امنیت

ښه امنیت د خيبر پښتونخواه چارواکي هڅوي چې امنیتي ګامونه کم کړي

د جاويد خان لخوا

پولیس په پیښور کې د می په ۱۴ مه دیوالونه نړوي چې هغه سړکونه خلاص کړي کوم چې د امنیتي علتونو له کبله تړل شوي ول. [د خيبر پښتونخواه پولیس]

پولیس په پیښور کې د می په ۱۴ مه دیوالونه نړوي چې هغه سړکونه خلاص کړي کوم چې د امنیتي علتونو له کبله تړل شوي ول. [د خيبر پښتونخواه پولیس]

چارواکي په نوې ضم شوي خیبر پښتونخواه او فاټا کې د ښه امنيت له کبله چيک پوسټونه لرې کوي او او سړکونه خلاصوي.

پولیسو، پوځ او نيم پوځي يونټو په تیرو څو کلونو کې په خیبر پښتونخواه کې یو شمیر چيک پوسټونه جوړ کړې ول چې د قبایلي سیمو څخه ښارونو ته د وسله والو د ننوتلو مخه ونیسي او د تروريستي شکمنو کسانو څارنه وکړي.

چارواکو د دغه سړکونو د بندولو لپاره په دغه چيک پوسټونو کې د کنکريټ بلاکونه او يا خښتې استعمال کړې وي.

د خیبر پښتونخواه د پوليسو وياند وقار احمد پاکستان فارورډ ته وويل، "د سولې د بحاليدو وروسته، په تيرو څو مياشتو کې په ټوله خيبر پښتونخواه کې ۱۰۱ چيک پوسټونه لرې کړې شوي دي."

په پيښور کې د پولیسو سپرنټنډنټ (عمليات) جاوید اقبال وزير او نور چارواکي د می په ۱۶ مه وروسته له هغې د يو پوځي پوسټ معاينه کوي کله چې سول انتظاميې ته وسپارل شو. [د خیبر پښتونخواه پولیس]

په پيښور کې د پولیسو سپرنټنډنټ (عمليات) جاوید اقبال وزير او نور چارواکي د می په ۱۶ مه وروسته له هغې د يو پوځي پوسټ معاينه کوي کله چې سول انتظاميې ته وسپارل شو. [د خیبر پښتونخواه پولیس]

هغه وويل، په راتلونکو ورځو کې به نور سړکونه پرانېستل شي او نور چيک پوسټونه به ونړول شي.

په پيښور کې د پولیسو سپرنټنډنټ (عمليات)، جاوید اقبال وزیر، پاکستان فارورډ ته وويل، "په پیښور کې ډیر سړکونه ورسته له هغې پرانيستل شول کله چې [کارکونکو] هغه دیوالونه ونړول کوم چې [پیښور] ته د ننوتلو په لارو کې جوړ شوي ول."

وزير وويل، "موږ له مخکې نه په صوبايي مرکز کې د عامو خلکو د آسانۍ لپاره ۳۴ چيک پوسټونه لرې کړې دي." هغه زياته کړه، حتی نور سړکونه به هم بيا پرانیستل شي.

د سړکونو د يبا پرانیستلو او د چيک پوسټونو کمولو پریکړه په رسمي توګه د فاټا او خیبرپښتونخواه د يو ځای کيدو نه وروسته وشوه.

صدر ممنون حسين د مۍ په ۳۱ مه د پنځيشتم آيني ترميم بل لاسليک کړو، چې دا د پاکستاني عدالتونو واک د فاټا ډسټرکټونو ته د غځولو او په دغه سيمه کې د اوسيدونکو لپاره د پرمختيايي مرستو زياتولو لپاره يوه آخرنۍ مرحله وه.

د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار د می په ۹ مه د سړکونو پرانستلو او د غیر حساس چيک پوسټونو د لرې کولو امر وکړو چې د عامو خلکو لپاره د لاس رسۍ لارې زياتې کړي.

د چيک پوسټونو د کنټرول منتقلي

په پيښور کې د خيبر پښتونخواه د اسمبلۍ د ودانۍ څخه بهر او په امن چوک کې دوه کليدي چيک پوسټونه، چې په ۲۰۰۹-۲۰۱۰ کال کې په ناکراره حالاتو کې جوړ شوې ول، په تېره مياشت کې پوليسو ته وسپارل شول.

وزير د می په ۱۶ مه د خپلو همکارانو سره په چيک پوسټونو کې ځای پر ځای شوي پوليسو افسرانو ته امر وکړو چې هر يو کس ته له موسکا سره سلام وکړي او د پولیسو او خلکو ترمنځ اړیکو ته وده ورکړي.

په پيښور کينټ کې د پولیسو سپرنټنډنټ، وسیم ریاض خان، پاکستان فارورډ ته وویل، "د پولیسو سپرنټنډنټ، شپږ جونير افسران او ۶۰ پولیسان په دغه دوو چيک پوسټونو کې ځای پرځاى شوي دي."

په داسې حال کې چې پوځيانو دغه چيک پوسټونه پريښودې دي، اوس پولیس د دغه چيک پوسټونو مسؤلیت لري.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې په بر او کوز دير کې سول انتظاميې ته يو شمير چيک پوسټونه وسپارل، چې په دې کې يو په چکياتان کې د می په ۲۹ مه وسپارل شو.

اوږد مهاله بدلون

په پيښور کې د هم نيوز تلويزيون بيورو چيف، طارق وحيد، وويل، د پوځي چيک پوسټونو لرې کول او پوليسو ته سپارل به د سيمې د اوسيدونکو سره مرسته وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا یو اوږدمهاله غوښتونکی پرمختګ و، او خلکو ته په تيرو څو کلونو کې د قانون او نظم په حالات کې د ښه والي له کبله د دې زيات ضرورت و."

وحيد، چې د ۱۵ کلونو نه د زياتې مودې راهيسې په خيبر پښتونخواه او فاټا کې د جګړې په اړه راپور ورکوي، وويل، "دا پرمختګ په هېواد کې د قانون او نظم وده څرګندوي."

اکرام الله، ۴۵ کلن، چې په پیښور کې د سکول یو استاذ دی، وویل، "د چيک پوسټونو لرې کول او سول انتظاميې ته سپارل مونږ ته دا احساس راکوي چې د قانون او نظم وضعیت ښه شوی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه پاک پوځ او د پولیسو لپاره نیک خواهشات

ځواب