امنیت

د کویټې خيراتي اداره نور فاونډيشن د ایران د ګډوډۍ رامنځته کوونکي فعالیت سره تړاو لري

د عبدل غني کاکړ لخوا

د ایران د پوځ يو سينير افسر د اکتوبر په میاشت کې د ایران په قوم کې د زینبیون او فاطمييون ډيويژن د شپږو جنګياليانو په جنازه کې ګډون کوي. دغه جنګیاليان، چې اکثر په پاکستان او افغانستان کې د شیعه ټولنو څخه استخدام کيږي، هغه وخت ووژل شول کله چې دوی په سوريه کې د بشارالاسد د رژیم سره مرسته کوله. په کویټه کې په نور فاونډيشن باندې تور لګيدلی چې دا د داسي جنګیالیانو د استخدام لپاره د ایران د يوې ډلې په توګه کار کوي. [ډيفاپريس.ایر]

د ایران د پوځ يو سينير افسر د اکتوبر په میاشت کې د ایران په قوم کې د زینبیون او فاطمييون ډيويژن د شپږو جنګياليانو په جنازه کې ګډون کوي. دغه جنګیاليان، چې اکثر په پاکستان او افغانستان کې د شیعه ټولنو څخه استخدام کيږي، هغه وخت ووژل شول کله چې دوی په سوريه کې د بشارالاسد د رژیم سره مرسته کوله. په کویټه کې په نور فاونډيشن باندې تور لګيدلی چې دا د داسي جنګیالیانو د استخدام لپاره د ایران د يوې ډلې په توګه کار کوي. [ډيفاپريس.ایر]

کويټه -- د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي چې په کويټه کې نور فلاحي ټولنه، چې د نور فاونډيشن په نوم مشهوره ده، يوه داسې ډله ده چې ایران يې په پاکستان کې د یو شمیر تخریبي فعالیتونو لپاره کاروي.

په تير دسمبر کې، د پاکستان امنیتي ځواکونو په کويټه کې په سمنګلي سړک باندې په نور فاونډيشن باندې چهاپه ووهله او لږ تر لږه څلور غړې يې د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول سره د اړیکو په شک ونیول. دغه ټول کسان د یوې امنیتي ادارې په توقيف کې دي. مظهر دراني، چې په اسلام آباد کې د دفاع سينير چارواکی دی، د دغه کسانو د شناخت د څرګندولو نه انکار وکړو.

په مارچ کې، د پاکستان ګټو ته د زيان رسولو په اړه د ایران د مخ په زیاتیدو راپورونو نه وروسته، امنیتي ځواکونو په دویم ځل په دغه فاونډيشن باندې چهاپه ووهله.

دراني د دويمې چهاپې په اړه وويل، "امنیتي چارواکو د نور فاونډيشن ټول اسناد ضبط کړي دي، او د لوړې کچې تحقیقات روان دي."

د ایران په قوم کې وير کونکي، د تېر اکتوبر په میاشت کې د زینببیون بريګيډ د غړي جنازه وړي. دغه کس د سوریې د رژیم او د ایران د سیمه ایزو ګټو د دفاع کولو په دوران کې ووژل شو. [ډيفاپريس.ایر]

د ایران په قوم کې وير کونکي، د تېر اکتوبر په میاشت کې د زینببیون بريګيډ د غړي جنازه وړي. دغه کس د سوریې د رژیم او د ایران د سیمه ایزو ګټو د دفاع کولو په دوران کې ووژل شو. [ډيفاپريس.ایر]

د اګست په میاشت کې په فیسبوک باندې خپور شوی تصوير د نور فاونډیشن ايمبولينس ښيي. [د نور فاونډيشن د فیسبوک پيج]

د اګست په میاشت کې په فیسبوک باندې خپور شوی تصوير د نور فاونډیشن ايمبولينس ښيي. [د نور فاونډيشن د فیسبوک پيج]

د نور فاونډيشن د فیسبوک پيج په وار وار د تاوتریخوالي تصويرونه پوسټ کوي، لکه په وینو کې لت پت ټیکسي چې په ۲۰۱۷ کال کې ښودل شوی و، چې دا څرګنده کړي چې په پاکستان کې شیعه ګان د سني اکثريت د قربانیانو په توګه ظاهر کړي -- دا یوه عامه حربه ده چې ایران يې کاروي چې په خپلو مليشو کې هغه کسان استخدام کړي کوم چې د تهران اطاعت کوي. [د نور فاونډيشن د فیس بوک پيج]

د نور فاونډيشن د فیسبوک پيج په وار وار د تاوتریخوالي تصويرونه پوسټ کوي، لکه په وینو کې لت پت ټیکسي چې په ۲۰۱۷ کال کې ښودل شوی و، چې دا څرګنده کړي چې په پاکستان کې شیعه ګان د سني اکثريت د قربانیانو په توګه ظاهر کړي -- دا یوه عامه حربه ده چې ایران يې کاروي چې په خپلو مليشو کې هغه کسان استخدام کړي کوم چې د تهران اطاعت کوي. [د نور فاونډيشن د فیس بوک پيج]

