سياست

د پاکستان پوځ په فاټا کې د چيک پوسټونو شمير کموي او د ځايي خلکو انديښنې ختموي

د جاويد خان لخوا

پاکستاني پوځیان په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې د طالبان وسله والو په وړاندې په عملياتو کې د داخلي بې ځايه شويو پاکستاني وګړو اسناد ګوري. پوځ پلان لري چې په فاټا کې چيک پوسټونه کم کړي، چې دا په ښکاره توګه د ځايي خلکو د انديښنو د کمولو لپاره يو نوښت دی. [ای مجید/ای ايف پي]

پاکستاني پوځیان په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې د طالبان وسله والو په وړاندې په عملياتو کې د داخلي بې ځايه شويو پاکستاني وګړو اسناد ګوري. پوځ پلان لري چې په فاټا کې چيک پوسټونه کم کړي، چې دا په ښکاره توګه د ځايي خلکو د انديښنو د کمولو لپاره يو نوښت دی. [ای مجید/ای ايف پي]

پیښور -- د قبايلي سیمو اوسیدونکو په سیمه کې د چيک پوسټونو د شمیر کمولو او د پاتې ځمکني ماینونو د لرې کولو لپاره د پوځ د پریکړې هرکلی کړی دی. خلک فکر کوي چې دا نوښت په دې وروستیو ورځو کې د احتجاجونو له کبله پيل کړی شو.

د پیښور کور کمانډر لفټننټ جنرل نذیر احمد بټ د سه شنبې په ورځ (د اپريل په ۲۴ مه) د خبریالانو یو ګروپ ته وویل چې امنیتي ځواکونه به د دې کال په پای کې په فاټا کې د چيک پوسټونو شمير د ۳۵۳ نه ۲۷۰ پورې کم کړي.

بټ وويل، په ملاکنډ ډويژن کې له مخکې نه د چيک پوسټونو شمير د ۷۰ نه ۳۱ ته کم کړی شوی دی. دا شمیر به په جون کې تر ۲۵ پورې نور هم کم کړی شي.

هغه زياته کړه، په فاټا کې د ماينونو لرې کولو پروسه ۶۴٪ بشپړه شوې ده.

د اوږد مهاله اغیزو امید

بټ وویل چې د خیبر پښتونخواه سترې کمیټۍ د پښتنو د ساتنې غورځنګ (پي ټي ايم) سره د خبرو اترو لپاره يوه جرګه جوړه کړې ده. پي ټي ايم په قبايلي سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو خلاف احتجاج کوي.

د بول نیوز له مخې، "دا د پوځ او حکومت دنده ده چې د قومونو ساتنه وکړي، او کار روان دی."

سفي الله ګل، چې په پيښور کې د دنيا نيوز بيورو چيف او د محسود قبيلې غړی دی، وويل، "که چیرې دا اقدامات پلي شي، نو دا به د فاټا، خیبرپښتونخواه او د هيواد په نورو پاتې سيمو باندې اوږد مهاله اغيزې ولري."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د زياتو سکولونو، کالجونو، هسپتالونو، سړکونو او زيربناوو جوړول به په فاټا کې په ژوند باندې ډير ښه اغيز ولري."

هغه وویل، که چيرې دواړه خواوې یوځای کيني او د دغه غورځنګ غوښتنې ومني او حل کړي، نو د پي تي ايم احتجاجونه به کم شي.

د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان او یو شمېر سیاستدانانو له مخکې نه له پوځ څخه غوښتنه کړې وه چې په فاټا او خیبرپښتونخواه کې د چيک پوسټونو شمير کم کړي او د قبایلي سیمې څخه ځمکني ماینونو لرې کړي.

مسرت احمدزيب، چې د سوات نه د قومي اسمبلۍ غړي ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا یو ښه نوښت دی چې پوځ د فاټا د اوسیدونکو اندیښنې ختمول غواړي."

هغې وويل، د فاټا د خلکو مسلې باید حل کړی شي، چې په دې کې د زده کړې او روغتيا پرمختګ او همداراز اقتصادي پرمختګ شامل دي.

عادي حالات بیرته راوستل

د پاکستان د پوځ ویاند ميجر جنرل آصف غفور د اپريل په ۲۰ مه په يو ټويټ کې وويل، "د فاټا زړورو قومونو د ډیرو زياتو ستونزو او قربانيو وروسته سوله او ثبات ترلاسه کړی دی."

هغه وويل، "د متحرک عملیاتو وروسته د عادي ژوند بيا بحالي د"پاکولو- قبضه کولو- جوړولو- منتقل کولو" د ستراتیژۍ برخه ده. حکومت د امنیتي ځواکونو په شمول ژمن دی چې د ځپل شويو خلکو سره مرسته وکړي."

هغه په ټويټ کې وویل، "موږ د متحرک عملیاتو نه وروسته د پاکولو په مرحله کې د چيلنجونو سره مخامخ یو، او 'د قبضې او جوړولو' پړاو روان دی." "دا زموږ کور دی، موږ به په ګډه د کار کولو له لارې په تدریجي توګه عادي حالات بيرته راولو. دا وخت دی چې د هغه مخالف قوتونو نه ځان خبر کړو کوم چې د غير يقيني حالاتو رامنځته کولو هڅه کوي، خو دوی به هیڅکله بریالي نه شي."

غفور وويل، د سيمې اقتصادي پرمختګ لومړيتوب دى او په قامي بهير کې د فاټا شامليدل د سيمې د پياوړتيا او سوکالۍ لپاره مهمه خبره ده.

د خیبر ايجنسۍ سوداګر، شاهد افریدي، پاکستان فارورډ ته وویل، "حکومت باید فاټا د خيبر پښتونخواه سره يوځای کړي او پکار ده چې هلته زيات تعلیم او د صحت سهولتونه برابر کړي، چيک پوسټونه کم کړي، او د هغو قومونو لپاره تګ راتګ آسان کړي کوم چې د ډیرو کلونو راهیسې د ستونزو سره مخامخ شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د پاکستان پوځ سره ډیره مینه لرم او زه د پاکستان پوځ سره نشم يو ځای کيدی ځکه چې زما د ښې پښې دوه ګوتې وړې دي دا لویه ستونزه نه ده

ځواب