امنیت

د طالبانو دویم ګروپ د ټاپي پايپ لاين د ويجاړولو لپاره د تهران د پلان په اړه تفصيلات ورکوي

د سليمان لخوا

د فبرورۍ په ۲۱ مه، د طالبانو یو ۱۰ کسیزه ګروپ د هرات چارواکو ته تسلیم شو، او د ټاپي پايپ لاين پروجيکټ په وړاندې يې د ایران د پلانونو په هکله معلومات ورکړل.‌ [سليمان]

ځايي چارواکي وايي چې ایراني پلان جوړوونکو د درې میاشتو په موده کې په دویم ځل هڅه کړې چې په هرات صوبه کې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان د طبیعي ګيس په پایپ لاين باندې د برید لپاره طالبان استعمال کړي.‌

او بیا هم، طالب جنګیالیانو د ایرانیانو امرونه ونه منل او پرځای یې خپلې وسلې په ځمکه کيښودلې او د افغانانو په مشرۍ کې د سولې پروسې سره یوځای شول.‌

احمد، چې د طالبانو د اوه کسيزه ګروپ مشر دی، د اپريل په ۲۲ مه په هرات کې په يو نيوز کانفرنس کې وويل، "ایران زمونږ کمانډرانو ته وسلې او مهمات ورکړل او امر یې ورته وکړو چې په ټاپي باندې برید وکړي او ویجاړ یې کړي، او په نتيجه کې زمونږ جیګپوړو کمانډرانو مونږ ته د دې کار کولو امر وکړو."

هغه وويل، "مونږ د هغوی امرونه ونه منل،‌ ځکه چې د ټاپي نه زمونږ ټول ولس ته ګټه رسيږي." "د دې پر ځای، مونږ له امنيتي چارواکو سره اړيکې ونيولې او له سولې پروسې سره يو ځای شو."

د طالبانو یو اوه کسیز ګروپ د اپريل په ۲۲ مه د هرات د پولیسو په مرکز کې تسلیمېږي. [د هرات پولیس]‌

د طالبانو یو اوه کسیز ګروپ د اپريل په ۲۲ مه د هرات د پولیسو په مرکز کې تسلیمېږي. [د هرات پولیس]‌

د هرات د پوليسو چيف جنرل محمد ایوب انصاري د اپريل په ۲۲ مه یو تسلیم شوې کس ته غاړه ورکوي. د هرات پولیسو په دغه ورځ د ۷ طالبانو د دې فيصلې ستاینه وکړه چې په ټاپي باندې د برید کولو لپاره د ایرانیانو د حکمونو د منلو پر ځای د افغانانو په مشرۍ کې د سولې پروسې سره یوځای شي.‌ [د هرات پولیس]

د هرات د پوليسو چيف جنرل محمد ایوب انصاري د اپريل په ۲۲ مه یو تسلیم شوې کس ته غاړه ورکوي. د هرات پولیسو په دغه ورځ د ۷ طالبانو د دې فيصلې ستاینه وکړه چې په ټاپي باندې د برید کولو لپاره د ایرانیانو د حکمونو د منلو پر ځای د افغانانو په مشرۍ کې د سولې پروسې سره یوځای شي.‌ [د هرات پولیس]

فيروز احمد، چې د تسلیم شویو طالبانو د ګروپ مشر دی، د اپريل په ۲۲ مه په هرات کې په يو نيوز کانفرنس کې خبرې کوي.‌ هغه وایي، "ایران زمونږ کمانډرانو ته وسلې او مهمات ورکړل او امر یې ورته وکړو چې په ټاپي باندې برید وکړي او ویجاړ یې کړي، او په نتيجه کې زمونږ جیګپوړو کمانډرانو مونږ ته د دې کار کولو امر وکړو." "مونږ د هغوی امرونه ونه منل،‌ ځکه چې زمونږ ټول ولس ته د ټاپي نه ګټه رسيږي."

په کابل او اسلام آباد کې د ایران سفارت خانو د دغو تورونو په اړه د تبصرې کولو لپاره زمونږ د بار بار غوښتنو ځواب ور نه کړو.‌

لومړي پلان د عباسي پروګرام په نښه کړو

دا د ټاپي د سبوتاژ کولو لپاره د ایران لومړۍ هڅه نه ده. د دې نه مخکې، د فبرورۍ په ۲۱ مه، د طالبانو یو ۱۰ کسیزه ګروپ په هرات کې چارواکو ته تسلیم شو، او د ایران د پلانونو په هکله یې معلومات ورکړل.‌

محمد ايوب عليزي، چې د دغه ګروپ کمانډر دی، وویل، ایران هغوی ته ټريننګ ورکړو او وسلې یې ورته ورکړې او لارښونه يې ورته وکړه چې د پرانستې په مراسمو او پایپ لاين باندې برید وکړي.

د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د افغانستان صدر اشرف غني په هغو درنو ميلمنو کې وو کومو چې په دې کې ګډون کړی و.

د ټاپي ۱،۸۴۰ کیلومټره اوږد پایپ لاين به له ترکمنستان څخه تر هندوستان پورې د افغانستان له لارې غځول کيږي او دا به د شيډول مطابق د ۲۰۲۰ په لومړیو کې په ترکمنستان کې د ګالکینیش د ګيس لویې سرچینې نه د طبیعي ګيس پمپ کول پیل کړي.‌

تهران د ټاپي پروجيکټ په کلکه مخالفت کوي،‌ ځکه چې دا د هغه پایپ لاين د پروجيکټونو لپاره یو مستقیم ګواښ دی کوم چې د ایران له لارې تېرېږي.

علیزي په ورته وخت سلام ټایمز ته وویل، "مونږ د سرحد هاخوا ته د ایران په خاوره کې جنګي ټريننګ ترلاسه کړو.‌" ایران مونږ ته پیسې، وسلې او آلات راکړل چې مونږ توان ولرو چې د افغان امنیتي ځواکونو سره جنګ وکړو."

علیزي وویل، "د حقیقت په معلومولو سره او د ټاپي د ملاتړ لپاره، مونږ جنګ بس کړو او تسلیم شو."

د ايران دوه معياري لوبه

د پاکستان د دفاع او استخباراتو چارواکي وايي چې د ایران وروستۍ سفارتي هڅو، چې په دې کېپاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف اوسنۍ دوره هم شامله ده، د دواړو هېوادونو تر منځ د خراب تعلقاتو په ښه کولو کې هيڅ رول نه دی لوبولې.

ظریف هڅه وکړه چې پاکستانيانو ته ډاډ ورکړي چې ايران او د اسلامي انقلاب د ساتونکو قول د پاکستان حاکميت او امنیت ته زيان نه رسوي.

که څه هم، د ټاپي د ويجاړولو لپاره د ایران د پلان سربيره، د اسلامي انقلاب ساتونکو قول ملاتړي پراکسي ملېشې په زرګونو پاکستاني او افغان ځوانان هڅوي چې په هغه جنګ کې برخه واخلي چې یوازې د تهران فرقه يي اهداف پوره کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500