زغم

په پېښور کې د سکهانو ټولنه د روژې په میاشت کې بين المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکوي

د عديل سعيد لخوا

مسلمانان د می په ۲۵ مه مه په پيښور کې د بسونو په اډه کې روژه ماتوي. د سکهانو ځايي ټولنه په هغه رضاکارانو کې ده کومه چې په ټول ښار کې د روژه ماتي انتظام کوي. [عبدل مجید/ ای ايف پي]

مسلمانان د می په ۲۵ مه مه په پيښور کې د بسونو په اډه کې روژه ماتوي. د سکهانو ځايي ټولنه په هغه رضاکارانو کې ده کومه چې په ټول ښار کې د روژه ماتي انتظام کوي. [عبدل مجید/ ای ايف پي]

پیښور -- په پیښور کې د سکهانو ټولنه د روژې په مياشت کې د مسلمانانو لپاره د روژه ماتي ورکولو رواج ته دوام ورکوي، چې د رورولۍ اړيکي او همکارۍ پياوړي کوي.

جيتندر سنګھ، چې په خيبر پښتونخواه کې د بين المذاهب هم آهنګۍ لپاره د ملي سولې شورا چيرمين دی، وویل، "موږ روژه دارو هيوادوالو ته روژه ماتې د درناوي په توګه ورکوو او د هغوی سره د خپلې همدردۍ څرګندونه کوو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د دې موخه دا ده چې د مختلفو دينونو غړي یو بل ته نږدې د راوستلو له لارې سولې، مینې او رورولۍ ته وده ورکړو.

سنګھ وویل، سکھ رضاکار د پیښور په مختلفو برخو کې هره ورځ ۴۵۰ مسلمانانو ته روژه ماتې ورکوي او دا به د روژې په مياشت کې جاری وي. تمه کيږي چې روژه به د جون په ۱۴ مه پای ته ورسيږي.

پاکستاني رضاکاران هغه مسلمانانو ته شربت ورکوي کوم چې په پیښور کې د می په ۱۷ مه د روژۍ په لومړۍ ورځ په يو جومات کې روژه ماتوي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

پاکستاني رضاکاران هغه مسلمانانو ته شربت ورکوي کوم چې په پیښور کې د می په ۱۷ مه د روژۍ په لومړۍ ورځ په يو جومات کې روژه ماتوي. [عبدل مجید/ای ايف پي]

د سکهانو ټولنې ځوانان د می په ۲۱ مه په پېښور کې په لیډی ریډنګ هسپتال کې د روژه دار مسلمانانو لپاره شربت او خوراک تياروي. [د جيتندر سنګھ، د بين المذاهب هم آهنګۍ لپاره د ملي سولې شورا نه په مننه]

د سکهانو ټولنې ځوانان د می په ۲۱ مه په پېښور کې په لیډی ریډنګ هسپتال کې د روژه دار مسلمانانو لپاره شربت او خوراک تياروي. [د جيتندر سنګھ، د بين المذاهب هم آهنګۍ لپاره د ملي سولې شورا نه په مننه]

هغه وويل، په نړۍ کې د مثبت غبرګون له کبله دا رواج له شوق او جذبې سره جاری وساتل شو.

سنګھ وويل،"د اورپکۍ او افراطيت له کبله، "پاکستان د مذهبي افراطیانو لپاره د يو ځای په توګه شهرت لري، خو موږ باید نړۍ ته وښیو چې پاکستانيان په مینه، احترام، عزت او زغم يقين لري."

هغه وويل، تروريستي پيښې او د فرقه واريت لپاره د وسله والو ژمنې په پاکستان کې د مختلفو فرقو ترمنځ فاصله رامنځته کړې ده. هغه زياته کړه، چې دا فاصله دې بايد د يو بل لپاره د مينې او احترام خپرولو له لارې ختم کړې شي.

هغه وويل، "دا یو نوی رواج نه دی؛ زموږ پلرونو هم داسې کار کړې و چې په دې سیمه کې د مسلمانانو سره د خپلې رورولۍ څرګندونه وکړي."

هغه زياته کړه، مسلمانان، په پېښور کې د ځوانانو د غير انتفاعي تنظيم د غړو په شمول، د پاکستان سرې مياشتې او نورې موسسې په شخصي ډول او يا د چندو له لارې د سکهانو سره د روژه ماتې په ورکولو کې مرسته کوي.

