امنیت

د ترهګرۍ نه راوړيدلي پاکستاني ځوانان د ټولنې 'ګټور' غړي جوړیږي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د فرنټیر کور انسپکټر جنرل میجر جنرل عابد لطیف د اپریل په ۱۶ مه د کپړو د هغه سټالونو ليدنه کوي کوم چې پخوانيو وسله والو جوړ کړې ول او د جنوبي وزیرستان ايجنسۍ په مکين سیمه کې يې فني تربيت ترلاسه کړی و. [اشفاق یوسفزۍ]

د فرنټیر کور انسپکټر جنرل میجر جنرل عابد لطیف د اپریل په ۱۶ مه د کپړو د هغه سټالونو ليدنه کوي کوم چې پخوانيو وسله والو جوړ کړې ول او د جنوبي وزیرستان ايجنسۍ په مکين سیمه کې يې فني تربيت ترلاسه کړی و. [اشفاق یوسفزۍ]

پیښور -- د پاکستان لخوا د ترهګرۍ نه د راړولو روانې هڅې په زرګونو پخواني وسله وال د افراطیت نه لرې ساتي او دوی ته په ژوند کې يو نوی فرصت ورکوي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې چارواکو د اپریل په ۱۶ مه د جنوبي وزيرستان ايجنسۍ په مکين سیمه کې په اوجاله مرکز کې د ۱۳۵ پخوانیو وسله والو ډلو ته سندونه ورکړل. دغه وسله والو د ترهګرۍ نه د راوړيدلو په پروګرام کې برخه اخيستې وه.

د فرنټير کور انسپکټر جنرل میجر جنرل عابد لطيف په اوجاله کې په مراسمو کې وویل، تراوسه پورې، ۴۷۳ پخوانیو وسله والو په دغه مرکز کې د ترهګرۍ نه د راوړيدلو په ټريننګ کې د برخه اخیستلو نه وروسته افراطیت ترک کړی دی.

'زه به د سولې لپاره کار وکړم'

په پخوانيو وسله والو کې يو کس، جاويد شاه، ۱۵ کلن، وويل، چې هغه چمتو و چې د ځانمرګي بريد کونکي په توګه ځان ته چاودنه ورکړي کله چې په ۲۰۱۴ کال کې پاکستاني پوځيانو هغه او په لسګونو نور کسان ونيول.

د فرنټیر کور انسپکټر جنرل میجر جنرل عابد لطیف د اپریل په ۱۶ مه پخوانيو وسله والو ته سندونه وړاندې کوي. دغه کسانو په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرۍ نه د راوړيدو ټريننګ بشپړ کړو. [اشفاق یوسفزۍ]

د فرنټیر کور انسپکټر جنرل میجر جنرل عابد لطیف د اپریل په ۱۶ مه پخوانيو وسله والو ته سندونه وړاندې کوي. دغه کسانو په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرۍ نه د راوړيدو ټريننګ بشپړ کړو. [اشفاق یوسفزۍ]

هغه د ټيلي فون له لارې پاکستان فارورډ ته وویل، "زه به هیڅکله اورپکۍ ته پام ونه کړم او د سولې لپاره به کار وکړم." "ما اوس جامې ګنډل زده کړې او ډیر ژر به په بازار کې یوه هټۍ پرانیزم."

مجید خان، ۱۴ کلن، يو بل کس، چې د ترهګرۍ نه د راوړيدو په پروګرام کې يې برخه اخيستې وه، وويل، هغه په هغه کال پښيمانه دی چې له طالبانو سره یې تیر کړی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه د پوځ څخه مننه کوم چې زما په ژوند کې يې بدلون راوستلو." "طالبان وسله وال د انسانیت دښمنان دي او رحم نه لري."

خان وويل چې هغه يې په دې يقينې کړی و چې د پوځ سره جګړه کول د هغه اسلامي دنده ده.

هغه وویل، "موږ د پوځ ستاینه کوو چې د هغو ځوانانو راتلونکي يې بچ کړو کوم چې ګمراهه شوې ول."

د ټولنې "ګټور" غړي پيدا کول

په راه راست عملیاتو کې، چې په ۲۰۰۹ کال کې په سوات کې پیل شوې و، پاکستاني امنیتي ځواکونو ته معلومه شوه چې ډیر ترهګر، چې د عملیاتو په جریان کې نیول شوي ول، ځوانان او يا ماشومان ول.

