ټاکني

پاکستان نګران حکومت وټاکلو او د عمومي ټاکنو لپاره يې نیټه مقرر کړه

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

يوه پاکستانۍ ښځه د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۵ مه په کراچۍ کې د ځايي حکومت د ټاکنو په ترڅ کې په يو پولينګ سټيشن کې د ووټ اچولو نه وروسته په سياهۍ توره شوي ګوته ښيي. [رضوان تبسم/ ای ايف پي]

يوه پاکستانۍ ښځه د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۵ مه په کراچۍ کې د ځايي حکومت د ټاکنو په ترڅ کې په يو پولينګ سټيشن کې د ووټ اچولو نه وروسته په سياهۍ توره شوي ګوته ښيي. [رضوان تبسم/ ای ايف پي]

اسلام آباد -- پاکستان د هیواد په تاریخ کې په دويم ځل په جهموري توګه د واک د منتقلۍ لپاره ګامونه پورته کوي.

د پاکستان حکومتی او اپوزیشن پارټو د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۸ مه) د سپريم کورټ پخوانې چيف جسټس ناصر الملک د نګران وزير اعظم په توګه وټاکلو.

د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د اوسني حکومت ميعاد به د می په ۳۱ مه پای ته ورسيږي. نګران حکومت به د پارلمان د تحليل کيدو نه وروسته تر هغه وخته پورې د حکومت واګې سنبالوي تر څو چې د ټاکنو نه وروسته نوې حکومت نه وي جوړ شوې.

عباسي د دوشنبې په ورځ په یو پريس کانفرنس کې وویل، "نن د پاکستان په جمهوري تاریخ کې یوه مهمه ورځ ده، د موافقې نه وروسته نوم وټاکل شو." "موږ یو داسې شخص غوره کړی چې تير وخت يې روښانه دی."

پاکستان به د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۵ مه عمومي ټاکنې ترسره کړي. [د پاکستان د مطبوعاتو څانګه]

پاکستان به د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۵ مه عمومي ټاکنې ترسره کړي. [د پاکستان د مطبوعاتو څانګه]

په قومي اسمبلۍ کې د پاکستان پیپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر او د اپوزیشن مشر سید خورشید شاه وویل چې په سياسي پارټو کې ټولو د ناصرملاتړ وکړ. هغه د یوې لسیزې لپاره په عالي محکمه کې کار کړی دی -- چې په دې کې د جولای ۲۰۱۴ کال نه تر اګست ۲۰۱۵ کال پورې د چيف جسټس په توګه کار کول شامل دي.

د محترم قاضي د ټاکلو خبر د خلکو لپاره د حیرانتیا خبره وه، ځکه چې د پاکستان په مطبوعاتو کې په وروستیو خبرو اترو کې د هغه نوم د احتمالي اميدوار په توګه نه و اخيستل شوی، چې هغه به د نګران وزير اعظم څوکۍ سنبال کړي.

ډان راپور ورکړو چې د پاکستان حقوقي کارپوهانو خپل باور څرګند کړو چې د ملک د ټاکلو سره به راتلونکي ټولټاکنې د جانبدارۍ نه بغير په آزاد او عادلانه چاپيريال کې ترسره شي.

د پاکستان بار کونسل یو سینير غړي، راحیل کامران شیخ، وویل، "جسټس ملک بې شکه د چال چلند او د ستر اقداراو يوه نمونه ده. هغه هميشه د ويرې او جانبدارۍ نه بغير او د آيين او قانون سره سم خلکو ته انصاف ورکړی و."

د ټاکنو نیټه

حکومت د شنبې په ورځ (د می په ۲۶ مه) اعلان وکړو چې پاکستان به د جولای په ۲۵ مه عمومي ټاکنې ترسره کړي.

"د مالیې وزیر، مفتاح اسماعیل، ای ايف پي ته وويل، "دا په دوام داره توګه دويم پارلمان دی چې خپل ميعاد يې پای ته ورسولو او موږ اوس غواړو چې ... خلکو ته [لاس رسي] ترلاسه کړو چې زمونږ د کارکردګۍ په اړه خپلې فيصلې وکړي."

د جولای د میاشتې ټاکنې به سیاسي تاو تریخوالي رامنځته کړي، کوم چې هغه وخت رامنځته شو کله چې پخوانی وزیراعظم ميا محمد نواز شريف په تیره جولای کې د کرپشن د تورونو له کبله د سپريم کورټ له خوا لرې کړي شو او بیا د ټول ژوند لپاره د سیاست نه منع کړی شو.

نواز شريف د پاکستان په اوو لسيزو کې پنځلسم وزير اعظم دی چې د خپل ميعاد پوره کولو نه مخکې د وزيراعظمۍ نه لرې کړی شو.

پاکستان په ۲۰۱۳ کال کې د ټولټاکنو نه وروسته په لومړي ځل په جمهوري توګه د واک منتقلي پای ته ورسوله او حکومت يې د پاکستان پيپلز پارټۍ په مشرۍ کې مسلم لیګ نواز ته د غوره بریالیتوب نه وروسته وسپارلو.

د راتلونکو ټاکنو لپاره د رای ورکوونکو د نوم ليکلو پروسه د اپرېل په میاشت کې پای ته ورسيدله، چې ۱۰۵ ملیونه پاکستانیان د رای ورکولو وړتیا لري.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د می په ۲۳ مه اعلان وکړو چې د راجسټر شوو ووټرانو شمیر په ۲۰۱۳ کال کې د تیر عمومي ټاکنو نه ۲۳٪ زيات دی. په ۱۰۵.۹۶ میلیونو رجسټر شوو ووټرانو کې، ۵۵.۹٪ نارینه او ۴۴.۱٪ زنانه دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500