جرم او انصاف

د پيښور اوسيدونکي د پولیسو د موبايل ايپ ستاینه کوي

د جاويد خان لخوا

یو بې نيټې سکرين شاټ د پیښور د پولیسو موبايل ايپ د معرفي کولو لپاره يوه معلوماتي ویډیو ښیي. [فايل]

یو بې نيټې سکرين شاټ د پیښور د پولیسو موبايل ايپ د معرفي کولو لپاره يوه معلوماتي ویډیو ښیي. [فايل]

پیښور -- يو موبايل ايپ، چې د دې کال په لومړيو کې د پیښور د پولیسو لخوا پیل شو، له خلکو سره مرسته کوي چې د ځواک سره اړیکه ونیسي او په ښار کې د جرمونو په اړه راپورونه او معلومات ورکړي.

د پیښور د پولیسو ایپ، چې په مارچ کې پیل شو، د ګوګل پلې سټور نه ډاونلوډ کیدی شي او کاروونکو ته توان ورکوي چې د جنایی فعالیت په اړه په چټکۍ سره راپور او د ځای په اړه معلومات ورکړي.

د خیبر پښتونخواه د پولیسو ویاند، وقار احمد، وویل، دې نوې ايپ ته خلک لاسرسی ترلاسه کولی شي.

هغه د می په میاشت کې پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې ايپ د پيلولو نه يو څو هفتې وروسته، د پیښور پولیس ځواک ۲،۳۶۳ شکايتونه ترلاسه کړل چې خلکو په کې مرسته غوښتله او يا يې معلومات ورکول."

د پاکستان د پولیسو چارواکي په پیښور کې د می په ۱۱ مه وروسته له هغې د يو ځايي هوټل معاينه کوي کله چې په دغه هوټل کې د ګيس چاودنه رامنځته شوه. د خیبرپښتونخواه پولیس عصري ټیکنالوژي کاروي چې له خلکو سره اړیکه ونیسي او قضیې وڅیړي.[عبدل مجيد/ ای ايف پي]

د پاکستان د پولیسو چارواکي په پیښور کې د می په ۱۱ مه وروسته له هغې د يو ځايي هوټل معاينه کوي کله چې په دغه هوټل کې د ګيس چاودنه رامنځته شوه. د خیبرپښتونخواه پولیس عصري ټیکنالوژي کاروي چې له خلکو سره اړیکه ونیسي او قضیې وڅیړي.[عبدل مجيد/ ای ايف پي]

هغه وويل، د ايپ د انسټالولو شمېره هره ورځ زياتيږي.

"په ۲،۳۶۳ شکایتونو کې، [موږ] د ۲،۳۳۷ شکايتونو باندې په چټکۍ سره ګام پورته کړو، په داسې حال کې چې [موږ] د ۲۶ نورو شکایتونو تحقيقات کوو." هغه زیاته کړه، شکایتونه د خیبرپښتونخواه د ټولو ضلعو، د نورو صوبو او حتی د بهر نه هم ترلاسه کيږي.

د احمد له مخې، په سیمه ایزو سټیشنونو کې د پولیسو افسران او په پیښور کې د ښار د ګزمې ځواک په چټکۍ سره د ګوګل ميپس له لارې د هغه يو کس ځای معلومولی شي کوم چې د مرستې غوښتنه کوي. ګوګل ميپس دوی ته توان ورکوي چې په چټکۍ سره غبرګون وښيي.

هغه وويل، په پيښور کې د دې ايپ د کاميابۍ له کبله، مونږ د خیبرپښتونخواه په نورو ضلعو کې د دې ايپ د معرفي کولو لپاره پلانونه لرو.

یوازې ۱ کلیک لري

د خيبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل صلاح الدين خان محسود د مارچ په ۲۲ مه په ملک سعد شهید پولیس لاينز کې په افتتاحي مراسمو کې د دې ايف پرانيسته وکړه.

هغه زیاته کړه چې نوی ايپ یو بل ګام دی چې موخه یې د پولیسو او خلکو تر مینځ د اعتماد کچه لوړول دي.

