ديپلوماسي

کابل ته د عباسي سفر د افغانستان او پاکستان د اړیکو لپاره يو نوی ګام په ګوته کوي

په کابل کې د سلیمان او په پېښور کې د اشفاق یوسفزۍ لخوا

د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د افغانستان صدر اشرف غني د اپریل په ۶ مه په کابل کې په صدارتي محل کې له يو بل سره ليدنه کتنه کوي. [د افغان صدارتي محل]

د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د افغانستان صدر اشرف غني د اپریل په ۶ مه په کابل کې په صدارتي محل کې له يو بل سره ليدنه کتنه کوي. [د افغان صدارتي محل]

کابل -- افغانستان ته د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د وروستی سفر ستاينه کيږي ځکه چې دا د دواړه هیوادونو د اړیکو د ښه کولو او د دوی د همکارۍ د پیاوړتیا په لور یو ګام ګڼل کيږي.

عباسي د افغانستان صدر اشرف غني سره د جمعې په ورځ (د اپریل په ۶ مه) په کابل کې په صدارتي محل کې وکتل.

د افغانستان د صدر وياند شاه حيسن مرتضوي د يو بيان له مخې، دوی د یو شمېر مسلو په اړه خبرې وکړې چې په دې کې سیمه ییزه همکاري، د تروریزم سره مبارزه، د سولې او ثبات لپاره همکاري او د پاکستان څخه د افغان کډوالو له عزت سره بيرته راستنېدل شامل ول.

هغه د فبرورۍ په ۲۸ مه د طالبانو سره د سولې لپاره د غني لخوا څرګند شوي یو پلان ته اشاره وکړه او ويې وويل، "[عباسي] او د هغه وفد د سولې د هغه نوښت هرکلی وکړو کوم چې د افغان حکومت لخوا وړاندیز شوی و او وېې وويل چې دوی به په دې هڅه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي."

د افغانستان او پاکستان چارواکي د اپریل په ۶ مه په کابل کې د بیلابیلو مسلو په اړه خبرې کوي، چې په دې کې د تروریزم سره مبارزه او د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ شامل دي. [د افغان صدارتي محل]

د افغانستان او پاکستان چارواکي د اپریل په ۶ مه په کابل کې د بیلابیلو مسلو په اړه خبرې کوي، چې په دې کې د تروریزم سره مبارزه او د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ شامل دي. [د افغان صدارتي محل]

د افغانستان حکومت چيف ايګزيکيټيو عبدالله عبدالله (ښې اړخ ته) د اپریل په ۶ مه په کابل کې د پاکستان د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي سره ليدنه کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، سوداګریزو مسلو او د پاکستان نه د کډوالو د بيرته راتلو او نورو مهمو مسلو په اړه خبرې وکړي. [فېسبوک/ عبدالله عبدالله]

د افغانستان حکومت چيف ايګزيکيټيو عبدالله عبدالله (ښې اړخ ته) د اپریل په ۶ مه په کابل کې د پاکستان د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي سره ليدنه کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، سوداګریزو مسلو او د پاکستان نه د کډوالو د بيرته راتلو او نورو مهمو مسلو په اړه خبرې وکړي. [فېسبوک/ عبدالله عبدالله]

مرتضوي وويل، "د افغانستان جغرافيايي موقعيت د پاکستان لپاره خورا مهم دى، او پاکستان په دې ډير پوهه دی." د بیلګې په توګه، افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو څخه د ګيس په واردولو کې د پاکستان مرسته کوي. سربيره پردې، پاکستان کولی شي چې په اسانۍ سره د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته توکي صادر کړي."

هغه د ترکمانستان-افغانستان-پاکستان-هند طبیعي ګيس پایپ لاین پروجيکټ ته اشاره وکړه او ويې وويل، "د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ یو بل ښه مثال د ټاپي پروجيکټ دی."

په دې وروستيو ورځو کې، کله چې عباسي په افغانستان کې و، ایران د طالبانو یوې ډلې ته امر وکړو چې په هرات صوبه کې د ټاپي پایپ لاین پروجيکټ د پرانستلو په مراسمو باندې بريد ترسره کړي. د سیمه ایزې انرژۍ پروژې په وړاندې په پلان باندې د عمل کولو نه مخکې، دغه وسله وال سیمه ایزو چارواکو ته تسلیم شول.

د افراطیت او تروریزم سره په ګډه مبارزه کول

د کابل یو سیاسي شنونکی، نصیر احمد ترکۍ، سلام ټایمز ته وویل: "د پاکستان د وزيراعظم لخوا کابل ته دوره په داسې وخت کې ترسره شوهچې ټوله نړۍ د افغانانو او حکومت مرسته کوي."

