بشري حقونه

د پښتنو د ساتنې غورځنګ په لاهور کې په ریلي کې د حقوقو غوښتنه کوي

د عبدل ناصر خان لخوا

په زرګونو کسانو د اپریل په ۲۲ مه په لاهور کې د منظور پشتون د مشرۍ لاندې د پښتنو د ساتنې غورځنګ (پي ټي ايم) په يوې ريلې کې ګډون وکړو. پي ټي ايم په قبايلي سيمو کې د بشری حقونو د سرغړونو په وړاندې احتجاج کوي. [عبدل ناصر خان]

په زرګونو کسانو د اپریل په ۲۲ مه په لاهور کې د منظور پشتون د مشرۍ لاندې د پښتنو د ساتنې غورځنګ (پي ټي ايم) په يوې ريلې کې ګډون وکړو. پي ټي ايم په قبايلي سيمو کې د بشری حقونو د سرغړونو په وړاندې احتجاج کوي. [عبدل ناصر خان]

لاهور -- په زرګونو مظاهره کونکو په لاهور کې د یکشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۲ مه) په یوې ريلې کې برخه واخیسته چې د خپلواک عدالتي سیسټم او په خیبر پښتونخواه او قبايلي سیمو کې د غیر قانوني وژلو د خاتمې غوښتنه کوي.

دا ريلي د پښتنو د ساتنې غورځنګ، چې منظور پشتون يې مشري کوي، لخوا په موچي ګیټ کې منعقد شوې وه.

د آزادۍ ريډيو راپور ورکړو چې د هغه ډله وروسته له هغې احتجاج کوي کله چې په جنورۍ کې په کراچۍ کې د پاکستاني پولیسو په برید کې ۲۷ کلن نقیب الله محسود ووژل شو.

چارواکو ویلي دي چې محسود د تحریک طالبان پاکستان غړی و، چې دا يوه داسې ادعا ده چې په جنوبي وزيرستان کې د هغه خپلوان د دې نه انکار کوي.

په پاکستان کې د پښتنو د ساتنې غورځنګ (پي ټي ايم) مشر منظور پشتون د اپریل په ۲۲ مه په لاهور کې یوې ريلې ته خطاب کوي. پي ټي ايم د امنیتي ځواکونو لخوا د غیرقانوني وژلو، "د خلکو د ورکيدو" او نورو ناوړه سرغړونو د اختتام غوښتنه کوي. [عارف علی/ای ايف پي]

په پاکستان کې د پښتنو د ساتنې غورځنګ (پي ټي ايم) مشر منظور پشتون د اپریل په ۲۲ مه په لاهور کې یوې ريلې ته خطاب کوي. پي ټي ايم د امنیتي ځواکونو لخوا د غیرقانوني وژلو، "د خلکو د ورکيدو" او نورو ناوړه سرغړونو د اختتام غوښتنه کوي. [عارف علی/ای ايف پي]

ريښتيا او انصاف

پښتنوغوښتنه وکړه چې حکومت له پکار ده چې د حقایقو او پخلاینې کمیسیون جوړ کړي چې د ورکيدو او غیر قانوني وژنو تحقیق وکړي.

پشتون په ريلې کې وويل، "په زرګونو پښتانه وژل شوې او [د پروسې پرته په توقیف] کې دي."

هغه وويل، "موږ د ټولو ورک شويو کسانو خوشي کولو غوښتنه نه کوو، بلکې دا غوښتنه کوو چې دوی دې عدالت ته وړاندې کړی شي او عدالت دې فيصله وکړيکه چيرې دوی يو جرم کړې وي."

پشتون وويل، "موږ د ټولو هغو کسانو لپاره انصاف غواړو کوم چې د مقدمې پرته وژل شوي او د هغو خلکو لپاره انصاف غواړو کوم چې په زور ورک شوي دي."

پي ټي ايم د هغه خلکو لپاره د انصاف غوښتنه کوي کوم چې په پیښور کې د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې په آرمي پبلک سکول کې د تحريک طالبان پاکستان په قتل عام کې وژل شوې ول.

د ټي ټي ټي پخواني وياند لياقت علي، عرف احسان الله احسان، په اپريل ۲۰۱۶ کال کې پاکستاني چارواکو ته تسليم شو، خو د هغه ۱۵۰ ماشومانو والدين چې په ای پي ايس بريد کې وژل شوې ول غوښتنه کوي چې احسان دې په پوځي عدالت کې محاکمه شي.