یو پاکستانی کس په ۲۰۱۵ کال کې په تهران کې د آی آر جي سي په مرسته په يو پروګرام کې د زینبیون بريګيډ جهنډا هسکوي. [تسنيم]

یو پاکستانی کس په ۲۰۱۵ کال کې په تهران کې د آی آر جي سي په مرسته په يو پروګرام کې د زینبیون بريګيډ جهنډا هسکوي. [تسنيم]

دراني د دسمبر په مياشت کې د دغه کسانو د نيولو تایید وکړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د نور فاونډيشن نیول شویو شکمنو کسانو د خپلو شکمنو فعالیتونو په اړه خورا پټ معلومات ښکاره کړل." "زه باور لرم چې د دوی د څرګندونو نه وروسته، امنیتي چارواکي به د دغو [ایرانی] عناصرو ټول نيټ ورک په له منځه وړولو کې بریالي شي."

په دسمبر کې په ورته وخت کې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د نور فاونډيشن سره د اړيکو لرلو په شک کې جواد دهقان ونيولو. جواد دهقان یو سفارتکار دی چې په کويټه کې د ایران په قونسلګرۍ کې په ویزا سيکشن کې ځای پر ځای شوی و.

دراني زياته کړه، دهقان د پاکستاني موبايل کمپنو ګڼ شمېر سيمونه ( د کارونکي د شناخت ماډيول) لرل او د هغه نه په غټ مقدار بهرنۍ پيسې ترلاسه شوې. هغه وروسته بیا ایران ته بيرته ولیږلی شو. دا يوه داسې پیښه وه چې ځايي ميډيا د دې په اړه راپور نه و ورکړی.

هغه وويل، "په فدرالي کچه، پاکستان ايراني چارواکي د خپلو انديښنو نه خبر کړي دي." "ایران ته ویل شوي چې پاکستان به هیڅکله اجازه ور نه کړي چې د دې خاوره دې د بهرنۍ ايجنډې لپاره استعمال شي."

ایران به هیڅکله د پاکستان په وړاندې په خپل جارحيت کې بریالي نه شي، ځکه چې اوس د دې د تاوتریخوالي واک په سیمه کې خورا ښکاره شوی دی."

د ایران اړیکي او دوکه بازي

په کويټه کې میشت د استخباراتو یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وويل، تحقیقاتو د نور فاونډيشن او د آی آر جي سي ترمنځ اړیکې په ډاګه کړې دي.

هغه وويل، "تحقیقاتو په ډاګه کړه چې د نور فاونډيشن ډیر شکمن غړي د خیرات راټولولو په جامه کې د آی آر جي سي لپاره کار کوي."

هغه د آی آر جي سي په مرسته د ايجنټانو لخوا د پاکستاني ځوانانو دوامداره استخدام ته اشاره وکړه او ويې وويل چې "دا سازمان د شیعه یاغیانو د استخدام لپاره کارول کیږي چې په سوریه کې د صدر بشار الاسد د رژیم لپاره جګړه کوي." دغه ايجنټان په سوريه کې د تهران د حکم لاندې او په منځنۍ ختيځ کې نورې نښتې رامنځته کوي.

راپورونه ښيې چې ایران د ۱۲،۰۰۰ پورې پاکستاني او افغان شیعه ګان هڅولې دي چې د آی آر جي سي د زینبیون بريګيډ او فاطميون ډويژن سره یوځای شي او د جنګ داسې شعارونه لکه "د شیعه ګانو حقوق او ساتنه" په کارولو سره حساس ځوانان دوکه کوي.

نور فاونډيشن د دغه ګډ داستان نه د فیسبوک په پيج باندې اکثر د تاوتریخوالي تصويرونه پوسټ کوي چې دا څرګنده کړي چې په پاکستان کې شیعه ګان د سني اکثریت قربانيان دي.

د استخباراتو چارواکي وايي، آی آر جي سي يو شمير سر چينې کاروي چې پاکستاني شيعه ګان دوکه کړي او د تهران ګټو ته وده ورکړي. هغه وويل، "موږ د دې ټولو تاکتيکونو څخه خبر يو چې زموږ دښمن يې زموږ په وړاندې کاروي."

نور فاونډيشن دا تورونه رد کړې دي

سيد حسن، چې په نور فاونډيشن کې يو سينير چارواکی دی، وویل، "موږ د ایراني استخباراتو په اړه د خپل سازمان په وړاندې ټول تورونه په کلکه رد کوو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ اداره د خلکو د خدمت لپاره کار کوي، او موږه هیڅکله د دولت پر ضد فعالیتونو کې برخه نه ده اخيستې."

هغه وويل، "که چيرې زموږ د نیول شویو غړو په وړاندې تورونه موجود وي، نو ولې دوی عدالت ته نه دي وړاندې شوي؟" هغه زياته کړه، "موږ د خپل سازمان ټول ريکارډ استخباراتي چارواکو ته چمتو کړی دی، او دوی څو ځله زموږ اصلي دفتر ته راغلې دي."

