امنیت

د روس په ملاتړ د بمبارۍ نه وروسته پاکستاني جوړه په سوريه کې خپل ماشومان په پريښودلو مجبوره شو

ای ايف پي

په دې تصوير کې، چې د مارچ په ۲۰ مه اخيستل شوی دی، محمد فدهل اکرم (ګس اړخ ته)، ۷۳ کلن، او د هغه میرمن، سوغره بي بي (ګس اړخ ته دوهمه)، ۶۲، چې په سوريه کې د جنګ لخوا ځپل شوي، د ختیځ غوطه نه وتښتيدل، اوس په پنجاب صوبه کې سرايې عالمګير ته نژدې په ګهل زیر کلي کې د خپلو خپلوانو سره پاتې کیږي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

په دې تصوير کې، چې د مارچ په ۲۰ مه اخيستل شوی دی، محمد فدهل اکرم (ګس اړخ ته)، ۷۳ کلن، او د هغه میرمن، سوغره بي بي (ګس اړخ ته دوهمه)، ۶۲، چې په سوريه کې د جنګ لخوا ځپل شوي، د ختیځ غوطه نه وتښتيدل، اوس په پنجاب صوبه کې سرايې عالمګير ته نژدې په ګهل زیر کلي کې د خپلو خپلوانو سره پاتې کیږي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

ګل زیر، پاکستان -- محمد فدهل اکرم او د هغه مېرمن، سوغره بي بي -- چې دواړه پاکستاني وګړي دي -- اوس خوندي دي، خو په سوریه کې د ژوند کولو نه وروسته د تاوتریخوالي یاد اوس هم هغوی ته خفګان رسوي.

دغه جوړه لومړي وګړي وو چې د ختیځ غوطه نه ایستل شوي ول. ختيځ غوطه د دمشق نه بهر د یاغیانو یوه سيمه ده چې په دې باندې روس او د سوریې صدر بشار الاسد وفاداري ځواکونو بمبارۍ کړې دي.

اکرم، چې اوس په پاکستان کې دی، وايي: "موږ نه پوهيدو چې څوک موږ وژني او څوک مو نه وژني." "مونږ د يو څيز په اړه پوهه وو چې دوی زموږ ښار ویجاړوي."

په پیل کې، اکرم، چې په ۱۹۷۴ کې سوريه ته تلې و، د هغه تاوتریخوالي، چې له ۲۰۱۱ راهیسې يې د هغه هيواد يې په نښه کړې و، له کبله اندیښمن نه و.

محمد اکرم، پاکستاني وګړی، چې له ۱۹۷۴ راهیسې ېې په سوریه کې ژوند کوو، د فبرورۍ په ۲۸ مه د دمشق په شاوخوا کې د ياغيانو تر کنټرول لاندې د ختیځ غوطه دوما ښار د پريښودو نه وروسته د ای ايف پي سره په يوې مرکه کې خبرې کوي. [حسن محمد/ای ايف پي]

محمد اکرم، پاکستاني وګړی، چې له ۱۹۷۴ راهیسې ېې په سوریه کې ژوند کوو، د فبرورۍ په ۲۸ مه د دمشق په شاوخوا کې د ياغيانو تر کنټرول لاندې د ختیځ غوطه دوما ښار د پريښودو نه وروسته د ای ايف پي سره په يوې مرکه کې خبرې کوي. [حسن محمد/ای ايف پي]

د ۹۰۰ څخه زیات ملکي کسان، مخالفین جنګیالي او ټپیان د مارچ په ۲۵ مه د ختیځ غوطه منځنۍ برخې د پريښودو په انتظار کې دي. د ۱۷ بسونو د ډکيدو نه وروسته، يوې کانوايۍ هغوی ادلیب صوبې ته منتقل کړل. [تصوير د دمشق د رسنیو مرکز نه په مننه]

د ۹۰۰ څخه زیات ملکي کسان، مخالفین جنګیالي او ټپیان د مارچ په ۲۵ مه د ختیځ غوطه منځنۍ برخې د پريښودو په انتظار کې دي. د ۱۷ بسونو د ډکيدو نه وروسته، يوې کانوايۍ هغوی ادلیب صوبې ته منتقل کړل. [تصوير د دمشق د رسنیو مرکز نه په مننه]

وروسته بهرني جنګيالي راغلل. د هغه دوه زامن په وسله والې ډله کې شامل شول، په داسې حال کې چې د هغه دریم زوی په ۲۰۱۳ کال کې په کوڅه کې په تاوتریخوالي کې ووژل شو.

په ۲۰۱۵ کال کې، اکرم او د هغه کورنۍ د تیښتې هڅه وکړه. هغه وويل: "لومړې وسله والو ډلو په مونږ ډزې وکړې او بيا حکومتي ځواکونو په مونږ ډزې وکړې، خو موږ توان نه لرلو چې تيښته وکړو."