د فریحا پراچا، چې د نفسياتو کارپوهه ده او په سوات کې يې د دغه هڅو مشري وکړه، له مخې، دې معلوماتو امنیتي ځواکونه وهڅول چې په سپمبر ۲۰۰۹ کال کې د بیارغونې یو پروګرام پیل کړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "پوځ ما ته بلنه راکړه چې د علاج او تعليم په کارولو سره د ترهګرۍ نه د راوړيدلو يو پروګرام جوړ کړم چې په ځوان وسله والو کې افراطیت او تاو تریخوالی کم کړي."

هغې وويل، "له هغه وخت راهيسې، موږ ۲،۰۰۰ وسله وال د ترهګرۍ نه راړولې دي، چې اوس د ټولنې مهم وګړې جوړ شوې دي." "موږ هغوی ته فني او نور ټريننګونه ورکړي دي چې هغوی ته توان ورکړو چې له ځان سره هم مرسته وکړي او افراطیت ته بيرته لاړ نه شي."

هغې وويل، "د ترهګرۍ نه د راوړيدو پروګرام د ځوان وسله والو لپاره يو نعمت ثابت شوی دى، چې زياتره په کې د فشار له کبله د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره يو ځای شوې ول."

هغه ځوانان په ټولنه کې ځای پر ځای کول د کومو چې ذهن سازي شوې وه

شفیق احمد، چې د نفسياتو کارپوه دی او په سوات کې په صباون بیارغونې مرکز کې کار کوي، وويل، ۱۹۲ پخواني وسله والو په دغه مرکز کې ټريننګ ترلاسه کړو او په خپلو ټولنو کې بیا ځای پرځای شول.

هغه وويل، وسله والو استخدامونکو هغه ځوانان په نښه کړل کوم چې په ټولنه کې د کمزوري اقتصاد د کورنيو سره تعلق لرلو، يا یتيمانان ول یا د خپلو کورنیو او ټولنو څخه جدا شوې ول، یا د وسله والو په سکولونو کې يې ګډون کړی و.

احمد وويل، چې وسله والو ځینې کسان مجبوره کړل چې د هغوی په کمپاینونو کې برخه واخلي، په داسې حال کې چې ځينې کسانو ته يې داسې درسونه ورکړل چې د قران کریم نيمګړي آیاتونه په کې شامل ول چې دوی دهوکه کړي او د اسلام د دښمنانو په وړاندې یې په تاوتریخوالي کې بوخت کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د ځوان وسله والو ذهن سازي شوې وه او هغوی ځورول شوي و او د رحم نه ډکې تګلارې ته ضرورت و چې د هغوی زړه او ذهنونو بدل کړي او هغوی ته په ژوند کې متبادل اهداف ورکړي."

احمد وويل، هيڅ يو ځوان، چې د صباون نه له خپلې ټولنې سره يو ځای شوی دی، بېرته طالبانو ته او يا افراطيت ته نه دی واپس شوی. که څه هم، هغه خبرداری ورکړو، چې د دوی په دوام داره توګه څارنه، د خپلو ټولنو او پوليسو نه ملاتړ ترلاسه کول او د طالبانو نه ساتنه ضروري ده.

هغه وويل، "د ترهګرۍ نه راړول یو څو اړخیزه تګلاره ده، چې د هغې پایلې خورا مثبت دي."

د سولې لپاره لاره هواره ول

ميا افتخار حسين، چې په پیښور کې د نفسياتو کارپوه دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ترهګرۍ نه راړول يوه غوره لاره ده چې مذهبي یا نظرياتي ترهګري د هميشه لپاره ختم کړي او په ټولنه کې د تل پاتې سولې لپاره لاره هواره کړي."

هغه وويل، د تروریزم ختمولو لپاره د درسونو او نورو ميتودونو په ذریعه هغه ذهنونه د ترهګرۍ نه راړول، چې د تاوتريخوالي نه ډک وي، د تاوتریخوالي نه سولې ته د راوستلو يوه مهمه برخه ده.

هغه وويل، "موږ غواړو چې د سولې ضد عناصر بېرته ته د تلو نه او د ناوړه اجنډې، چې د دوی په ذهنونو کې مرتسم شوې ده، د پوره کولو لپاره د وسلو راخيستلو نه منع کړي." هغه زیاته کړه، غیر پوځي ستراتیژۍ، لکه د نفسياتو مشورې، کوچنګ او د ټولنې ملاتړ، په ټولنه کې د پخوانیو وسله والو په بیرته یوځای کیدو کې مهم رول لوبوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هر څوک که د پاکستان وزير اعظم جوړيږي، هغه له پکار ده چې له طالب علمانو سره مرسته وکړي

ځواب