امنیت

د پاکستان امنیتي ځواکونه په وزیرستان کې د لاس جوړې شوې چاوديدونکو وسيلو او د ځمکني ماینونو په اړه پوهاوي رامنځته کوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

امنیتي پرسونل د اپريل په ۸ مه د جنوبي وزيرستان په تحصیل مکين کې ځايې خلکو ته د ځمکني ماینونو د خطراتو په اړه پوهه ورکوي. [دانش یوسفزۍ]

امنیتي پرسونل د اپريل په ۸ مه د جنوبي وزيرستان په تحصیل مکين کې ځايې خلکو ته د ځمکني ماینونو د خطراتو په اړه پوهه ورکوي. [دانش یوسفزۍ]

پیښور -- د پاکستان امنیتي ځواکونه په جنوبي وزيرستان کې ځايي خلکو ته د لاس جوړې شوې چاوديدونکي وسيلو او ځمکني ماینونو، چې د طالبانو نه پاتې شوې ول، د خطراتو په اړه پوهه ورکوي.

که څه هم ډیری داخلي بی ځایه شوي خلک شمالي وزیرستان ته د سولې د بیا رغونې وروسته بیرته راستانه شوي، خو په هر ځای کې د ځمکني ماینونو او نورو چاودیدونکو توکو د شتون له کبله د لوی چيلينج سره مخامخ دي.

د دې پوهاوي کمپاين، چې په مې ۲۰۱۶ کال کې پیل شوې و، موخه دا ده چې د مرګ زیان او د پښو ضایع کيدل کم کړي او د لاس جوړې شوې چاوديدونکو وسيلو او ځمکني ماینونو د خطراتو په اړه په خلکو کې احساس رامنځته کړي.

دا هڅې به تر هغه وخت پورې دوام ومومي تر څو چې ټوله سیمه له دې چاودیدونکو توکو څخه نه وي پاکه شوې.

د لاس جوړي شوې چاوديدونکيو وسيلو (آی اي ډيز) لخوا ځپل شوې پاکستاني قربانیان په پیښور کې د ۲۰۱۵ کال د سپمتمبر په ۲ مه په پاکستان انسټيټوټ آف پراستهيټک اينډ آرتهټيک ساينسز (پيپاس) کې ناست دي. هر کال په پيپاس کې د زرګونو خلکو علاج کيږي، چې ډير په کې د ځان وژونکو چاودنو، د لاس جوړې شوې چاوديدونکو وسيلو او ځمکني ماینونو قربانیان وي. [ای مجيد/ ای ايف پی]

د لاس جوړي شوې چاوديدونکيو وسيلو (آی اي ډيز) لخوا ځپل شوې پاکستاني قربانیان په پیښور کې د ۲۰۱۵ کال د سپمتمبر په ۲ مه په پاکستان انسټيټوټ آف پراستهيټک اينډ آرتهټيک ساينسز (پيپاس) کې ناست دي. هر کال په پيپاس کې د زرګونو خلکو علاج کيږي، چې ډير په کې د ځان وژونکو چاودنو، د لاس جوړې شوې چاوديدونکو وسيلو او ځمکني ماینونو قربانیان وي. [ای مجيد/ ای ايف پی]

د چارواکو له مخې، په دې کمپاین کې د معلوماتي کتابچو او بينرونو خپرول او په سکولونو او حجرو کې (د ناریناو ټولنیزه غونډو) معلوماتي غونډې کول شامل دي.

ځمکني ماينونه موندل او شنډول

د پوځ د عامه اړيکو د دفتر له مخې، امنیتي پرسونلو په سیمه کې د سلګونو ماینونو او چاوديدونکو توکونقشې جوړې کړې او د هغې د لرې کولو هڅې روانې دي.

خو، دا هم کيدی شې چې په نهو کلونو کې، کله چې په سیمه کې د پوځي عملیات پیل شول، د بارانونو، سیلابونو او د ځمکې د شړیدو له کبله ډیر ماینونه د خپل اصلي ځای نه بل ځای ته منتقل شوې وي.

دا ډيره ضروري ده چې ځايې خلک پوهه شي چې څنګه به دوی ماینونه او چاوديدونکي توکې پيژني.

د بمونو د شنډولو کارپوهان هغه چاوديدونکي توکې ناکامه کوي کومې چې کلیوالو موندلی وې او هغه کسانو ته طبي امداد ورکوي کوم چې په چاودنو کې زخمي شوي ول.

د بمونو د شنډولو ماهرانو ځانګړو ټیمونو په دسمبر ۲۰۱۷ کال کې په وزیرستان کې د ماینونو شنډولو هڅې تيزې کړې، خو دا کار ستونزمن او خطرناک دی.

