روغتیا

د خیبرپښتونخواه چارواکي د جعلي طبيبانو او غیرقانوني ډاکترانو پر وړاندې مبارزه کوي

د محمد شکيل لخوا

د شانګلې ضلعې اسسټنټ کميشنر طارق محمود د اپریل په میاشت کې د طبي کلینیک اسناد ګوري. [محمد شکيل]

د شانګلې ضلعې اسسټنټ کميشنر طارق محمود د اپریل په میاشت کې د طبي کلینیک اسناد ګوري. [محمد شکيل]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه چارواکي د هغه کلینیکونو او طبي مرکزونو په وړاندې مبارزه کوي کوم چې جعلي طبيبان او غیرقانوني طبي متخصصین چلوي.

د سپريم کورټ درې کسیزه بنچ د جسټس میاں ثاقب نثار په مشرۍ کې د اپریل په ۲۰ مه د غیرقانوني کلینیکونو د بندولو لپاره د خیبرپښتونخواه د روغتیایي چارو کمیټې (کې پي ايچ سي سي) ته لارښوونه وکړه.

د کې پي ايچ سي سي ايګزيکيټيو افسر آزار سردار په دغه وخت عدالت ته وویل چې په ټوله صوبه کې نږدې ۱۵،۰۰۰ کلینیکونه ول چې د غیر قانوني طبي کارپوهانو لخوا چليدل.

د کې پي ايچ سي سي ډايريکټر (عملیات) ارسلان احمد خان د جون په میاشت کې پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د جعلي طبيبانو او غير قانوني کلینیکونو په وړاندې يو پراخه کمپاین پیل کړی دی، خو زموږ هڅې موږ ته د سپارل شوي کار د زياتوالي له امله چا ته ښکاره نه دي."

په جعلي ډاکټرۍ کې یواځې هغه پریکټیشنران شامل نه دي چې جعلي اسناد لري او د مريضانو علاج کوي، بلکې هغه ډاکټران هم شامل دي کوم چې د خپل وړتیاو او مهارتونو نه علاوه کار او تجاوز کوي." هغه زیاته کړه، چې دې مبارزې ته د مدني ټولنې د ملاتړ ضرورت دی.

خان وویل چې یو وړ ډاکټر یا عمومي پریکټیشنر به په فراډ کې ښکيل وي که چيرې هغه د خپل سپيشلايزيشن نه علاوه کار کوي [لکه ډرماټالوجسټ چې الټراساونډ ترسره کوي].

هغه وويل، د جعلي ډاکټرۍ لپاره جرمانه د ۵،۰۰۰ -۱۰،۰۰۰ روپو (۴۳-۸۶ امريکايي ډالره) نه تر ۱ ميليونه روپو (۸،۶۰۰ امريکايي ډالره) پورې ده او د غټ جرم لپاره شپږ میاشتې جيل دی. دا هغه کيسونه دي چې ژوند او يا د بدن څه برخه په کې له لاسه ورکول شامل وي.

له ۱۱۰۰ څخه زیات غير قانوني کلینیکونه تړل شوي دي

د نیوز انټرنیشنل د می په ۳۰ مه د سردار له خولې خبر ورکړو چې د سپریم کورټ د لارښوونې راهیسې، کې پي ايچ سي سي په صوبه کې ۹۲۹ کلینیکونه او ليبارټرۍ بندې کړي دي.

د خان له مخې، د جون په دریو ورځو کې، د خیبر پښتونخواه چارواکو ۲۵۰ کلینیکونو وتړل، چې په دې کې د جراحۍ يو مرکز شامل و چې وړ روغتیایي مسلکیانو چلوو، خو د جراحۍ لپاره د پام وړ پاملرنې يونټ او د وینې بينک يې نه لرلو.

هغه وويل، خیبرپښتونخواه په څلورو زونونو کې تقسيم شوې ده: پیښور او چارسده (زون ۱)، هزاره ډویژن (زون ۲)، نوښار، مردان او صوابي (زون ۳) او جنوبي زون (زون ۴). یو انسپکټر ټاکل شوی چې په خپله سيمه کې د جعلي طبي مسلکيانو په وړاندې د کمپاین څارنه وکړي.

