دین

پاکستان د بودا د پخوانۍ خانقاه ساتلو سره مذهبي سیاحت ته وده ورکوي

د عديل سعيد لخوا

کارګران د می په ۱۰ مه په تخت بهایۍ کې د۲۰۰ کالو زړه خانقاه راښکاره کوي. [د خيبر پښتونخواه د آثار قديمه او ميوزیمونو رياست]

کارګران د می په ۱۰ مه په تخت بهایۍ کې د۲۰۰ کالو زړه خانقاه راښکاره کوي. [د خيبر پښتونخواه د آثار قديمه او ميوزیمونو رياست]

پیښور -- د آثار قديمه کارپوهان د خیبر پښتونخواه پهتخت بهایۍ کې د ۲،۰۰۰ کالو زوړ د بودا د خانقاه ځای د کهدايۍ او ساتلو کار چټک کړی دی.

تمه کيږي چې په ۳۳ ايکړه سيمه کې چټک کار، چې یونیسکو په ۱۹۸۰ کې په خپل نړیوال میراث لیسټ کې شامل کړې و، به په پاکستان کې مذهبي سیاحت ته وده ورکړي او په ځانګړي توګه به د خیبرپښتونخواه اهميت د آثارقديمه په توګه روښانه کړي.

دا ځای په دوو برخو کې تقسيم شوی دی: زون ای، چې خانقاه په کې شامله ده، او زون بي، چې د راهبانو د اوسيدو ځايونه په کې شامل دي.

قیصر خان، د آثار قديمه او د موزيمونو د رياست پروجيکټ ډايريکټر، پاکستان فارورډ ته د می په ۲۲ مه وويل، تمه کیږي چې د زون بي کهدايي، چې په تيره جولای کې پیل شوی وه، د دسمبر ۲۰۱۸ کال نه مخکې بشپړه شي.

د یونیسکو له مخې، دا کهنډرات، چې په کې د بودا يوه خانقاه او د راهبانو د اوسیدو ځایونه شامل دي، د غرونو په مختلفو غونډو کې موقعيت لري، چې د ۳۶.۶ نه تر ۱۵۲.۴ ميټرو پورې لوړ دي. [د خيبر پښتونخواه د آثار قديمه او ميوزیمونو رياست]

د یونیسکو له مخې، دا کهنډرات، چې په کې د بودا يوه خانقاه او د راهبانو د اوسیدو ځایونه شامل دي، د غرونو په مختلفو غونډو کې موقعيت لري، چې د ۳۶.۶ نه تر ۱۵۲.۴ ميټرو پورې لوړ دي. [د خيبر پښتونخواه د آثار قديمه او ميوزیمونو رياست]

د سريلانکا راهبان د ۲۰۱۶ کال د می په ۳۱ مه د تخت بهایۍ څخه لیدنه کوي او عبادت کوي، په داسې حال کې چې دوی ويسک (د بودا چهټي) هم لمانځوي. د ښه امنیت له کبله د آثارقديمه نه مالامال په خيبر پښتونخواه کې په مذهبي سياحت کې زیاتوالی راغلی دی. [فايل]

د سريلانکا راهبان د ۲۰۱۶ کال د می په ۳۱ مه د تخت بهایۍ څخه لیدنه کوي او عبادت کوي، په داسې حال کې چې دوی ويسک (د بودا چهټي) هم لمانځوي. د ښه امنیت له کبله د آثارقديمه نه مالامال په خيبر پښتونخواه کې په مذهبي سياحت کې زیاتوالی راغلی دی. [فايل]

د زون ای کهدايي له مخکې نه بشپړه شوې ده.

د خاندانونو او زده کړې وخت

نواز الدين، چې ريسرچ افسر او د خيبر پښتونخواه د آثارقديمه او مويمونو په رياست کې فوکل پرسن دی، وويل، تاريخ پوهانو ګندهاره سلطنت، چې تقريباََ د ۱۵۰۰ او ۵۳۵ عيسوي تر منځ فعال و او په عصري ورځ کې په خيبرپښتونخواه کې موقعيت لري، "په آسيا کې د بودايزم د خپرېدو مرکز" په نامه پېژندلو.