هغه وويل، پاکستان په ځانګړي توګه "د افغان حکومت بشپړتيا منلي ده او همداراز د تروريزم د ګواښ په اړه پوهه شوی دی."

هغه وويل، "له دې کبله، تر ټولو مخکې، دا دوره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي ښه کړي." "سربیره پردې، دا دوره به د افراطیت او تروریزم پرضد په جګړه کې د دواړو هیوادونو همکاري پیاوړي کړي."

ترکۍ وويل: "په تېر کال کې، خبرې اترې او ډيپلوماسي د افغانستان په ګټه پاتې شوي دي." "د دې ډول خبرو اترو او ډیپلوماسۍ مهم مثالونه د کابل بهیر کانفرنس او په تاشکند کې د سولې په اړه کانفرنس دی، چې ټولو ګډون کونکو هیوادونو ... د افغان حکومت د سولې د نوښت لپاره د خپل ملاتړ اعلان وکړو."

هيلۍ ارشاد، چې په ولسي جرګه کې د کوچي اقليت استازې ده، وويل، "پاکستان د ترهګريزو ډلو په وړاندې په مبارزه کې او په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مهم رول لوبولی شي، خو که پاکستاني چارواکي د افغانستان سره په اخلاص سره خبرې اترې وکړي."

هغې سلام ټايمز ته وويل، "که چېرې داسې خبرې اترې له ښه نيت سره ترسره شي، نو په لنډه موده کې به موږ په تاوتريخوالي کې کمې وينو، په داسې حال کې چې اوږد مهاله اغېزه به یې په افغانستان کې د ترورستي ډلو ناکامي وي."

ارشاد وويل، "د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي او همکاري به د تروريستي ډلو سره د مبارزې لپاره يو موثره فليټ فارم رامنځته کړي او په دواړو هېوادونو کې به سوله او مصالحت راولي."

د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ باور رامنځته کول

د پاکستان سياستدانان او شنونکي هم هيله لري چې د عباسي دوره د افغانستان سره د ښه اړيکو نښه ده.

د عوامي نیشنل پارټۍ مشر ميان افتخار حسين سلام ټایمز ته وویل، "دا سفر د کابل او اسلام آباد تر منځ د پراخې بې باورۍ د کمولو لپاره خورا مهم دی، ځکه چې د دواړو تر منځ همکاري به ترهګرو ته زيان ورسوي."

هغه وويل، "دا ناممکنه ده چې مونږ دې د پاکستان او افغانستان تر منځ د نږدې همکارۍ نه بغير د سيمې نه تروريزم ختم کړو." "دواړه هیوادونه د تروریزم لخوا تر ټولو زيات متاثره شوي دي، او یوازینۍ حل لاره داده چې د دوی ترمنځ اتحاد رامنځته کړی شي."

په پېښور کې د امنیت شنونکي، خادم حسین، پيش ګويي وکړه چې د عباسي سفر به د افغانستان او پاکستان تر مینځ خراب تعلقات ښه کړي.

هغه سلام ټايمز ته وویل: "وسله والو د دواړو هېوادونو تر منځ د ناوړه اړیکو نه ګټه اخیستې ده، او دواړو هيوادونو له پکار ده چې خپل تعلقات ښه کړي او تروریزم ته ماتې ورکړي."

هغه وويل، "[د پاکستان او افغانستان مشران] باید يو ميکانيزم جوړ کړي او د هغه کسانو په وړاندې په لويه کچه ګامونه پورته کړي کوم چې د سرحدونو دواړو غاړو ته سولې ته زيان رسوي."

افغانستان او پاکستان به په یووالي سره پياوړي وي

رسول شاه، چې په مردان کې په عبدالولي خان يونيورسټۍ کې د سياسي چارو کار پوه دی، وويل، د عباسي سفر د بې باورۍ کمولو او د افغانستان سره د اړيکو ښه کولو لپاره يو ښه ګام ثابت کيدی شي.

هغه سلام ټايمز ته وویل، "له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا یوازینۍ لاره ده چې د تروریزم په وړاندې جنګ وګټو او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړو."

هغه وويل، "موږ له پکار ده چې د افغانستان سره سياسي، اقتصادي، امنيتي او د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې هکاري زياته کړو چې ترهګرۍ ته ماتې ورکړو."

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې امنیتي شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وويل، د پاکستان او افغانستان تر مینځ د خبرو اترو بریالیتوب به ترهګريزې ډلې کمزورې کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "د پولې دواړه غاړو ته د ترهګر تګ راتګ د سولې د کوششونو لپاره يو ګواښ دی، چې د اوږد سرحد دواړو غاړو ته ګډې همغږۍ ته اړتیا لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500