ټاکني

اي سي پي د سیاسي پارټۍ په توګه د ايم ايم ايل ثبت کول رد کړل

ای اي پي

د ملي مسلم لیګ (ايم ايم ايل) يو ترک شوی دفتر د اپريل په ۳ مه په لاهور کې ښودل شوی دی. [عارف علی/ای ايف پي]

د ملي مسلم لیګ (ايم ايم ايل) يو ترک شوی دفتر د اپريل په ۳ مه په لاهور کې ښودل شوی دی. [عارف علی/ای ايف پي]

اسلام اباد -- چارواکو وويل چې په ۲۰۰۸ کال کې په ممبۍ تروريستي بریدونو کې ښکيل پاکستانۍ يوه ډله د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۱۳ مه) د ټولټاکنو نه يو څو هفتې مخکې د سیاسي پارټۍ په توګه د رجسټر کولو نه منع کړې شوه.

ملي مسلم لیګ (ایم ایم ایل) د جماعت الدعوا، چې د لشکر طیبه يوه وسله واله خيراتي ډله ده، له خوا د تير اګست په مياشت کې پيل کړی شوه چې د جولای په ۲۵ مه په ټولټاکنو کې برخه واخلي.

متحده آيالاتو د اپريل په مياشت کې ايم ايم ايل په تور ليست کې شامله کړه.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون (اي سي پي) د چهارشنبې په ورځ د سیاسي پارټۍ په توګه د ثبت کولو لپاره د دوی درخواست رد کړو.

د جماعت الدعوا مشر، حافظ سعید، چې په یو بې نيټې تصوير کې ښودل شوی دی، په پاکستان کې په آزادانه توګه فعاليت کوي. سره له دې، چې امريکې د هغه په سر د ۱۰ ميليونو امريکايي ډالرو انعام مقرر کړی دی. [فليکر/نيوز ميژر مينټس نيټ ورک لايو]

د جماعت الدعوا مشر، حافظ سعید، چې په یو بې نيټې تصوير کې ښودل شوی دی، په پاکستان کې په آزادانه توګه فعاليت کوي. سره له دې، چې امريکې د هغه په سر د ۱۰ ميليونو امريکايي ډالرو انعام مقرر کړی دی. [فليکر/نيوز ميژر مينټس نيټ ورک لايو]

د اي سي پي وياند الطاف احمد ای ايف پي ته وويل، "[اي سي پي] نن د ملي مسلم ليګ لخوا د ثبت کولو درخواست رد کړو."

هغه وويل، وروسته به په يو تفصيلي بيان کې د لاملونو وضاحت وکړې شي.

د جماعت الدعوا مشر حافظ سعید په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ حملو، چې ۱۶۶ کسان په کې وژل شوي ول، په پلان جوړولو کې تورن دی. متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو دواړو هغه یو نړیوال ترهګر وګرځولو. هغه د القاعدې او طالبانو سره په اړیکو لرلو کې هم تورن دی.

سعید په پاکستان کې په آزدانه توګه فعاليت کوي، سره له دې چې د هغه په سر د ۱۰ ميليونو امريکايي ډالرو (۱.۲ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) انعام مقرر شوی دی. هغه په تروریزم او ممبۍ بریدونو کې د لاس لرلو نه انکار کړی دی.

د پاکستان چارواکو د دې کال په پیل کې د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف) د غړو لخوا د رایې ورکولو وروسته د جماعت الدعوا اثاثې ضبط کول پیل کړل چې پاکستان د هغو هیوادونو په لسټ کې شامل کړي کوم چې د ترهګرۍ مالي تمویل په وړاندې کافي اقدامات نه کوي. ايف ای ټي ايف د پیسو د تطهير ضد نړیواله څارونکي اداره ده.

ايف ای ټي ايف به په دی میاشت کې بیا يوه غونډه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500