"د بډایه د تاریخي سیمې، چې بودايان يې ډير قدر کوي، د ساتنې لپاره به دا پروجيکټ په هیواد کې مذهبي سیلانیان راجلب کړي او د خیبر پښتونخواه اهميت به هم د آثارقديمه په توګه روښانه کړي."

هغه وويل، تخت بهايي د کوشن سلطنت (د ۳۰ نه تر ۳۷۵ میلادي کال پورې) آثار لري، کله چې راهبان د ټولې نړۍ نه د بدوايزم په اړه د تعليم ترلاسه کولو لپاره دلته راغلل. هغه زياته کړه چې راهبانو دغلته او مردان ته نژدې په جمال ګړهۍ کې تعليم ترلاسه کړو.

نواز الدين وويل، خیبرپښتونخواه د بودايانو ډير پخواني آثار لري، چې په ټوله نړی کې ۵۰۰ ملیونه شمیرل کیږي.

هغه وويل، "د کوريا وګړي ليوالتيا لري چې د خيبرپښتونخواه په صوابۍ کې د چهوټا لاهور ليدنه وکړي، ځکه چې هغه چا چې د هغوی په هېواد کې د بودايزم تبليغ کړی و، هغه د دې سيمې سره تعلق لرلو."

نواز الدين وویل، د پیښور موزیم په ټوله نړۍ کې تر ټولو نه زيات د ګندهارا د مجسمو مجموعه لري، چې د بودا د ژوند کیسې او د هغه معجزې په ګوته کوي. هغه زياته کړه چې په خيبر پښتونخواه کې د زياتو آثارو لا اوس هم کهدايي نه ده شوې.

هغه وويل، اوس مهال په خيبرپښتونخواه کې نږدې ۳،۰۰۰ د آثار قديمې ځايونه موجود دي. که چيرې نور ريسرچ ترسره شو، نو دا شمير دوه برابره کيدی شي.

د پاکستان ايميج ښه کول

په پېښور کې د صحراحي ټريول مالک، ظهور دراني، له مخې، په ټول هیواد کې د ښه امنیت له کبله په دغه ځايونو کې کار او د سیلانیانو راتلل ممکن شوي دي.

هغه وويل. "دا غوره وخت دی چې مذهبي سياحت ته وده ورکړو." هغه زياته کړه، چې د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره پوځي عملياتو، لکه ضرب عضب او ردالفساد عملياتو ته کريډټ ورکړل کيږي.

هغه وويل، بهرني سیلانیان، په پاکستان کې د ښه امنیت د ليدلو وروسته، په ډیر تعداد کې راځي. که څه هم، هغه خاص شمیر نه لرلو. هغه زياته کړه، چې په دغو نوي سیلانیانو کې ډير راهبان شامل دي چې د تخت بهايۍ د ليدلو لپاره راځي.

هغه وويل، د خيبر پښتونخواه د آثارقديمه او موزيمونو رياست هم په بهر کې په مختلفو مذهبي ميلو کې د ګډون لپاره د خيبرپښتونخواه نه د ځينو آثارو، لکه د بودا مجسمه، د لیږلو انتظام کوي.

دراني وويل، په تخت بهایۍ کې د آثارقديمه کهدايي او ساتنه، د دې کلتوري تبادلې د هڅو سره به په نړۍ کې د پاکستان د ښه ايميج په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.

محمد نعمان، چې په پيښور کې يو سوداګر دی او خپله کورنۍ يې د دې ځای د ليدلو لپاره بووستلي وه، پاکستان فارورډ ته وويل، تخت بهايي سیلانیانو ته وړتیا ورکوي چې "د سيمې د ځلانده تير وخت نظاره وکړي."

هغه وويل، هغه خپل ماشومان دې ځای ته راوستل چې هغوی ته د دې سيمې د آثارو په اړه معلومات ورکړي. هغه زياته کړه، د تاريخي ځايونو په اړه پوهاوي ډيره مهمه خبره ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500