بریالۍ شي."

نيلم تورو، چې په خيبر پښتونخواه کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملي کمیټۍ مشره ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "د حمیدې نوماندي به د بره دير د ښځو لپاره يو هڅونکی عنصر ثابت شي او په سیمه کې به د ښځو د ووټ وروکولو شمير زيات کړي."

هغې وويل، "حميدې يوه ستونزمنه لاره غوره کړې ده، خو هغه به د خپلې سيمې د ښځو د پياوړتيا لپاره د خپل عزم او ارادې له کبله بريالۍ شي."

تورو وویل چې هغه د پي ټي آی او پي ايم ايل - اين ستاینه کوي چې د نارینو په حلقو کې يې ښځینه اميدوارانو ته ټکټونه ورکړل.

هغې هيله څرګنده کړه چې داسې پريکړې به په سيمه کې د نارينوو حاکمیت او غلبه کمزوری کړي، چيرته چې يو شمېر اوسيدونکو ژمنه کړې چې په انتخاباتو کې د ښځو د ووټ ورکولو مخه ونيسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500