امنیت

تهران طالبان کاروي چې د افغانستان بنسټیزې پروژې په نښه کړي او کابل کمزوری کړي

د سليمان راپور

په دې انځور کې، چې د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲ مه اخيستل شوی، د ایران سرحد ته نژدې د هرات ولايت په چشتي شریف کې سلما ډيم ښودل شوی دی. ایران، چې دا بند د خپلو ګټو لپاره يو زیان ګڼي، افغان طالبانو ته امر وکړ چې په داسې پرمختیایي پروژو باندې برید وکړي. [عارف کریمي/ای ايف پي]

په دې انځور کې، چې د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲ مه اخيستل شوی، د ایران سرحد ته نژدې د هرات ولايت په چشتي شریف کې سلما ډيم ښودل شوی دی. ایران، چې دا بند د خپلو ګټو لپاره يو زیان ګڼي، افغان طالبانو ته امر وکړ چې په داسې پرمختیایي پروژو باندې برید وکړي. [عارف کریمي/ای ايف پي]

کابل -- د افغانستان د پارلمان غړي، امنیتي سرچینې او شنونکي وایي چې طالبان په لویدیځ افغانستان کې د ایران ګوډاګي جوړ شوي دي، چې د تهران په امر د سیمې لوی پرمختیایي او زیربنایی پروژې په نښه کوي.

دا اړیکې د فبرورۍ په ۲۱ مه هغه وخت روښانه شوې کله چې د طالبانو ډلې، چې په هرات ولايت کې د سولې بهیر سره یوځاى شول،څرګنده کړه چې دوی د ایران څخه ملاتړ ترلاسه کړی و او همدارنګه هغوی ته امر ورکړل شوی و چې د افغانستان-ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند طبیعی ګاز پايپ لاين باندې ترهګريز بريدونه ترسره کړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسی، د هند د بهرنیو چارو وزارت وزیر ښاغلی شري ایم. جې. اکبر او د ترکمنستان ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

صوفي عظيم، چې د طالبانو د ډلې يو غړی دی، د سولې بهیر سره د یوځاى کېدو په وخت وویل، "موږ په ادرسکن، زندهجان او غوریان ولسوالیو کې ورانکاري کړني ترسره کړې وې." "موږ به هر هغه څه کول د کومو چې به ايران مونږ ته امر راکوو."

د هرات ولایت والي محمد آصف رحیمي د فبرورۍ په ۲۱ مه په هرات ښار کې وروسته له هغې د پخواني طالبانو سره ليدنه کوي کله چې هغوی تسلیم شول او اعتراف يې وکړ چې دوی په ایران کې د ورانکارو عملیاتو لپاره روزل شوي ول. [سليمان]

د هرات ولایت والي محمد آصف رحیمي د فبرورۍ په ۲۱ مه په هرات ښار کې وروسته له هغې د پخواني طالبانو سره ليدنه کوي کله چې هغوی تسلیم شول او اعتراف يې وکړ چې دوی په ایران کې د ورانکارو عملیاتو لپاره روزل شوي ول. [سليمان]

صوفي عظيم، د طالبانو پخوانى غړى، چې په دې سکرين شاټ کې ښودل شوى دی، اعتراف وکړ چې هغه د ايران په امر په هرات ولايت کې تخريب کاري کړې وه.

صوفي عظيم، د طالبانو پخوانى غړى، چې په دې سکرين شاټ کې ښودل شوى دی، اعتراف وکړ چې هغه د ايران په امر په هرات ولايت کې تخريب کاري کړې وه.

په کابل کې د ایران سفارت خانې د دې تورونو په اړه د سلام ټايمز وار په وار غوښتنو ځواب ورنه کړو.

په ولسي جرګه کې، چې د پارلمان ولسي جرګه ده، د هرات استازي، منور شاه بهادري، وويل، "د سيمې هېوادونه، په ځانګړي توګه ايران، هڅه کوي چې په [افغانستان کې] خپلې موخې ترلاسه کړي."

هغه سلام ټايمز ته وویل، "ایران کولی شي چې ټاپي ناکامه کړي." "داسې امکان شته چې ایران به د دې پروژې مخه ونیسي."

بهادري وويل، "ټاپي، په پراخه کچه د خلکو زياته مرسته لري او ... امکانات شته چې د دې دښمنان به توان ونه لري چې دا پروژه ودروي." "د [غني] سره په یوه غونډه کې، د هرات خلکو ژمنه وکړه چې د خپلو ژوندونو سره د ټاپي ساتنه وکړي."

طالبان ادعا کوي چې دوی د پروژې سره په ګډه کار کوي.

ایران په ډیرو افغان پروژو تمرکز کوي

ټاپي یوازینۍ پرمختیایي پروژه نه ده چې ایران يې د ویجاړولو لپاره هڅه کوي.