د دغه سيمي قيديانو پخپله د خپلو خلکو تباهي وليدله؛ او لاشونه يوه عامه خبره جوړه شوې وه ځکه چې راکټونه به وريدل.

د روس او سوریې ځواکونو د فبرورۍ په ۱۸ مه په دغه سيمه باندې يوه سخته حمله وکړه، او د هغه میاشتې د اوږد مهاله اوربند څخه يې سرغړونه وکړه کوم چې د دې میاشتې په لومړيو کې په ګډه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا اعلان شوی و.

له ۱،۶۰۰ څخه زیات ملکي وګړي له دې وروسته وژل شوي دي او ۱۰۷،۰۰۰ نور تښتېدلي دي.

نړیوالې ټولنې په روس باندې تور لګولی دی چې دا د سوریې د رژیم لخوا په ظلمونو کې ښکيل دی. په دې تورونو کې هغه تورونه هم شامل دي چې دا دواړه هيوادونه "بشپړه تباهي" رامنځته کول غواړي.

ستونزمنه تيښته

د پنځو کلونو زياته محاصره --- او ماشومان او لمسي پريښودل --- به د اکرم او بي بي لپاره د تل خفګان خبره وي.

د سوریې د حکومت بمبارۍ وروستۍ میاشت بي بي په دې مجبوره کړه چې دا ومني چې دلته کې مرګ يقيني دی، او له دې امله هغه نوره هم پياوړي شوه.

خو اکرم د مايوسۍ سره مخ شو. هغې وويل، "هغه ... خوراک کول پريښودل، او حتی اوبه څښل يې هم پريښودل."

اتفاقاََ هغوی د یو خبریال سره ملاو شول، او هغه په دمشق کې د پاکستان سفارت خانې ته د دوی د وضعیت په اړه خبرداری ورکړو. د مارچ په لومړۍ نیټه، اکرم او بي بي د غوطه لومړي اوسيدونکي وو کوم چې د غوطه نه وويستل شول.

بي بي د ويرې نه ډک د خپل سفر په اړه بيان ورکړو چې هغوی د څلورو چيک پوسټونو نه تير شول، په داسې حال کې چې هغوی به د الوتکو او په کور باندې د بمونو غورځولو آوازونه اوريدل. بي بي وويل، "ما فکر کولو چې موږ به د دې ځای نه ژوندی ونه وځو."

هغه دومره کمزوري وه چې هغه په دریم چيک پوسټ باندې نوره ودريدی نه شوه او په امبولينس کې يې اکسیجن ترلاسه کړو. "دا ډیره د ويرې لمحه وه؛ موږ وږې او تږې وو؛ موږ قوت نه لرلو. زه تلې نه شوم ... موږ د خپل ځانونو نه تمه نه لرله."

په سفارت خانه کې، چارواکو دوی ته د پاکستاني خوراک ورکولو هڅه وکړه چې د هغوی کمزوري بدنونه پیاوړي کړي. که څه هم په پیل کې دوی خوراک نه شو کولی، خو ورو ورو هغوی بیرته قوت ترلاسه کړو.

خو خفګان موجود و. اکرم په ژړا سره وايي، "زه ډيره خفه وم." "ما د څلویښتو کلونو کار، خپل کور، خپل لمسي، چې زما په پښو کې به يې منډي وهلې، پريښودل."

د سوریې خاموشي

يو څو هفتې وروسته او په پاکستان کې په زرګونو کلو ميټره لري، دا جوړه لا تر اوسه خپل حال ته بیرته نه ده راغلې. هغوی ته موټر سایکلونه د الوتکو په څیر ښکاري، او د دروازو بنديدل د بمونو په څیر.

بي بي، چې لا تر اوسه کمزوري ده، خپلې سترګې بندوي او هغه خفه شي کله چې د هغې میړه د خپلو واقعاتو په اړه خبرې کوي.

د هغوی وراره محمد عرفان، چې هغوی ېې په خپل کور کې پاتې کړې دي، وویل، "دوی له دننه ویجاړ شوي دي."

د خپلې کورنۍ څخه د وتلو پریکړه د ډير خفګان خبره وه او دا پريکړه یوازې هغه وخت وکړی شوه کله چې د هغوی ماشومانو هغوی ته د تلو درخواست وکړو. بي بي وویل، "هغوی وويل، د الله لپاره، تاسو لاړ شئ. موږ به وروسته درشو."

ای ايف پي سره د خبرو اترو کولو نه درې ورځې مخکې، اکرم په سوریه کې د خپل یو زوی سره په فون خبرې وکړې.

عرفان وویل، د هغه زوی هغه ته وویل: "موږ په بد حالت کې یو، او ژر به موږ توان ونه لرو چې له تاسو سره خبرې وکړو."

له هغه وخت راهيسې، د سوریې نه څه خبر نه دی ترلاسه شوی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500