ټرايبل نيوز نيټ ورک راپو ورکړو چې په فبروري ۲۰۱۸ کال کې، د پيښور کور کمانډر احمد نذیر بټ وویل چې ۴۶ پاکستاني پوځیان هغه وخت ټپیان شول کله چې دوی په وزیرستان کې ځمکني ماینونه ليرې کول.

زيات شمير خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي

ټي اين اين په تير سپټمبر کې راپور ورکړو چې د پاکستان د سرې میاشتې ټولنې د چارواکو له مخې، په تیرو څو کلونو کې په فاټا کې د ځمکنیو ماینونو د چاودنو د ۲،۰۰۰ نه زیاتې پیښې راپور شوې وې.

د قربانیانو اکثریت میرمنې او ماشومان وو، چې یا خو هغوی وژل شوي ول او یا یې پښې له لاسه ورکړې وې.

په خیبر پښتونخواه او فاټا کې د پوځيانو په ګډ هسپتالونو کې د قربانيانو علاج کيږي.

خان رسول، ۵۰ کلن، چې په شمالي وزیرستان کې د سروکۍ اوسېدونکی دی، په هغه کسانو کې شامل دی کوم چې د چاودیدونکو توکو د چاودنو قربانيان دي.

رسول د فبرورۍ په ۲۷ مه په خپل کلي کې د خور کور ته راوان و چې په هغه چاودیدونکي توکي وچاوديدې او پښې يې ژوبل شوې. د هغه په پېښور کې په سي ايم ايچ کې علاج وکړې شو او د مارچ په ۱۳ مه د هسپتال نه فارغ کړی شو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د چاودیدونکو توکو د خطرونو په اړه ځایې خلکو ته پوهه ورکول يو ښه ګام دی."

"ځايي خلک او په ځانګړي توګه ماشومان، پوهاوي ته اړتیا لري ځکه چې ډیر ماشومان، چې بهر لوبې کوي، په غلطۍ سره آی اي ډيز ته د لوبتکو په نظر ګوري."

رسول وويل، "موږ سیمې ته راستون شو ځکه چې سوله بحال شوې وه، او د امنیتي ځواکونو لخوا د پوهاوي رامنځته کولو هڅې به هغو کسانوته مثبت پیغامونه واستوي کوم چې اوس هم خپل ځای ته د راستنیدلو څخه ډارېږي."

د خوندیتوب تدابیر پلي کول

د جنوبي وزیرستان د مدني ټولنې یو فعال، حمزه محسود، وویل چې د چاودیدونکو توکو په اړه د پوهاوې کمپاین په سیمه کې یو لوی پرمختګ دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "خلک د ځمکني ماینونو په اړه خبر نه دي، په ځانګړي توګه ماشومان، ځکه چې دوی بهر لوبې کوي او دې ماینونو ته د لوبو د شيانو په نظر ګوري، چې [په احتمالي توګه] د مرګ ژوبلې سبب ګرځي."

محسود وويل، د پوهاوي کمپاين اغېزمن او اړين دی چې د چاوديدونکو توکو نه د ځان ساتلو لپاره د تدابیرو او د چاوديدونکي توکو د پيژندلو په اړه خلکو ته پوهه ورکړي.

هغه وويل، "ځايي قبايل بايد په داسې فعاليتونو کې برخه واخلي چې د چاوديدونکي توکو او د ځمکني ماينونو په اړه پوهاوي رامنځته کړي."

محسود وويل، "چارواکي بايد په سيمه کې د ټيلي فون لاينونه جوړ کړي چې اوسيدونکو ته توان ورکړي چې دوی د ماينونو د شتون په اړه رپوټ ورکړي." "د پوځ يونټونه او چيک پوسټونه د کلیو څخه لرې موقعيت لري او ځایي خلک د چاودیدونکو موادو په اړه د راپور ورکولو هیڅ يوه لاره نه لري."

حبيب الله خان، چې د لودهره تحصيل اوسيدونکی دی، وويل، فاټا، او په ځانګړي توګه جنوبي وزيرستان، په تيرو لسو کلونو کې د شخړو سره مخامخ شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د ځمکني ماینونو او ناچاودیدل شوي مهماتو په شکل کې د جنګ پاتې برخه په قبایلي سیمو کې په پراخه کچه موجود ده." هغه زیاته کړه چې د دې ماينونو له کبله زيات شمير خلک، د ماشومانو او ښځو په شمول ژوبل شوي، معذور شوي او حتی مړه شوي دي.

هغه وويل، "که څه هم، په جنوبي وزیرستان کې د ماینونو او نورو چاوديدونکو توکو ليرې کولو لپاره د پاکستاني پوځ لخوا کمپاین ډیر ليټ شوی، خو دا اوس هم يو ښه خبر دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500