يوې امنيتي سرچينې، چې په لويديځ افغانستان کې کار کوي، سلام ټايمز ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل، ايران زياته هڅه کوي چې د افغان حکومت او ځواکونو لپاره ننګونې رامنځته کړي او د طالبانو له لارې په هرات کې د سلما بند [د افغان-هند د دوستۍ بند] په عملياتي کړونو، په فراه کې د بخش آباد بند په جوړولو او د ټاپي په پلي کولو کې خنډونه رامنځته کړي."

دغه سرچينې زياته کړه، "زموږ استخباراتي څېړنې او ارقام څرګندوي چې ايران، په لويديځ افغانستان کې د طالبانو په همکارۍ سره، پلان لري چې د ټاپي د بشپړولو مخه ونيسي."

سربيره پر دې، د تېر کال د جون په میاشت کې طالبانو د ايران په مرسته په سلما بند باندې تروریستي برید ترسره کړو، چې لس پولیس افسران په کې وژل شوي ول.

سرچينې زياته کړه، "طالبان په لوېديځ افغانستان کې د ايران ايجنټان دي. دا پراکسي سرتيري هغه کسان دي چې د ايران لخوا جوړ شوي هر ډول ترهګريز پلانونه پلي کوي."

ایران طالبانو ته روزنه او وسلې ورکوي

د سیاسي چارو شنونکی هاشم دانش، چې په فراه ولایت کې ژوند کوي، له مخې، د ایران استخباراتي ادارې د طالبانو ساتنه کوي او دغه طالبان په فراه، بادغیس، هرات، غور او نیمروز ولایتونو کې د تهران اهداف ترلاسه کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "د دغو هڅو يوه موخه دا ده چې د بخش آباد بند بشپړولو مخه ونيسي."

د افغانستان د اوبو پروژو بې ثباته کول او د هغې اقتصاد کمزوری کول يو څو لاملونه دي چې ایران طالبانو ته وسلې او پوځي روزنې برابروي.

دانش وويل، "ایران په شمس آباد، برجند، دافت آباد او سیفد آب په سیمو کې د طالبانو لپاره د جنګي روزنې کمپونه جوړ کړي دي." "د طالبانو غړي په آزاده توګه د ایران په خاوره کې سفر کوي. حتی موږ د طالبانو د نومونو په اړه معلومات لرو چې ایران ته تګ راتګ کوي."

هغه وويل، "په فراه کې، طالبان ترټولو پرمختللي وسلې لري لکه د شپې لیدلو سکوپونه، چې له ۳ میلیونو نه ۳.۵ میلیونو افغانو (۴۳،۰۰۰-۵۰،۰۰۰ امريکايي ډالره) پورې قميت لري." "همدارنګه، ایران په ایران کې د جوړ شويو وسلو په پرتله ځایي طالبانو ته د روسیې جوړ شوي وسلې ورکوي."

د کمزوري افغانستان په لټه کې

د کابل یو سیاسي شنونکي، غلام سخي محمدي، وويل، "ایران په یو بې ثباته افغانستان کې د کمزوري حکومت سره ستراتیژیکي ګټې لري."

هغه سلام ټايمز ته وویل، "د ایران ستراتیژیکې ګټې دا یقیني کول دي چې په افغانستان کې د ټاپي او د سلما بند په څير لویې بنسټیزې پروژې شتون ونه لري."

هغه وويل، "که موږ په افغانستان کې بې ثباتي او يو ناکامه حکومت ولرو، نو موږ به په روښانه توګه توان ونه لرو چې خپلې د اوبو سرچينې استعمال کړو، خپل بندونه فعال کړو، بريښنا توليد کړو، او يا د کرنې سکتور او ځايي توليدات پراخه کړو."

هغه وويل، "دا هغه پلانونه دي چې ايران نه غواړي چې [افغانستان] يې ترسره کړي." "له همدې امله، هر هغه ډله، چې په افغانستان کې ناامني رامنځته کول غواړي، د ایران پوځي او مالي ملاتړ به ولري."

جلال انصاري، چې د هرات ولايت اوسيدونکی دی او په کابل يونيورسټۍ کې د اقتصاد زده کونکی دی، وویل، "کله چې په افغانستان کې د بند د تعمیر او کارولو او نورو زیربناوو په اړه خبرې کيږي، نو موږ په هغه ولایتونو کې ډيره ناامني وينو کوم ځای چې د بندونو پلانونه جوړ شوي دي."

هغه سلام ټايمز ته وويل، "د ټاپي په اړه د خوشبیني سربيره، ترټولو لویه اندیښنه دا ده ... چې په هغه ولایتونو کې به طالبان د ايران په مرسته ناامني رامنځته کړي چيرته چې به دا پايپونه غځول کيږي."

هغه وويل، "بندونه، د دې بندونو په اړه پروژې او ټاپي د افغانستان لپاره ستر اقتصادي ارزښت لري، چې له هغې څخه به زموږ حکومت او زموږ خلک مالي مرسته ترلاسه کړي."

انصاري وويل، "ايران، له بل پلوه، دا پروژې د خپلو ګټو لپاره زيان ګڼي." "له دې امله، دا به د دې پروژو د مخنيوي لپاره هر ممکنه هلې ځلې وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500