روغتیا

د خیبرپښتونخواه د خوراکي توکو اداره د ناپاکه او ناخوندي خوراکي توکو په وړاندې مبارزه کوي

د جاويد خان لخوا

پاکستانیان د می په ۱۶ مه په اسلام آباد کې په يوټيليټي سټور ( د حکومت تر کنټرول لاندې بيې سره) کې خوراکي توکي اخلي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

پاکستانیان د می په ۱۶ مه په اسلام آباد کې په يوټيليټي سټور ( د حکومت تر کنټرول لاندې بيې سره) کې خوراکي توکي اخلي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه د خوراک د خوندیتوب او حلال خوراک اداره په ټوله صوبه کې عملیات ګړندي کوي چې د اخيستونکو لپاره د صفا او صحتمند خواړو شتون تضمین کړي.

د خیبرپښتونخواه د خوراک د خوندیتوب او حلال خوراک ادارې ډايريکټر جنرل رياض خان محسود د مارچ په ۵ مه د دې ادارې د عملیاتو د پیلولو اعلان وکړو، او له هغې وروسته، دا هره ورځ په هغه فيکټرو، رستورانتونو، قصابانو، د پيو په فارمونو، سپرمارکيټونو او نور ځایونو باندې چهاپې ترسره کوي کوم چې خوراکي توکي تیاروي یا خرڅوي.

یوازې د می په لومړيو دوو هفتو کې، دغه ادارې د مسالې د جوړولو پلانټ، د کولډ ډرنک فيکټري او د پاپړو فيکټري بندې کړې. دې د ملاوټ نه ډک پۍ او ۲،۰۰۰ کیلوګرامه نورې توکې، چې نيټه يې ختمه شوې وه او د معيار مطابق نه ول، ضايع کړې.

محسود پاکستان فارورډ ته وویل، "دغه ادارې وړ او تجربه لرونکي د خوراکي توکو ساینسدانان استخدام کړې دي او ليبارټړۍ يې جوړې کړې دي چې د هغه مختلفو خوراکي توکو د معیار ټسټونه وکړي کوم چې په بازار کې موجود دي."

پلورونکي د اپریل په ۲۹ مه د پیښور په ګهنټه ګهر کې په خپلو سټالونو کې خوراک تياروي. [جاوېد خان]

پلورونکي د اپریل په ۲۹ مه د پیښور په ګهنټه ګهر کې په خپلو سټالونو کې خوراک تياروي. [جاوېد خان]

هغه وويل، د دې ادارې مرکزي دفتر په پېښور کې دی او اووه دفترونه د ډويژن په کچه شتون لري. هغه زياته کړه، افسران او د ټيټې کچې کارکوونکي په ټولو برخو کې ځای پر ځای شوي دي.

د خوراکي سټالونو لپاره لايسنسونه او څارنه

د خيبير پښتونخواه د خوراکي توکو د خونديتوب او حلال خورکي توکو ادارې ویاند، عطا الله وویل، تر اوسه پورې، په خیبرپښتونخواه کې د خوراک سټالونه د لايسنس نه بغير فعالیت کوي او متعلقه ادارې ډير کم د دوی خلاف ګامونه پورته کوي.

د سوداګرۍ خاوندان، چې غواړي لايسنس ترلاسه کړي، د انډرايډ فون او د ويب ايپ له لارې او يا په خپله د خيبر پښتونخواه د خوراک د خونديتوب او حلال خوراک په اداره کې درخواست جمع کولی شي.

عطا الله وویل، "فيلډ ټیمونه به د پخوونکو، منيجرانو، ويټرانو او د نورو کارکوونکو روغتیایي او نور ټسټونه ترسره کړي چې د خوارکي توکو په ځای کې صحتمند چاپیریال يقيني کړي." هغه زیاته کړه چې دې ادارې د نمونو د ټسټونو لپاره درې ليبارټرۍ جوړې کړې دي.

