امنیت

خیبر پښتونخواه د فاټا په اوږدو کې د بمي چاودنو نه د خوندي چيک پوسټونو پرانسته کوي

د محمد آهل لخوا

یو پولیس افسر د مارچ په ۱۹ مه د خیبر پختونخواه او د فاټا تر منځ په پوله باندې د پوليسو لپاره نوې جوړ شوي پوسټ ته ننوځي. [محمد آهل]

یو پولیس افسر د مارچ په ۱۹ مه د خیبر پختونخواه او د فاټا تر منځ په پوله باندې د پوليسو لپاره نوې جوړ شوي پوسټ ته ننوځي. [محمد آهل]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومتد فاټا او د فرنټیر زونونو د پولو په اوږدو کې د سپوږمۍ په شکل کې چيک پوسټونه جوړ کړي او نوي کړي دي.

د خيبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د مارچ په ۱۹ مه د دې امنیتي پوسټونو پرانسته وکړه، چې په دې کې ۳۱ چيک پوسټونه شامل دي او د بمي چاودنو نه خوندي دي.

محسود پاکستان فارورډ ته وویل، دا حفاظتي پوسټونه د دې لپاره جوړ شول چې د خیبر پښتونخواه ښاري سیمې د هر ډول بریدونو نه خوندي وساتي."

هغه وويل، "اصلي تمرکز دا دی چې وسله وال او ترهګر د قبايلي سيمو څخه د بريد کولو نه منع کړي، لکه څنګه چې پخوا مونږ د فاټا نه په خيبرپښتونخواه او د هېواد په نورو سيمو کې پرله پسې بريدونه ليدلي دي."

د خیبرپښتونخواه حکومت په دې ۳۱ چيک پوسټونو باندې ۸۰۰ ميلیونه روپۍ (۶.۹ ميلیونه ډالره) خرچ کړې، چې په دې کې ۸ فعال دي. هغه وويل، نور چيک پوسټونه به ژر تر ژره فعال شي.

محسود وویل، د حکومت د منظورۍ نه وروسته، نږدې ۷۰۰-۸۰۰ پولیس افسران به په دې ۳۱ چيک پوسټونو کې ځای پر ځای شي.

د خیبر پښتونخواه پولیس به وسلې او مخابراتي وسايل برابر کړي او د حکومت د منظورۍ نه وروسته به د چيک پوسټونو پرسونل دغه وسايل استعال کړي. دغه چيک پوسټونه به د وسله والو او مخدره توکو قاچاق وړونکو د څارنې لپاره مسولیت په غاړه ولري.

د وسله والو په وړاندی د دفاع لومړۍ کرښه

د امنيتي شنونکو له مخې، نوي چيک پوسټونه به د جديد ټکنالوجۍ سره سمبال شي، چې د خیبرپښتونخواه ښاري سیمې به د هغه تروريستي ګواښونو نه په خوندي ساتولو کې مرسته وکړي، چې په تیرو کې يې ډیر امنیتي پرسونل او ملکي وګړي وژلي دي.

دا چيک پوسټونه هغه امنیتي خلا ډکه کوي کومه چې د ملېشو د ویجاړولو په نتیجه کې رامنځته شوه. په دې سيمه کې د پاکستاني پوځ لخوا د عملياتو د پيلولو نه وروسته، دغه مليشې به مخکې د ناکراره سيمې فرنټير ريجن ساتنه کوله.

دغه ملېشو، چې ځايي خلکو د وسله والو نه د ځان ساتلو لپاره جوړې کړې وې، په اغيزمنه توګه جنايي فعاليتونه لکه د وسلو، نشه يي توکو او انسانانو سمګلنګ کنټرول کړی و.

په پيښور کې د امنيت شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، وويل، "د بمي چاودونو نه خوندي دا چيک پوسټونه د خیبر پښتونخواه د دفاع او د ښاري سيمو د امنیت لپاره خورا مهم دي."

هغه وويل، ګواښونه لا تر اوسه موجود دي، او دا چيک پوسټونه به د هغوی په وړاندې د دفاع لومړۍ کرښه وي.

شاه وويل، دا چيک پوسټونه "په عصري جنګ کې ډیرې ضروري" دي. هغه زياته کړه، چې دا به "په خيبر پښتونخواه باندې د فاټا نه د بريدونو په وړاندې مبارزه کې هم مرسته وکړي."

هغه وويل، "پاکستان د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د پلټنې پوستې جوړېدو له لارې په پوله باندې د تروريستانو د نفوذ مخه نيولې ده، او اوس د فاټا د پولې په اوږدو کې په ميشتو سيمو کې د بمي چاودنو نه خوندي پوسټونه جوړول به د ښاري خيبرپښتونخواه امنيت زيات کړي."

د پولیسو باور لوړول

د پیښور يونيورسټۍ پروفیسر سید حسین شهید سهروردي، چې د قبايلي چارو او د تروريزم ضد ماهر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د خیبر پښتونخواه د پولیسو لخوا يو ستر نوښت دی چې د وسلو نه ډک او د بمي چاودنو نه خوندي چيک پوسټونو سره د فاټا او خیبرپښتونخواه تر منځ ناکراره سيمه خوندي وساتي، ځکه چې دا ضروري وه چې د ترهګرۍ په وړاندې د دفاع لومړنۍ کرښه پیاوړي کړي."

هغه وويل، د بمي چاودنو نه د خوندي پوسټونو خونديتوب به د پوليسو افسرانو باور زيات کړي، ځکه چې هغوی به ومني چې چارواکي د افسرانو د ژوند قدر کوي.

سهروردي وویل، "د ناکراره قبایلي سیمو په اوږدو کې د بمي چاودنو نه خوندي پوسټونو نوښت به د لویو ښارونو خونديتوب او امنیت يقيني کړي، ځکه چې د پوليسو افسرانو امنيت يقيني کولو سره به د ډیرو ګواښونو مخه ونيول شي."

هغه وويل، "دا به د ترهګرو په مقابله کې امنیتي ځواکونو ته نفسياتي ګټه ورکړي، چې هغوی به هغه هدف په نښه نه کړي کوم چې نه قبضه کولی شي او نه ورته زیان رسولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500