امنیت

فرنټیر کور په کويټه کې په مرکزي دفتر باندې يوه لويه تروریستي حمله ناکامه کړه

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پاکستان امنيتي پرسونل د يو وسله وال د لاش خوا ته وروسته له هغې راټوليږي کله چې دوی د می په ۱۷ مه په کويټه کې د فرنټير کور په مرکز باندې يو برید ناکامه کړو. [بنارس خان/ای ايف پي]

د پاکستان امنيتي پرسونل د يو وسله وال د لاش خوا ته وروسته له هغې راټوليږي کله چې دوی د می په ۱۷ مه په کويټه کې د فرنټير کور په مرکز باندې يو برید ناکامه کړو. [بنارس خان/ای ايف پي]

کويټه -- چارواکو وويل، امنيتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د می په ۱۷ مه) په کويټه کې په نیم پوځي فرنټير کور باندې يو تروریستي بريد ناکامه کړو، چې لږ تر لږه پنځه ځانمرګي برید کوونکي په کې ووژل شول.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر مير سرفراز بګټي پاکستان فارورډ ته وویل، "[وسله والو] د کويټې په چلټان هاوسنګ سکيم کې د فرنټر کور په مرکز باندې بريد وکړو او د ننوتلو په دروازه کې يې د چاودیدونکو توکو نه ډک ګاډي ته چاودنه ورکړه." "ټول برید کونکي د ډزو په سخته تبادله کې ووژل شول."

هغه وويل، "وژل شوي ترهګر ... د پاکستاني پوځ په يونيفورم کې ول او د هغوی هدف په مرکز کې امنيتي چارواکي وو."

د بګټي د وينا له مخې، په دغه پيښه کې د موټروې د پوليسو اسسټنټ پټرول افسر ووژل شو او د ايف سي لږترلږه څلور پرسونل په ګولو زخمې شول.

وسله والو د پنځو ځانمرګي برید کوونکو تصويرونه مخکې له هغې خپاره هغوی د پاکستاني ځواکونو په شان یونیفورم اغوستي ؤ څو وکولای شي سیمې ته ځان ورسوي او خپل برید ترسره کړي. کړل کله چې دوی په کويټه کې د فرنټير کور په مرکز باندې بريد وکړو.  [فايل]

وسله والو د پنځو ځانمرګي برید کوونکو تصويرونه مخکې له هغې خپاره هغوی د پاکستاني ځواکونو په شان یونیفورم اغوستي ؤ څو وکولای شي سیمې ته ځان ورسوي او خپل برید ترسره کړي. کړل کله چې دوی په کويټه کې د فرنټير کور په مرکز باندې بريد وکړو.  [فايل]

هغه وويل، "امنيتي ځواکونو دغه ودانۍ پاکه کړې، او حالات تر کنټرول لاندې دي."

د وژل شویو وسله والو له کبله 'انتقامي' برید

ای ايف پي راپور ورکړو، دا نښته يو څو ګهنټې وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې یو ځانمرګي برید کوونکي په نوښار کې د ایف سي ګاډي ته نژدې ځان ته چاودنه ورکړه او لس تنه یې ټپیان کړل.

په ايف سي باندې دا دوه بریدونه وروسته له هغې پیل شول کله چې پاکستاني پوځیانو په بلوچستان کويټه کې د لشکر جهنګوي مشر، سلمان بدني ووژلو. دوه ځانمرګي برید کوونکي د بدني سره ووژل شول.

بګټي د بدني او د هغه د دوو ملګرو وژلو ته اشاره وکړه او ويې ويل، "د [ایف سي په مرکز باندې] دا ناکامه حمله د هغه شکمنو کسانو د وژلو د انتقام اخيستلو لپاره وه ... کوم چې د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د می په ۱۷ مه په کويټه کې په الماس کلي کې وژل شوې ول."

چارواکو وويل چې دوی د دې ادعا د مشروعیت څیړنه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان دره آدم خېل ګروپ د ایف سي په مرکز باندې برید کړی و.

لوړ چمتوالی

په بلوچستان کې د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل، عبدالرازق چیما، پاکستان فارورډ ته وویل، تحقيقاتي ټيمونو د پيښې د ځای نه ټول شواهد راټول کړې دي. هغه زياته کړه چې پنجاب لبارټري به د وسله والو د ډي اين ای د نمونو معاينه وکړي.

هغه وويل، د تاوتريخوالي د څپې نه وروسته، د بلوچستان امنيتي چارواکو په ټولو حکومتي ودانیو او حساسو سيمو کې امنيت زيات کړی دی.

چيما وویل، "موږ د جنګ په حالات کې یو، او حکومت د سولې او ثبات لپاره د ټولو موجود سرچینو څخه کار اخلي." "د سولې ضد ډلې غواړي چې په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو له لارې د ګډوډۍ وضعیت رامنځته کړي."

هغه وويل، د پلټنې عمليات روان دي چې د صوبې د مرکزي ښار نه وسله وال وشړي.

د می په وروستيو کې، د بلوچستان وزير اعلی عبدالقدوس بزنجو په کویټه کې د قانون او نظم په اړه د لوړې کچې يوه غونډه وکړه، چې په دې کې د امنیت او استخباراتو یو شمیر لوړ پوړي چارواکو ګډون وکړو.

هغه د ايف سي د هغه پرسونلو لپاره د يو ميليونه روپو (۸،۶۳۵ آمريکايي ډالره) انعام اعلان وکړو کومو چې په مرکزي دفتر باندې د برید مخه ونیوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500