هغه وويل، د پلټنو په پایله کې، دغه ادارې د می په ۱۴ مه د پيښور په حيات آباد کې يوه فيکټري، چې روح آفزا شربت يې جوړولو، وروسته له هغې بنده کړه کله چې د دغه فيکټرۍ نه غير معياري خام مواد او خرابې شوي ميوې ترلاسه شوې.

په ورته ورځ، دغه ادارې په سکولونو کې په سافټ ډرينک، انرژي ډرينک او خلاص چپس باندې او همدا رنګه د کم عمره حیواناتو په حلالولو باندې بنديز ولګولو، چې موخه يې د څارویو د راتلونکي نسل ساتنه ده.

محسود وويل، په تعليمي موسسو کې کيټينونو ته ځانګړي امرونه ورکړل شوي چې زده کوونکو ته يوازې صحتمند او تازه خوراک ورکوي.

دا ډول مبارزه په ټوله صوبه کې روانه ده.

د خوراکي توکو د خونديتوب په اړه ټريننګ ورکول

عطاالله وويل، د صوبې ډیر رستورانټونه، بيکرۍ، پلورونکي او د خوراک نور سټالونه هغه تاسیسات نه لري چې په صحتمند چاپیریال کې د خوراکي توکو جوړول يقيني کړي.

د دې وضعیت د ښه کولو لپاره، د خيبر پښتونخواه د خوراک د خونديتوب او حلال خوراک ادارې د مختلفو هوټلونو، رستورانټونو او نورو خوراکي توکو سټالونو مدیرانو ته ټريننګ ورکړې څو دا يقيني کړي چې د دوی خوراک د نړیوال پاکوالي او روغتیايي معيارونو سره سمون لري.

ابراهیم خان، چې په پيښور کې ۳۴ کلن سوداګر دی او اکثر بهر خوراک کوي، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ډیرو کلونو راهيسې د دې ادارې ډیر ضرورت و ځکه چې د خوراکي توکو سټالونو شمير ډير زيات شوې دی -- خو د څارنې مناسب انتظام نشته چې دا چیک کړي چې آیا دوی صفا، تازه او صحتمند خوراک ورکوي."

هغه وويل، زيات شمېر پلورونکو په هغه ځايونو کې د خوراک سټالونه جوړ کړې دي چيرته چې مچان، ماشي او د نالو اوبه موجود وي.

هغه وويل، "پکار ده چې دا د خوراکي توکو سټالونه مجبوره کړې شي چې د قوانينو اطاعت وکړي ... چې د اخيستونکو لپاره پاک چاپېريال او صفا خوراک يقيني کړي."

د رستورانت خاوندانو هم د نوي ادارې ستاینه کړې او وايي چې دا به د هغو سوداګریزو د خپریدو مخه ونیسي کوم چې د خوراکي توکو د خوندیتوب او حفظ الصحې تدبیرونو نه ډډه کوي.

اسد علي، چې په پیښور کې په رينګ روډ باندې د تکو دوکان لري، پاکستان فارورډ ته وویل، "که چيرې تاسو زياتې پيسې اخلئ، نو پیرودونکي به تاسو ته بيا هم راځي، ځکه چې هغوی به دا ويني چې خوراک، پخلنځی او د رستورانت ټولې برخې پاکې دي."

پکار ده چې هغه رستورانټونو، د فاسټ فوډ سټالونو او پلورونکو ته سزا ورکړل شي کوم چې د ناقص او غير معياري خوراکي توکو د برابرولو له لارې اخيستونکي په خطر کې اچوي.

الياس راشد، چې په پیښور کې د يو رستورانت منيجر دی، وویل، "دا په سم لوري یوښه ګام دی چې يوه اداره جوړه شوې چې د خوراکي توکو، چې په خيبر پښتونخواه کې يې په ميليونونو کسان خوري، د کیفیت څارنه وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د دې ستاينه کوم خو په حيات آباد کې پۍ په مصنوعي توګه جوړيږي. اصلي پۍ دستياب نه دي، خصوصاً په فيز ۶ ابراهيم مارکيټ کې. آداب

ځواب

زبردست. شاباش، اميد لرم چې دا به دوام ولري او د کرپشن لپاره به د يوې آلې په توګه استعمال نه شي.

ځواب