هغه وويل، "موږ ځايي پوليسو ته هم رپوټ ورکړى دى چې زموږ د سازمان څلور غړي د څو مياشتو راهيسې ورک شوي دي، او تر اوسه پورې په دې هکله هيڅ پرمختګ نه دی شوی." "موږ د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه ډير زيات اندیښمن یو."

د پاکستان په وړاندې د ایران روان فعالیت

د آی آر جي سي لخوا د پاکستاني شیعه ګانو استخدام د ايران لخوا پاکستان ته د زيان رسولو د مثال په پرتله هيڅ څيز نه دی.

د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو یوې ډلې وویل چې ایران هغوی ته تربيت او فنډونه ورکړل او هغوی ته يې امر وکړو چې په افغانستان کې د ترکمانستان- افغانستان-پاکستان-هند ترمنځ د طبيعي ګيس پايپ لاين پروجيکټ په افتتاحی مراسمو باندې بريد وکړي -- دا یو داسې پروجيکټ دی چې تهران یې په بشپړه توګه مخالفت کوي.

د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د افغانستان صدر اشرف غني په هغو درنو ميلمنو کې ول کومو چې په دې مراسمو کې برخه اخيستې وه.

د اپریل په ۲۲ مه، د طالبانو یوه بله ډله وروسته له هغې افغان چارواکو ته تسلیم شوه کله چې دوی په ټاپي باندې د برید کولو لپاره د ایران امرونه رد کړل.

په اسلام آباد کې د دفاع شنونکی، ميجر (ريټايرډ) محمد عمر، پاکستان فارورډ ته وویل، "ایران سره تړا لرونکي وسله والې ډلې په هيواد کې د جعلي شناخت لاندې فعالیت کوي او زموږ ځایي خلک تر خپل کنټرول لاندې راولي."

"په پاکستان کې د ایران سره تړاو لرونکي سازمانونه باید په جدي توګه وڅیړل شي." "په پاکستان کې د ایران جارحيت زمونږ د بهرنۍ او کورنۍ امنیتي پالیسۍ لپاره جدي چيلنجونه رامنځته کوي."

هغه وویل، "اوس وخت دی چې د ایران او نورو هغه هيوادونو سره د اړيکو د پالیسۍ بیا کتنه وکړو کوم چې په سوریه کې د صدر بشار الاسد د حکومت ملاتړ کوي."

لفټننټ جنرل (ريټايرډ) طلعت مسعود، چې په اسلام آباد کې د پوځ او دفاع يو سينير شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، په پاکستان کې د ایران جارحيت په دوه اړخیزو اړیکو خورا منفي اغیزه لري، او دا اړینه ده چې پاکستان په هیواد کې د بهرنیو مداخلو د مخنیوي لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي."

هغه وويل، "د هغو عناصرو په وړاندې بايد جدي اقدامات پورته کړی شي کوم چې دلته د بهرنيو ګټو لپاره کار کوي." هغه زياته کړه، چې پاکستان "په خپله خاوره کې نوره فرقه ييزه او يا بله کومه جګړه" نه شي برداشت کولی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو د سعوديانو سپي يئ او د غلطو او بې بنياده خبرونو خپرولو سره ايران ته غاپئ لعنت دې وي په آمريکه او د سعودي په سپو باندې

ځواب

د پاکستان په مرکزي ښار اسلام آباد کې د ايران سفارتخانه، د پاکستان او د ايران په هکله د څيړنې مرکز، په کراچۍ، کويټه، لاهور او پيښور کې د ايران قونسل خانې، او په راوالپنډۍ، پيښور، لاهور، ملتان، حيدر آباد، کراچۍ او کويټه کې د ايران کلتوري مرکزونه د سفارتي او کلتوري فعاليتونو په جامه کې په بشپړه توګه په استخباراتي فعاليتونو کې ښکيل دي. د دوی نيټ ورک دومره پراخه دی چې دا تر ګلکت بلتستان پورې غځيدلی دی. پاکستاني امنيتي ځواکونو يو شمير ځله دوی منع کړې دي. دا کار د ايران د انقلاب راهيسې دوام لري او هم دا وجه ده چې په ۱۹۹۷ کې ټول سني کارکوونکي د خپلو نوکرو نه لرې کړی شوي ول. د ايران د انقلاب ساتونکي زينيبيون بريګيډ او فاطميون ډويژن د پاکستان او افغانستان نه شيعه ګان استخداموي چې په سوريه کې په جنګ کې برخه واخلي.

ځواب

د خلکو نه بيوقوف څه له جوړوئ. پاکستاني ايجنسو نور ويلفير جوړ کړی و چې په کويټه کې د هزاره قوم په قتل عام کې لاشونه ژر تر ژره اوچت کړي او اړوندو سيمو ته يې منتقل کړي. د دوو کالو په دوران کې تقریباً دوه درجنه ايمبولينسونه د کوم ځای نه راغلل؟ دا ټول دولتي ادارو برابر کړې ول. په بلوچستان کې انتهاپسندۍ ته وده ورکول زمونږ د اسټيبلشمنټ منشور جوړ شوی دی چې په دی کې ايران برابر شريک دی.

ځواب