محسود وويل، "پوليسو په تيرو څلورو کلونو کې يو شمېر نوښتونه پيل کړي چې دا يقيني کړي چې هر يو کس په چټکۍ سره د شکايت او معلوماتو په اړه راپور ورکړي يا د څه خنډ پرته لوړ پوړو افسرانو ته لاسرسی ترلاسه کړي."

هغه وويل، پولیس د ګاډو او اشخاصو د شناخت د تصديق لپاره او همدارنګه د جیو ټیګنګ او نورو موخو لپاره عصري ټیکنالوژي کاروي. عصري ډیجیټل لیبارټرۍ هم جوړې شوي چې مختلف تحقيقات ګړندي کړي.

د مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ايپ د عامو خلکو لپاره پیل کړی شو چې خلک په خپلو فونونو باندې د يو کلیک له لارې د شکايتونو او يا معلوماتو لپاره د سينير افسرانو سره اړیکه ونیسي."

رحمان وويل، هغه او نور لوړ پوړي چارواکي شکايتونه، چې د موبايل فونونو او سوشل ميډيا له لارې ترلاسه شوي وي، په منظمه توګه ګوري او فوري ګامونه پورته کوي.

د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل، محمد طاهر، وویل، "هرڅوک له انډرايډ فون سره کولی شي چې دا ايپ انسټال کړي او پولیسو ته د هر جرم، ترهګرۍ او شکمنو کسانو د تګ راتګ په اړه خبر ورکړي او یا د ځواک نه په لږ وخت کې د مرستې غوښتنه وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د خیبرپښتونخواه پولیس ټیکنالوژي معرفي کوي چې د جرم او ترهګرۍ مخه ونیسي او خلکو ته چټک او آسانه لاس رسي برابره کړي.

طاهر وويل، "په پېښور او نورو ضلعو کې د جرم کچه په تېرو څو کلونو کې د ټکنالوژۍ د کارولو او د نويو آډیاګانو د معرفي کولو له امله ډيره کمه شوې ده."

ځواب ورکوونکی پولیس ځواک

د پيښور اوسيدونکو د دې ايپ په اړه اطمينان څرګند کړی دی.

محمد علي، ۳۲ کلن، چې په پېښور کې په يو پرايويټ سکول کې استاذ دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا خدمت په رښتیا سره ښه کار کوي ځکه چې [خلک] اوس کولی شي چې په اسانۍ سره معلومات شریک کړي، شکایت ثبت کړي او یا د پولیسو لوړ پوړو چارواکو ته د جرم په اړه راپور ورکړي."

هغه وويل، سينير پوليسو چارواکو ته لاسرسي په تېرو څو کلونو کې اسانه شوې ده.په تیرو وختونو کې، دا د خلکو لپاره ګرانه وه چې سينير پولیسو افسرانو ته لاس رسی ترلاسه کړي.

د حيات آباد یو اوسیدونکي، نعمان احمد، د هغه پیښې په اړه پاکستان فاروډر ته راپور ورکړپه کومه کې چې څه کسانو د هغه په کوڅه کې هوایي ډزې کولې.

احمد وويل، "ما په دغه ايپ باندې يو پيغام وليږو او يو لوړ پوړي پوليس افسر ته مې د هغه په فون نمبر، چې د مې په مياشت کې خپور کړې شوی و، دغه پيغام وليږو." هغه زياته کړه، پوليسو په چټکې سره د ډزو د بندولو لپاره غبرګون وښودلو او د هغو کسانو په وړاندې يې ګامونه پورته کړل کوم چې په دې کې ښکيل ول.

"دا کوچني شیان دي چې د خلکو لخوا د معلوماتو او د پوليسو لخوا د چټک غبرګون له لارې د ډیرو جرمونو مخه نيولی شي."

د پېښور یو بل اوسیدونکي شبیر خان پاکستان فارورډ ته وویل، هغه دا ايپ ډاون لوډ کړی دی خو تراوسه یې دا نه دی استعمال کړی.

"څو کاله مخکې، خلکو به حتی جونیر افسرانو ته لاسرسی نه لرله، خو اوس تاسو په مستقیم ډول د هرې اړتیا لپاره د لوړ پوړو پولیسو سره اړیکه نيولی شئ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500