پشتون وویل چې د هغه غورځنګ به تر هغه وخته پورې دوام ومومي تر څو چې هغه انصاف نه وي تر لاسه کړی. هغه د اپریل په ۲۹ مه په سوات کې او د می په ۱۲ مه، چې په ۲۰۰۷ کال کې د وژونکې فساد د کليزې ورځ ده، په کراچۍ کې د یوې غونډې لپاره د پلانونو اعلان وکړو.

حکومت دا تورونه رد کړي دي او وايې چې دا د جبري ورکيدو ذمه دار نه دی.

ميجر جنرل آصف غفور، چې د پوځ د عامه اړيکو دفتر ډايريکټر جنرل دی، د مارچ په ۲۸ مه په یو نيوز کانفرنس کې وویل چې حکومت د پښتنو غورځنګ ډیری اصلي مسلې له مخکې نه حل کړي دي.

د بشري حقوقو لپاره احتجاج

په لاهور کې د ژوند د ټولو برخو کسان د پښتنو سره شامل شول، چې په دې کې د بشري حقونو فعاله، حنا جیلاني، د بشري حقونو د دفاع پاکستان مشره آمینه مسعود جانجوعه او د سولې فعال فاروق طارق شامل ول.

په نورو ويناوالو کې فضل خان، چې د هغه طالب علمانو د والدينو د کميټۍ مشر دی کوم چې په ای اپي ايس برید کې وژل شوي ول؛ طاهره جالب، چې د انقلابي شاعر حبيب جالب لور ده؛ او ګجر، چې د عوامي کارګرانو ګوند صدر دی، شامل ول.

دوی، د زرګونو نورو کسانو سره، په ريلي او په ميډيا باندې د بندیز پرته راټول شول.

شکيل خټک، چې په لاهور کې د تلویزون خبریال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا په لاهور کې د پي ټي ايم لخوا يوه حیرانونکي ريلي وه، که څه هم ضلعي انتظاميې د دې مظاهرې اجازت نه و ورکړی."

هغه وويل، د لاهور او د نژدې ښارونو زيات شمير ځايي اوسيدونکو، د ښځو په شمول، د پښتنو سره په دې ريلې کې يوځای شول.

خټک وويل، "که څه هم په ډیرو ځايي رسنیو [د دې ریلي] په اړه د راپور ورکولو باندې بنديز لګيدلی و، خو بيا هم د ۵،۰۰۰ نه تر ۱۰،۰۰۰ پورې خلک په موچي ګیټ کې راټول شول، چې دا يوه غیر متوقع خبره وه."

د ای ايف پي خبريال په دغه ځای کې اټکل وکړ چې تقريباََ ۵،۰۰۰ کسانو په دغه ريلې کې ګډون وکړو -- چې په دې وروستيو کې د نورو مظاهرو نه وړه وه، خو بيا هم دوی د خپل قوت ډيره ښه څرګندونه وکړه ځکه چې لاهور د پاکستان په شمال لویدیز کې د دې غورځنګ د مرکزي ځای نه خورا لرې دی.

د ورک شوې کسانو کيسې

د بې درکه شویو کسانو خپلوانو په لويه کچه په دغه ریلي کې برخه واخیسته، چې ځينو په کې د خپلو عزيزانو تصويرونه هم راوړې ول.

د شمالي وزيرستان يو اوسيدونکي، آمين الله، وويل، چې د هغه ۱۵ کلن ورور په جنوري ۲۰۱۶ کال کې ورک شوى و.

آمین الله پاکستان فارورډ ته وویل، "ناظم د لسم جماعت طالب علم و چې هغه په انډس هايې وې باندې اغوا کړی شو." مونږ د ناظم د ځای په اړه لا تر اوسه معلومات نه لرو.

د عبدل متین په نامه یو بل ګډونوال وویل، د هغه ورور جلال او د هغه د تره زوی کاشف الله په ترتیب سره په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کال ورک شول.

شمون خان، چې یو بل مظاهره کوونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "زما وراره محمد عثمان په لاهور کې په راوي چوک کې اغوا شوی و."

رفعت الله اورکزۍ، چې په پیښور کې يو سينير خبریال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "پشتون هغه وخت خپلې هلې ځلې پیل کړې کله چې نقیب الله، چې د وزیرستان یو ځوان و، په کراچۍ کې د پولیسو لخوا ووژل شو." "پشتون په اسلام آباد، خیبرپښتونخواه او بلوچستان کې لویې غونډې ترسره کړې دي."

هغه وويل، "پي ټي ايم د ورک شويو کسانو کورنيو لپاره د اميد يوه رڼا ده." "له همدې امله دوی په ټول هیواد کې د پشتون پیروي کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ڈیر خہ لیک مو وڑاندی کڑے دے.

ځواب