ګډ ژوند او بين المذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکول

قبله آياز، چې د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل چيرمين دی او د پیښور يونيورسټۍ پخوانی وايس چانسلر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا یو ښه عمل دی او د زياتې ستاینې وړ دی."

هغه وویل، ټول دینونه د نورو دينونو سره د ګډ ژوند تعليم ورکوي او دا هدف یوازې د داسې ډول کارونو له لارې ترلاسه کیدی شي.

هغه وويل، "د زړونو د ګټلو نه بغير، موږ یو بل ته نه شو نږدې کيدی او يوه داسې ټولنه نه شو رامنځته کولی چې خلک يې د مساوي حقوقو او درناوي نه خوند ترلاسه کوي."

مقصود احمد سلافي، چې د نړيوالو مذهبونو د پاکستان شورا پروجيکټ منيجر دی، وویل، "پکار ده چې مسلمانان دا عمل اختيار کړي او د سکهانو، هندوانو او عیسایانو په مقدسو موقعو باندې د ورته پروګرامونو انتظام وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د سکهانو دې کړنو د بين المذاهب هم آهنګۍ پیغام ته وده ورکړې ده او شاهدان یې د هغوی لپاره د ستاينې له لارې اعتراف کوي.

سلافي، چې د هغه په کارونو کې خلک د افراطيت نه راړول شامل دي، وويل، دا اړینه ده چې پاکستانيان یوځای شي او ځوان نسل ته تعليم ورکړي چې د عقیدې اختلافات د نورو لپاره نفرت نه لري.

د پيښور هارون سراب ديال، چې په خیبر پښتونخواه کې د هندوانو د ټولنی استازی او د نړيوال مذهبونو لپاره د پاکستان شورا باني دی، وویل، "دا یو ډير ښه ګام دی او نړۍ ته پیغام ورکوي چی پاکستانیان مذهبی زغم لري او ګډ ژوند کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، هندوان پلان لري چې د دې د سپېڅلې موخو له کبله مسلمانانو ته روژه ماتې ورکړي. هغه زیاته کړه چې بين المذاهب هم آهنګۍ ته د ودې ورکولو لپاره دا ډول هڅې په سيند صوبه کې، چيرته چې د هندوانو لويه آبادي موجود ده، له مخکې نه دوام لري.

سراب دیال وویل، "موږ پلان لرو چې په پېښور کې د څو ورځو لپاره د سکهانو سره د يو ستر روژه ماتې انتظام وکړو."

آګسټين يعقوب، چې په خيبر پښتونخواه کې د پاکستان د اقلیتونو د يووالي د شورا صدر دی، وویل، "عیسایان هم د سکهانو د دې ګامونو ستاینه کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، مونږ د هر هغه عمل، که هر څوک يې کوي، ستاينه کوو کوم چې د مينې پیغام ورکوي او زغم ته وده ورکوي.

عیسایان د روژې په میاشت کې د مستحق مسلمانانو لپاره چنده راټولوي او په هسپتالونو کې وړیا خوراک چمتو کوي.

هغه وويل، "د يووالي او د سولې او زغم پيغام د خپرولو لپاره، د ټولو ټولنو خلکو له پکار ده چې داسې ګامونه پورته کړي."

رورولي او فخر

د پاکستان مسلمانان وايي چې دوی د سکهانو او نورو اقليتي ټولنو لخوا د خير ښيګړې ستاينه کوي.

د مردان ډسټرکټ اوسيدونکي، نذير احمد، وويل، هغه د ليډی ريډنګ هسپتال په بولټن بلاک کې سکهان وليدل چې روژه دار مسلمانانو ته يې روژه ماتې ورکولو. دا په لومړي ځل يوه ځانګړي نظاره وه.

احمد یو بل وارخطا لیدونکي ته وويل، "دا سکهان دلته څه کوي، او ولې دوی موږ ته خوراک او څښاک راکوي؟"

کله چې دغه دواړو ته د سکهانو د ارادې په اړه خبر ورکړې شو، نو، دواړو وويل، "انسانیت ترټولو لوی دین دی!"

په پیښور يونيورسټۍ کې د ماسټرز ډګرۍ طالب علم، بلال احمد، وویل، "د سکهانو له خوا د خوراکي توکو ویش د پاکستاني مسلمانانو لپاره د فخر خبره ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ دا انځورونه په ټولنیزو رسنیو له فخر سره خپروو چې نړۍ ته وښيو چې پاکستان د مذهبي افراطیانو ځای نه دی بلکې د رورولۍ ځای دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500