امنیت

پاکستاني او افغان امنیتي چارواکي د ګاونډ د اړیکو ښه کولو لپاره په تورخم باندې ليدنه کوي

د محمد آهل لخوا

د پاکستان او افغانستان امنیتي چارواکي د اپریل په ۱۸ مه د تورخم په پوله باندې خبرې اترې کوي. [محمد آهل]

د پاکستان او افغانستان امنیتي چارواکي د اپریل په ۱۸ مه د تورخم په پوله باندې خبرې اترې کوي. [محمد آهل]

تورخم -- امنيتي سرچينو پاکستان فارورډ ته وویل، د پاکستان او افغان امنیتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د اپریل ۱۸ مه) خبرې اترې وکړې او ژمنه يې څرګنده کړه چې د زياتې او دوامدارې همغږۍ له لارې به په پوله باندې سوله برقرار وساتي.

په تورخم پوله باندې دا غونډه، چې د پاکستان لفټننټ کرنل ارشد او د افغانستان لفټننټ کرنل وحید يې مشري وکړه، وروسته له هغې ترسره شوه کله چېد پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د تاوتريخوالي يوه پيښه رامنځته شوه.

دد افغان سرحدي پولیسو او د پاکستان د فرنټير کور د غړو ترمنځ جګړه د یکشنبی په ورځ (د اپريل په ۱۵ مه) د افغانستان په خوست صوبه کې د ځاځي میدان په ډسټرکټ کې په پوله، چې د پاکستان په فاټا کې د کرم ايجنسۍ سره پوله لري، باندې رامنځته شوه.

د دغه ورځ په ورستيو کې د قومي مشرانو د خبرو اترو له لارې اوربند وشو.

تاوتريخوالی کمول

د دواړو لوريو چارواکي او امنیتي شنونکي وايي چې دا غونډه د ګاونډ د اړیکو ښه کولو په لور یو مهم ګام دی.

حکمت صافي، چې د افغانستان د چيف ايګزيکيټيو عبدالله عبدالله سلاکار دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ډول غونډې به د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتريخوالی کم کړي، ځکه چې په پوله باندې [شخړه] حل شوې ده."

هغه زياته کړه، "کابل ته د پاکستان د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د دورې نه وروسته، د پاکستان او افغانستان تر منځ اړيکې ښه شوې دي."

په دې غونډه کې ګډون کوونکو امنيتي چارواکو ته د پاکستان لخوا پولې ته د باړ لګولو او د انټرنيټ پر بنسټ د کسټم سسټم پلي کولو په اړه معلومات ورکړل شول، چې موخه يې په پوله باندې د کسټم پروسه ښه کول دي.

د چارواکو له مخې، د افغان امنیتي چارواکو وړاندیز، چې د تورخم لاره دې د تګ راتګ لپاره تر د شپې د ۹ بجو پورې خلاصه وساتل شي، په اړه خبرې اترې وشوې. تورخم اوس په ۸ بجې تړل کيږي.

دا غونډه د نورو هڅو یوه برخه وه چې موخه یې د پولې په اوږدو کې د نښتو مخنیوی کول دي چې دغه نښتې یوازې ترهګرو ته ګټه رسوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، جنرل محمد رادمنيش پاکستان فارورډ ته وویل، "د افغان او پاکستاني سرحدي امنیتي چارواکو تر منځ د خبرو اترو وروسته، اوس د پولې په اوږدو کې هیڅ ډول جګړه نشته."

هغه وويل، "د دواړو هېوادونو چارواکو په کابل کې د پولې په اوږدو کې د هر ډول سرغړونو د مخنيوي په اړه موافقه کړې، او موږ دې تړون ته ژمن يو."

رادمنيش وویل، "موږ هیله لرو چې پاکستان به ژمن پاتې شي."

هغه وويل، "موږ تل ويلي دي چې ترهګري د هيڅ هېواد په ګټه نه ده." "حکومتونه باید د تروریزم پرضد په جګړه کې د یو بل سره مرسته وکړي، او په دې برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ ښه اړیکې به خورا اغیزمنې وي."

هغه وويل، "ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې حل شي. د دواړو هيوادونو ترمنځ دوه اړخيزه پوهه تر ټولو غوره لاره ده چې د ترهګرۍ سره مبارزه وکړو او سوله او ثبات برقرار وساتو."

د دې غونډو اهميت

امنیتي شنونکې وايي، دا غونډې د پولې په اوږدو کې د اړیکو ښه کولو لپاره خورا مهمې دي.

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د امنيتي چارو شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وويل، پولې ته باړ لګول او د سرحدونو مدیریت په پوله باندې د ترهګرو د تګ راتګ د څارنې لپاره او په پاکستان او افغانستان کې د امنیت ساتلو لپاره مهم دي.

شاه پاکستان فارورډ ته وویل، "د افغان او پاکستاني امنیتي چارواکو ترمنځ خبرې اترې او د سرحدونو د امنیتي چارواکو تر منځ مخابراتي اړیکې د تاوتریخوالي د پیښو په کمولو کې مرسته کولی شي."

هغه وويل، "د افغان او پاکستاني امنيتي چارواکو تر منځ د تاوتريخوالي نښتې د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې جګړې ته زيان رسولی شي او په پوله باندې په منظمه توګه د غونډو سره د دې مخه نيول کيدی شي."

هغه وويل، "دا به په کرم ایجنسۍ کې د پولې په اوږدو کې هم په تاوتریخوالي کمولو کې مرسته وکړي."

سيد حسين شهيد سهروردي، چې په پيښور يونيورسټۍ کې د نړايوالو اړيکود ډیپارټمنټ چيرمين دی، وويل، دا غونډې د تاوتريخوالي، چې د اړيکو د نشتوالي له کبله رامنځته کيږي، د کمولو لپاره اړين دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان او افغانستان دواړه باید په ټولو کچو ډیرې خبرې اترې وکړي." "دا به د تاوتریخوالي د پيښو، لکه څنګه چې په دې وروستيو کې په کرم ایجنسۍ کې رامنځته شوې، مخنیوی وکړي او د پولې په اوږدو کې به حالات ښه وساتي."

رستم شاه مهمند، چې په افغانستان کې د پاکستان پخوانې سفیر و، وویل، دا ډول غونډې باید هره هفته یا لږ تر لږه هره میاشت ترسره شي چې د پولې په اړه ټولې مسلې حل کړي او دا ناوړه شکل اختيار نه کړي.

هغه وويل، "داسې غونډې هم مهم دي چې د پولې د امنيت په اړه د پاکستان کار وښيي او همدارنګه دواړه هېوادونه يوځای کړي چې خپلې ستونزې حل کړي." "د پولې تاوتريخوالی به [په منفي ډول] په دواړو هېوادونو اغیزه وکړي او دښمن ته به ګټه ورسوي."

هغه وويل، "داسې خبرې اترې ډيرې مثبت دي او د تاوتريخوالي او غلط فهمو په کمولو او د هرې يوې مسلې په څرګندولو کې به ډېره مرسته وکړي."

[د کابل نه سليمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500