|

رمضان

په تصويرونو کې: پاکستانيان د وړوکې اختر نه مخکې بازارونه ته ځي

د ښه امنیت له کبله د روژې په وروستیو ورځو کې د پلورونکو شمیر زیات شوی دی.

د سيد عبدل باسط لخوا

  • 
په راولپنډۍ کې یو پیرودونکی د جون په ۱۰ مه د وړوکي اختر لپاره د ماشوم کميس اخلي. [سيد عبدل باسط]

    په راولپنډۍ کې یو پیرودونکی د جون په ۱۰ مه د وړوکي اختر لپاره د ماشوم کميس اخلي. [سيد عبدل باسط]

  • 
په راولپنډۍ کې يوه ښځه د جون په ۱۰ مه د وړوکي اختر نه مخکې د جينکو کپړې اخلي. [سيد عبدل باسط]

    په راولپنډۍ کې يوه ښځه د جون په ۱۰ مه د وړوکي اختر نه مخکې د جينکو کپړې اخلي. [سيد عبدل باسط]

  • 
ښځې د جون په ۹ مه په نوښار کې خرڅیدونکي بنګړو ته په تماشه دي. [سيد عبدل باسط]

    ښځې د جون په ۹ مه په نوښار کې خرڅیدونکي بنګړو ته په تماشه دي. [سيد عبدل باسط]

  • 
ښځې په نوښار کې د جون په ۹ مه د ماشومانو لپاره بنګړي اخلي. [سيد عبدل باسط]

    ښځې په نوښار کې د جون په ۹ مه د ماشومانو لپاره بنګړي اخلي. [سيد عبدل باسط]

  • 
د بنګړو يو پلورونکی په نوښار کې د جون په ۹ مه د یو تصوير لپاره پوز جوړوي. [سيد عبدل باسط]

    د بنګړو يو پلورونکی په نوښار کې د جون په ۹ مه د یو تصوير لپاره پوز جوړوي. [سيد عبدل باسط]

  • 
په نوښار کې د جون په ۹ مه د وړوکي اختر نه مخکې بازارونه د پلورونکو نه ډک دي. [سيد عبدل باسط]

    په نوښار کې د جون په ۹ مه د وړوکي اختر نه مخکې بازارونه د پلورونکو نه ډک دي. [سيد عبدل باسط]

  • 
په راولپنډۍ کې د جون په ۱۲ مه د وړوکي اختر نه مخکې د خلکو ګڼه ګوڼه لیدل کیدی شي. [سيد عبدل باسط]

    په راولپنډۍ کې د جون په ۱۲ مه د وړوکي اختر نه مخکې د خلکو ګڼه ګوڼه لیدل کیدی شي. [سيد عبدل باسط]

  • 
په راوالپنډۍ کې د جون په ۱۲ مه په الجنت مال کې د اختر پلورونکي لیدل کیدی شي. [سيد عبدل باسط]

    په راوالپنډۍ کې د جون په ۱۲ مه په الجنت مال کې د اختر پلورونکي لیدل کیدی شي. [سيد عبدل باسط]

  • 
یوې ښځې په اسلام آباد کې  د جون په ۱۲ مه د وړوکي اختر نه مخکې په خپل لاس نکريزه لګولي ده. [سيد عبدل باسط]

    یوې ښځې په اسلام آباد کې د جون په ۱۲ مه د وړوکي اختر نه مخکې په خپل لاس نکريزه لګولي ده. [سيد عبدل باسط]

راوالپنډۍ -- وړوکی اختر په پاکستان کې ترټولو بوخت پیرودونکی موسم دی، چې نارینه، ښځې او کورنۍ نوي کپړې، بوټان، بنګړي، نکريزې او نور سامان اخلي.

د اختر نه مخکې په هفته کې، په راولپنډۍ او اسلام آباد کې د خریدارۍ مرکزونه د روژه ماتې نه تر د شپې ناوخته پورې د پیرودونکو څخه ډک وي. تمه کيږي چې سږ کال به اختر د جمعې یا شنبې په ورځ (د جون په ۱۵ مه یا ۱۶ مه) پیل شي.

د سولې او امنیت بيا بحالۍ سره، پلورونکي وايي چې دوی اوس ذهني سکون لري.

عثمان مغل، چې په راولپنډۍ کې یو پيردونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې، ما نه غوښتل چې د امنیتي ګواښونو له امله د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې پاتې شم." "نن ورځ ما پنځه ګهنټې د خپلې کورنۍ سره په سامان اخيستلو کې تیرې کړې."

مصور شاه، چې په راولپنډۍ کې یو بل پيرودونکی دی او د خپل د تره د زوی لپاره يې د ماشومانو کپړې اخيستلې، وویل، "ما له مخکې نه د اختر سودا اخيستې ده."

هغه په مسکا پاکستان فارورډ ته وویل، "د ماشومانو لپاره د نوو جامو یوه ډيره ښه ټولګه موجود ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Pf icons no 1

تبصره 💬

* ضروري برخې ښيي
Captcha

2 تبصرې 💬

💬

abdul wahab | 06-23-2018

ډیر ښه او زه ستاسو د کار ستاینه کوم، ښه موضوع مو خوښه کړي ده. دې ته دوام ورکړئ


💬

Usman | 06-23-2018

ډیر ښه. دې ښه کار ته دوام ورکړئ


د رایو شمېر

د انتخاباتو نه وروسته د پاکستان لپاره تر ټولو لوی چيلنج څه دی؟

نتایج وګورئ