ساجد خان، چې په پیښور کې د ډپټې کميشنر د دفتر وياند دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ضلعې د مدیرانو او د روغتیایي چارو کمیټۍ غړي په ګډه کار کوي چې د پاکستان د چيف جسټس لخوا سپارل شوی هدف د ترلاسه کولو لپاره خپل کار تيز کړي او کارکردګي يقيني کړي."

هغه وويل، "پېښور په دريو برخو کې تقسيم شوی دی، او يو ټيم ته دا ډيوټې سپارل شوی چې په هغه سيمو کې کار وکړي کومې چې د پېښور پراختيايي ادارې تر واک لاندې دي."

خان وويل، چې ټيمونو د پېښور په بېلا بېلو سيمو کې ټولټال ۱۰۴ کلينيکونه تړلې دي.

هغه وويل، چهاپې د اسسټنټ کمیشنرانو یا ايډيشنل اسسټنټ کميشنرانو په رهبرۍ کې ترسره کيږي چې د غیرقانوني طبي مسلکیانو، چې د معصومه مريضانو ژوند په خطر کې اچوي، په وړاندې بې توپیره اقدامات يقيني کړي.

د روغتیا غوره پاملرنې يقيني کول

ادريس مير، چې په پیښور کې د طبي موادو د سپلايۍ سوداګر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "جعلي ډاکټران په مضافاتو او لرې پرتو سیمو کې زيات وي، چیرته چې خلک پوهه نه لري چې وړ ډاکټر او جعلي ډاکټر وپيژني."

هغه وويل، "د کمپاين د پيل په اړه د حکومت پرېکړه به په خلکو کې د هغه جعلي طيببانو په اړه پوهاوي رامنځته کړي کوم چې خلکو ته د غلطې طبي مشورې، چې د روغتيا احتمالي اختلاطاتو لامل ګرځي، ورکولو له لارې دهوکه ورکوي."

محمود خان، چې په پيښور کې په پاکستان ریلوې کې یو کمپیوټر آپريټر پاتې شوی دی، وویل، غير قانوني پریکټیشنران د کار کولو نه منع کول به د خلکو لپاره غوره روغتیايي پاملرنه يقيني کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا به د وایرل بيمارو د خپریدو په کنټرولو کې هم مرسته وکړي، لکه هیپاټايټس، چې په بنيادي توګه د ناپاکه حالاتو او د جعلي طبيبانو لخوا د ککړ شویو آلاتو د کارولو له کبله رامنځته کيږي."

هغه وويل، "چارواکي بايد په لرې پرتو سيمو کې ښه او مناسب روغتيايي سهولتونه برابر کړي، چيرته چې اوسيدونکي مجبوره وي چې په بېړنيو حالتونو کې په دې غيرقانوني طبي پریکټیشنرانو معاینه وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خيبر پښتونخواه د انسپکټر او يا د جنوبي زون د انچارج د رابطې نمبر

ځواب

هغه خلک، چې په دولتي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې له ۵۰ څخه تر ۷۰٪ پورې خدمات چمتو کوي، د حکومت لخوا نا اهل او جعلي طبيبان ګڼل کيږي او د روغتونونو څخه بهر د خدماتو برابرولو نه منع کيږي. دا د حکومت یوه عجيبه ادعا ده، که چیرې دا خلک د حکومت لپاره کار کوي نو دوی وړ ګڼل کیږي، او که چيرې دوی د روغتون څخه بهر کار کوي نو دوی بيا جعلي طبيبان ګڼل کیږي. د حکومت د منافقت نه علاوه دا نور څه دي؟ د دې حکومت نه علاوه، هيڅ يو حکومت توان نه لرلو چې په ټول هیواد کې ټولو خلکو ته د صحت سهولتونه برابر کړي. په لویو ښارونو کې حالات دا دي چې د او پي ډي چیټ لپاره خلک ۲/۳ ګهنټې انتظار کوي، تاسو فکر وکړئ چې په وړو ښارونو او کلیو کې به څه حالات وي؟ ورور، لومړی دا وړتیا ترلاسه کړه چې په ټول هیواد کې خپلو خلکو ته روغتیایي سهولتونه چمتو کړې او وروسته په دې وړ جعلي طبيبانو باندې بنديز ولګوه.

ځواب